د ټاپي پروژې په اړه د با احساسه محصلینو اعلامیه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پرون د ترکمنستان په پلازمینه عشق آباد کې د افغانستان، ترکمنستان، هند او پاکستان د لوړ رتبه چارواکو له لورې رسماً د ټاپي پروژه پرانستل شوه، دا پروژه چې ویل کیږي په دوو کلونو کې به بشپړه شي او له مخې به یې د ۱۷۰۰کیلو مترو په شاوخوا کې یوه اوږده نیل لیکه د ترکمنستان څخه افغانستان او بیا پاکستان او هند ته د ۲۷میلیارد مکعبه ګازو د صادرولو لپاره وغځيږي

.

د پاکستان او هند ترڅنګ دا پروژه زمونږ هیواد ته هم خورا ګټوره تمامیدلی شي، د ۲څخه تر ۴ملیارد مکعبه ګازو سربیره به هر کال افغانستان ته د ګاز د ترانزیت په نوم ۵۰۰ملیونه ډالر ورکول کیږي او تر ۱۲۰۰۰پورې هیوادوالو ته به په دې پروژه کې د کار زمینه برابره شي، زمونږ هیواد چې له لسیزو راهیسې د خپل ستر جغرافیوي اهمیت سربیره په اقتصادي ډګر کې وروسته پاتې وو د امنیت او سولې د راتلو په صورت کې به ښایې ددې پروژې د پرانیستلو په صورت کې ډير پرمختګ وکړي، تر ډیره به د ګاونډیو هیوادونو له احتیاج څخه هم خلاص او پخپل ځان د تکیه کولو جوګه شي.

د ټاپي پروژې په اړه باید ووایو چې دا یوه ملي او تاریخي پروژه ده، ددې تاریخي پروژې ګټه د افغانستان مظلوم ولس ته ده او ددې پروژې کامیابیدل د ولس کامیابي او سوکالي ده په همدې اساس د هیواد ټولې سیاسي لورې، ګډ حکومت او وسلوال طالبان باید ددې پروژې د کامیابولو هڅه وکړي، دا پروژه نه باید د سیاسي کمکشونو او اختلافاتو ښکار وګرځې او د ولس د ضرورتونو او اړتیاوو پوره کول خو د ټولو مشرانو او سیاسي اړخونو او کړیو مشترکه دنده ده.

با احساسه محصلین له یوې خوا خپل مظلوم ولس سره ددې تاریخي پروژې د پرانیستلو په مناسبت د خوښۍ، نیکو هیلو او احساساتو اظهار کوي او له بلې خوا له ټولو اړخونو غواړي چې ددې پروژې په سرته رسولو کې خپله دیني او ملي دنده هیره نکړي او په پوره اخلاص او ریښتونولی سره خپل مسؤولیت ادا کړي.

 

با احساسه محصلین

سه شنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۴ل

۱۵-۱۲-۲۰۱۵م

http://www.muhassileen.net/?p=39497