زيار ـ پل علم
زيار ــ د لوګر په مرکز کې په روان کال کې د شنې ساحې په اړه څو وارې خبرې رسنيزې شوې. له دې سره سره چې په دې اړه څو وارې له مرکز څخه لوګر ته مکتوبونه لاړل او راغلل، خو لا هم ياده ستونزه په خپل ځای پاتې ده. دا ستونزه اوس دومره ژوره شوې ده، چې ان د لوګر ولايتي شورا یې هم په دوو برخو ویشلې ده، چې يو لوری یې د والي پلوي کوي او بل لوري ته بیا د ولايتي شورا رئيس او څو نور غړي يي په ولسي جرګې کې د لوګر د استازي محمد اکبر ستانکزي پلويان دي.
د روان کال په اوړي کې د دې ځمکې پر سر ستونزې وروسته تر هغه ډيرې شوې، چې والي يي د ويش امر وکړ او د ولسي جرګې غړي اکبر ستانکزي يي پر ضد لاريون وکړ، لاریون هم سوله ايز نه؛ بلکې په تاوتريخوالي بدل شو او څو تنه په کې ټپيان شول، خو وروسته لاريون له کومې پايلې يا لاسته راوړنې پرته پای ته ورسید او د تحصن خيمه ړنګه شوه.
اوس يو وار بیا په ټولنیزو پاڼو کې د دې ځمکې په اړه نارو سورو زور اخیستی دی، ويل کيږي ځايي ادارې په ياده ساحه کې چوب فروشانې هم نړولي دي او د ولايتي شورا د يو غړي عبدالولي وکيل او د ولسي جرګې د يوه غړي حاجي علي محمد په نوم څو تعرفي هم رسنيزې شوي دي، چې ويل کیږي په دې ځمکه کې والي دوی ته حق ورکړی دی.
سرپرست والي له رسنيو سره په خبرو کې ټوله پړه په اکبر ستانکزي ور اچولې او وايي چې اکبر ستانکزی خپل حق غواړي، خو کله چې حق ور نه کړل شو، نو د دې پلان د مخنيوي لپاره يي هڅې وکړې.
يوې باوري سرچينې چې نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي وايي: والي په ځينو شخصي ناستو کې ويلي دي، چې ډير ژر به د روانې مياشتې تر پای پورې يادې ځمکې وویشم او زه په لوګر کې د دې ځمکو له ويش پرته بل هيڅ مسولیت نه لرم.
سرپرست والي ټينګار کړی دی، چې دا ځمکه شنه ساحه نه وه، دا چې اوس وزارت شنه ساحه کړې، نو دا د ولسي جرګې د غړو او ځینو نورو اشخاصو لاسوهنه وه.
خو هغه نقشه او د پل علم پراختيايي پلان چې زیار تر لاسه کړی دی، د ښاري پراختيا وزارت په خپله پلان کې داسې ليکلي دي:« دا چې ياده ساحه شنه ده او اوس يي خلک هم غواړي چې بايد شنه ساحه شي، قانوني ستونزه هم نه لري، نو دا چې د پل علم پر پلان کار روان دی او وروستی شوی نه دی، نو د ولايت له مقام سره شته ځمکه شنه ساحه ده.»
د لوګر سرپرست والي نيازمحمد اميري د دې ستونزې په اړه زیار ته داسې وويل:« د یادې ځمکې د پلان جوړونې او د پروژو د بیا رغونې په اړه له ۱۳۸۹ کال څخه را پدېخوا د ښارجوړونې وزارت ته څو، څو ځله وړاندیزونه شوي او د هغوی له لوري د هیت د څېړنو او د دغو پوښتنو، چې ایا دا ځمکه خو به د لرغونو اثارو ځای نه وي، ایا دا ځمکه خو به د چاپیریال د ککړتیا لپاره تاوان نه کوي، ایا دا ځمکه به د کرنې اړونده نه وي، تر ځواب وروسته د ښار جوړونې وزارت د سلسله مراتب پر اساس دغه ځای د ۱۳۹۲ کال د مرغومي د میاشتې په ۱۷-۲۲ د اوسیدو د ساحې په توګه منظوره کړې ده.»
