محمد روښان ښاد
د ځمکو مافیا په مجموع کې له زورواکانو، غیر مسوولو وسله والو ډلو، جنګسالارانو او قاچاقبرانو څخه تشکیل شوې ده، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې زیاتې دولتي او شخصي ځمکې غصب کړې دي. په تېرو کلونو کې چې په افغانستان کې د ځمکو ارزښت په حیرانونکي توګه زیات او بیه یې لوړه شوه، نو په همغه اندازه یې غصب هم زیات شو.
د ځمکو ارزښت او بیه ځکه ناڅاپي زیاته شو، چې یو خو د طالبانو له ماتې وروسته ناڅاپه افغانستان ته د بهرنیو مرستو بهیر را مات شو، بله دا چې د لنډمهاله ادارې او دغو مرستو پرمهال هغه افغان کډوال چې په نورو هېوادونو کې یې د مهاجرت ژوند کاوه بېرته خپل هېواد ته راستانه شول، خو په کلیو کې د ژوند کولو داسانتیاو او امکاناتو د نشتوالي او کموالي له امله دوی د هېواد پلازمېنې او نورو لویو ښارونو ته لاړل، ځکه چې په کلیو او لیرې پرتو سیمو لا هم جګړه او نا امني وه.
د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په مختلفو لویو ښارونو او مرکزونو کې د ځمکو مافیا د خلکو شخصي ځمکې، ملکیتونه او جایدادونه غصب کړل، ځینې یې په زور ونیولې او ځینې یې د تهدید او وېرولو له امله په ناچیزه قېمت ځنې واخیستلې. دوی نه یوازې د خلکو شخصي ځمکې غصب کړې، بلکې زرګونه جریبه دولتي ځمکې هم د دغې مافیا له لوري غصب شوې.
د وخت حکومت هم د ځمکو د مافیا او غاصبانو مخه ونه نیوله، ځکه چې یو خو حکومت په فساد کې غرق وو او د غاصبانو پر وړاندې د ودرېدلو جرئت یې نه درلود او بله دا چې د حکومت یو شمېر لوړ پوړي چارواکي هم د ځمکو له مافیا سره شریک وو.
د جګړې له کلونو څخه دمخه زمانو کې په افغانستان کې نه د ځمکو غصب وو او نه هم د ځمکو مافیا چا پېژندله، ځکه هغه مهال افغانستان د مرکزي نظام، ثبات او قوانینو لرونکی وو. خلکو سوکاله، سوله ییز او مدني ژوند، چلند، فکر او ذهنیت درلود. هیچا د نورو د ځورولو نېت او جرئت نه درلود، ځکه خلک په اخلاقي توګه سالم روزل کېدل، خو د تېرو څلورو لسیزو جګړې د ګڼو وژونکو او منفي اغېزو تر څنګ د خلکو پر چلند او ټولنیزو اخلاقو هم ناوړه اغېز وکړ. خلک یې بې بندوباره، خپلسري، سخت زړي او بدبینه روږدي کړل.
اوسنی حکومت د ځمکو د غصب د مخنیوي او د ځمکو د مافیا د له منځه وړلو په برخه کې جدي دی، ځکه ولسمشر غني ننګرهار ولایت ته د وروستي سفر پرمهال وویل، چې د ځمکو غصب د افغانستان ولس ته د منلو وړ نه دی ، نو له دې امله به حکومت د غصب د فرهنګ په ختمولو کې جدي هڅې وکړي.
ولسمشر غني په ننګرهار ولایت کې د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو والیانو، حکومتي مسوولینو، د ولایتي شورا استازو او ولسي مشرانو ته د وینا پرمهال د ننګرهار امنیه قوماندان ته وویل، په ټلیفون مې هم درته لارښوونه کړې او دادی یو ځل بیا درته وایم چې د ځمکو د غاصبانو لېست ترتیب کړه او ژر تر ژره یې له محکمې څخه د نیولو امر واخله.
جمهور رئیس امنیه قوماندان ته په خطاب کې وویل، که دې په وس نه وي پوره، نو همدا اوس استعفا وکړه، چې پرځای دې بل قوماندان را واستوم او په دې برخه کې جدي اقدام وکړي. هغه د قول اردو د قوماندان نوم واخیست او وې ویل، جنرال صاحب وزیري! که شېرزاد صاحب په دې برخه کې کمزوری وو او مرستې ته یې اړتیا درلوده، نو ملي اردو ته امر وکړئ، چې د ځمکو غاصبان وولي.
سره له دې چې جمهور رئیس په هغه غونډه کې خپل قاطعیت او جدیت وښود، مګر په دې برخه کې به حکومت له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ شي، ځکه چې له یوې خوا په هېواد کې حالات جنګي دي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د افغانستان له دښمنانو سره په جګړه بوخت دي، نو دوی به په اسانۍ سره د ځمکو د مافیا له منځه وړلو او د غصب شویو ځمکو د بېرته اخیستلو او استملاک لپاره کافي وخت او فرصت ونه لري، خو په دې برخه کې د حکومت سیاسي او ټینګه اراده واقعاً د ستاینې وړ دی او باور دی چې حکومت به د ځمکو د غاصبانو پر وړاندې نرمښت ونه ښیي.
ویل کېږي چې د هېواد په روانو ناامنیو او جګړو کې د ځمکو مافیا هم مستقیم او غیر مستقیم لاس لري، ځکه دوی وېرېږي چې که په هېواد کې امن او کراري راشي اوقوانین تطبیق شي، نو له دوی سره به د غصب شویو ځمکو حساب وشي او ټولې ځمکې به نه یوازې ورڅخه واخیستل شي، بلکې دوی به هم د غصب له امله د غاصبینو په توګه محاکمه شي.
ولس، رسنۍ، متنفذینو، مشرانو، دیني علماو او مدني ټولنو ته ښایي چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د ځمکو د مافیا د له منځه وړلو په برخه کې د حکومت ټینګ ملاتړ وکړي، ځکه دغه مافیا د ګڼو نورو ستونزو او بدبختیو لامل او سرچینه هم ده، نو که چېرې حکومت پر غصب شویو ځمکو د دوی منګولې سستې کړي او یادې ځمکې ورڅخه بېرته واخلي، نو باور دی چې افغانستان به د سولې، پرمختګ او قانونمندۍ پر وړاندې یو لوی ګام اخیستی وي.