د پلار په جامه کې ږیرور بدکاره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکوال: ډاکټرشارق سابی

موږ الحمدلله مسلمانان يو، بیا پښتانه يو! ځينې منفي ذهنه خلګ د هغو خلګو په اړه چې له مجبوري اوياهم د زدکړو لپاره اورپا اویا امريکاته تللي غلط ګمان کوي.


ښه او بد جومات اوکوڅه دواړو کې شتون لري، اروپاته تلل څوک نه له دین نه باسي اونه له پښتو!
څو کاله وړاندي پيښور ته د دوستانو د لیدو لپاره ولاړم، هلته مي يوه ملګري له جرمني نه څه پیسې حواله کولې، د پیښورښار د کارخانو مارکيټ کې د يوه ږيرور اوپه سنتو برابر سړي دوکان ته ورغلو. خلګو ورته قاري صیب خطاب کاوه، قاری ډیرې دیني خبرې کولې، اروپاته تلل اوهلته اوسيدل يې بلکل له کفرسره برابر کار وباله، خوله خبرو ښکاریده چې دا سړی ملا یا عالم نه دی، هسي د تجارت لپاره خپلې نمرې جوړوي.
دې سړي د پاکستان د سهیلي پښتونخوا د کوټې ښار د خلګو ژبه کوله، خو ماته مي ملګري وويل چې دا سړي اصلي د کندهار دي خو اوس يې د کوټې په نامه پاکستاني کاغدونه جوړ کړي او په پيښورکې له سترو سترو پاکستاني افسرانو سره اړیکې لري.
ماته يې له هغه اول وار نه خوند رانکړ، خوزما يوه دوست يې ډیره ستاینه کوله.
خو پرون راته هم همغه دوست له پيښوره د فیسبوک پرمټ د دغه قاري په اړه داسې پژنونکې کيسه وکړه، چې پرسترګو مې توره شپه شوه، نن مي بل ملګري انجینر خالدجان راته له دوبۍ نه همدغه پیښه ټکې په ټکې تاييد کړه.
له قاري احمد سره يو بې چاره زابلی ټیکسيوان ګرځيده، چې هم يې ګاونډی و اوهم يې له ده سره په د فترکې د ځینې کارونو مرسته کوله، دغه بي چاره ډرایور په عمرکې له قاري احمد نه کشر اوياهم برابر و، ټیکسيوان ته به د کومک په نامه قاري احمد ماهانه څه پیسې ورکولې. ټیکسيوان به تل قاری صیب ته د يوه متدین اوخواخوږي دوست اوملګري په سترګه کتل، له همدي امله به يې خپله ماشومه لور د قاري احمد له لوڼو سره مدرسې ته لیږله اوده فکر کاوه، چې له پردي خریلي موټروان نه دغه فرشته صفته! انسان بهتر دي. ځکه د ده له سترو لوڼو سره به زما وړوکي لورته قاري نه يواځي د  خپلې لور په سترګه وګوري، بلکې شاید خپله لمسۍ يې وګڼي.
قاري احمد چې د دوو ښځو او ګڼ شمېر اولادونو څښتن دی، هيچ چاهم ګمان نه کاوه چې هغه به د دې ماشومې په اړه ناوړه اراده لري.
د څوکلونو په تيریدو جلۍ ۱۶کلنه شوه او دغه ټیکسوان د يوه بل زابلي دوست وراره ته په نکاح ورکړه.
کوژدن وشو، خو د څه وخت په تیريدو، چې کله داجلۍ له دې کوږدن انکار وکړ، هم هغه شیخان او دلالان چې په همدې نکاح کې ناست و، د قاري احمد په د ستور کوټې ته په جرګه ولاړل او د هلک پلاريې په دیني دلايلو دې ته اړ ایست چې دغه انجلۍ پرخپل ځوان زوی طلاقه کړي، انجلۍ طلاقه شوه. څه وخت خاموشي وه. وروسته څو دلالانو چې يويې دالهام الدين په نامه په شینواري ټاون کې اوسیده، ستره سپینه ږیره اوپه سنت برابر خریلي بریت اوبل دغزني يوشیخ و، دقاري احمد د نغدو مرستو په بدل کې يې پر ټیکسوان فشار راوړ چې دا لوردي له قاري احمدسره نکاح ته اماده ده، ته يې ولې نه ورکوي.
ټیکسيوان حیران دریان شو اوسا يې ودريده چې داڅه اورم! هغه ستر صوفي چې نیمې ږیرې ته رنګ ورکوي او زما لورته يې دخپل وړې لور خطاب کاوه اوله خپلو پیغلو لوڼوسره يې مدرسې ته بوتلله، اوس يې زما له وړوکې لورسره دپټ تار راز راښکاره شو!!!
ټیکسيوان هجاني اوعصبي شو؛ قسم يې وخوړ.
لوريې کندوزته د نیکه کورته واستوله، قاري احمد اخطارونه ورکول. چې زما وړوکې میرمن حاضر کړه. په دې کې يوبل دلال د ګل احمد عرف ميا په نامه چې په راولپنډي کې دقالینو کاروبار کوي د غزني دی،د قاري احمد نغدي مرستوته د تمي لپاره يې قاري احمد ته د انجلۍ په اړه معلومات ورکړل، چې په کندوزکې ده، قاري احمد پیسې، اخطارونه او د .ږيرورو ملايانو جرګي په کار واچولې، چې له امله يې د انجلۍ له خولې ووتل چې قاري احمد ورسره له کلونو کلونو ناوړه اړیکه لري او لومړی ځل يې د سوغاتونو اونغدو پیسو په بدل کې راضي کړې وه!
پلاريې نور له شرمه مجبوره شو اوخپله وړه لوريې د دو ښځو خاوند قاري احمد صراف ته په نکاح کړه.

استغفرالله استغفرالله
دعبرت لپاره مې داکیسه ولیکله.
هيڅکه باید د چا د لوي ږيري اوظاهري دینداري تراغیز لاندي رانشو، بلکې دهرچا عمل اوکردار مطالعه کړو.