امیري وایي، چې په ولسي جرګه کې د یوه استازي او ځینو نورو کړیو له لوري تر شکایت وروسته چې هغه مهال ما هیڅ نمره هم وېشلې نه وه او دوی په ما تور لګولی و، زه اړ شوم، چې یاده ځمکه د زمري د میاشتې له ۲۵ مې نیټې څخه د وږي د میاشتې تر۱۵مې نیټې پورې وویشم. دا چې یاده ځمکه مې چا ته ورکړې، دا به د لوګر ولس ته وروسته معلومه شي او هم به یې په اړه وضاحت ورکړم، خو اوس یوازې دا ثابتوم، چې ايا دا ځمکه شنه ساحه ده او که د حکومت د پلان پر اساس د اوسیدو نمرې؟
اميري دا هم وویل، چې ځینو کسانو د ښار جوړونې وزارت ته عریضه کړې ده، چې یاده ځمکه دې شنه ساحه شي، نه دا چې شنه ساحه دې پاتې شي، دا په دې معنی چې یاده ځمکه شنه ساحه نه ده.
نوموړي وويل:« کله چې ۳۷ شمېره وړاندیز د وزیرانو شورا ته استول کېږي او په کې ویل کېږي، چې خلک غواړي دا ساحه شنه ساحه شي، هغوی هم په ځواب کې ورته لیکلي، چې بې له کوم قانوني خنډه څخه دې، یاده ساحه شنه ساحه شي. اوس خو دلته قانوني موانع شته دي، ځکه چې یاده ساحه مې د قانون د حکم پر اساس په خلکو وېشلې ده او حتی ځينو یې بانکي اوېزونه او تعرفې هم اخیستې دي، زما پوښتنه اوس دا ده، چې قانوني موانع څه شي ته وايي؟»
د والي په خبره یاده ځمکه د څلویښت جریبو په شاوخواکې ده، چې په لوګرکې په دومره اندازه پارک یا هم شنې ساحې ته اړتیا نشته.
بل خوا د لوګر د ولايتي شورا رئیس حسيب الله ستانکزي د سرپرست والي د خبرو په رد زیار ته داسې وويل:« دا تايدوم چې په لوګرکې غصب روان دی او فساد اوج ته رسیدلی، کوم کسان چې وایې د چوب فروشي ساحه شنه ساحه نه ده، غلط فکر کوي، ځکه چې د نوي ولسمشر د حکم له مخې او د ښارجوړونې وزارت په وړاندی یاده ځمکه د شنې ساحې (استقلال) پارک په نوم شوې ده. »
ستانکزي زیاته کړه، د تیرو څو کلونو په اوږدو کې په لوګر کې یو شمیر راغلو والیانو داهڅه کړې، چې یاده ساحه د اوسیدنې په ځای بدله کړي؛ خو د ښارجوړونې وزارت له لوري ورته د شنې ساحې خبره شوې ده. دی وایي: « د اوسني سرپرست والي نیازمحمد امیري په وخت کې یوځلې د ښارجوړونې وزارت له لوري د اوسیدنې د ساحې مکتوب راغلی و، خو د لوګر یوشمیر اوسیدونکو او ځوانانو له ولایتي شورا څخه بیا بیا غوښتنه کوله، چې یاده موضوع وڅیړي او دا ساحه دې د شنې ساحې په نوم ونومول شي، چې بالاخره د ولسمشر د حکم له مخې او د ښارجوړونې وزارت په وړاندیز شنه ساحه وبلل شوه.»
بل پلو د لوګر خلک بيا په دې اړه تر ډيره پر ځايي ادارې او استازو نيوکې کوي، خلک وايي چې د ځمکو پر سر ستونزو په ولايت کې مهم موضوعات په باد سپارلي دي، ډيری ولسوالۍ ناامنه دي، د ازرې ولسوالۍ لارې کلونه کيږي بندې دي، په څرخ ولسوالۍ کې ان د طالبانو راډيو خپرونې پيل کړې، په برکي برک ولسوالۍ کې د ولسوالیو له دیوالونو ور هاخوا د طالبانو او نورو وسله ډلو واک چلیږي، د پوهنتون پر سر ستونزې داسې يو ځای ته رسيدلي دي، چې د ولايت مقام يي په اړه يو څه او د ولسي جرګې غړي يي په اړه بل څه وايي.
په ټولنیزو پاڼو کې تر اوسه د دې ځمکې په اړه رسنيز شوي اسناد هم تر ډيره يو اړخيز دي، له دې سره سره چې په ډيرو برخو کې د سرپرست والیانو صلاحيتونه محدود شوي دي، خو بیا هم د لوګر سرپرست والي د ښارجوړونې وزارت له مکتوب سره سره په لوګر کې د شنې ساحې د بیا ويشلو هڅه کوي.
د لوګر مدني فعالان بیا وايي چې دا ستونزه بايد مرکزي حکومت حل کړي، ځکه که حل نه شی شونې ده، د نوي والي له راتګ سره سم يو وار بیا ورته لوبه تکرار شي، يا هم د ځايي ادارې او مغرضو کسانو د لاسوهنې په ترڅ کې به دولتي ځمکه مفته په بډه ووهل شي.
مدني فعالان ځايي اداره او د ملي شورا ځينې غړي په دې برخه کې ګرم بولي، دوی وايي ځينې ان له کابل څخه هم په دې ستونزو کې لاسوهنې کوي او يو ډول د والي په ننګه يې د ولس ستونزو ته شخصي رنګ ورکړی دی.
د ځمکو په برخه کې يو بل سند هم چې د ولايت د مقام له لوري په ۳۰/۶/۱۳۹۳ نيټه او د۱۹۳ پر ۱۷۸ نمبر لرونکی دی، په لوګر کې د عزيزي بانک څانګې ته استول شوی دی او له دوی غوښتنه شوې چې له تعرفه لرونکو کسانو پيسې واخلي.
دا سند په داسې حال کې صادر شوی دی، چې د ځمکې پر سر ستونزې حل شوې نه وې او لاريونونو دوام درلود. تر لاريون وروسته د سرپرست والي او اکبر ستانکزي له لوري کيدونکو تبلیغاتو مدني فعالان اړ کړل، چې د غږ پورته کولو په موخه ان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې شکايت ثبت کړي او نوره دا ستونزه د تل لپاره حل شي.
يو بل ليک بیا د سیمه ایزو ارګانونو د ادارې له لوري د دې ادارې د رئيس عبدالخالق فراهي په لاسلیک استول شوی دی، چې په کې غوښتنه شوې چې ياده ځمکه بايد ونه ويشل شي.
خوله دې ټولو اسنادو او نيوکو سره اوس ويل کيږي، پر ياده ځمکه د شپې له خوا په پټه کار کيږي او سرپرست والي په ډيرو شخصي مجلسونو کې ټينګار کړی دی، چې دی په لوګر کې يوازنی مسوليت چې لري، هغه د پل علم د همدې ځمکې ويش دی او دی به يي هغو ته ورکوي چې له ده سره ليست شته، خو دا چې ولې يي ورکوي، سرپرست والي يوازې دومره وايي: ( زه يي بیا ځواب وايم ).
په لوګر کې دې نه همغږۍ ستونزې دومره ډيرې کړي دي، چې ډيرې سترې حياتي پروژې لکه پوهنتون، امنيت، اقتصاد، د ځايي ادارو تر منځ همغږي او نور له چارواکو څخه هیر شوي دي او همدا خپل منځي ستونزې دي، چې ځانمرګي بريدکوونکي د لوګر د امنيه قومندانۍ تر پخلنځي پورې ورسيدل، شل پولیس يي شهیدان کړل او همدومره نور يي ټپيان کړل.
خو دا چې له دومره ستونزو سره سره مرکزي حکومت په دې اړه چوپ دی او هيڅ غبرګون نه ښيي، د عامو خلکو انديښنې یې ډيرې کړي دي او حتی په دې اړه د مرکزي حکومت پالیسي دوه مخې بولي، ځکه یو ځلې یې د اوسیدنې د سیمې په نوم امر صادر شوی او بل ځلې بیا د شنې ساحې په نامه، چې په خپله د ستونزو د ډېرېدو لامل بلل کیږي.
د څلویښت جریب ځمکې غم ولس له چارواکو او وکیلانو څخه هیر کړی دی. که په لوګر کې هر څه پیښیږي، دوی یې په کیسه کې نه دي، خو د ځمکې پر سر یې هره ورځ ښکرونه سره خښ کړي وي. هیله من یو، چې دا لانجه ژر حل شي او د ځمکې په نشه مست چارواکي او وکیلان د ولس د بې وسۍ غږ واوري.
زيار ـ پل علم