د پېړۍ د فېلسوف برتراند راسل دوه سپارښتنې:

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د عبدالملک پرهيز ژباړه
لومړی فکری سپارښتنه : هغه وايې کله چې یوه مساله څېړئ او یا کومه فلسفه ستاسې پام ځانته را اړوي هغه یواز نی څيز چې باید له ځانه يې پوښتئ دادی چې په دغه فلسفه کې کوم فاکتونه ( واقعیتونه)

شتون لري؟ هيڅکله ځانته اجازه مه ورکوئ هغه څه چې ستاسې خوښ دي باید حقیقت یا رښتیا و اوسي او یا کوم څه چې تاسې فکر کوئ د هغې ريښتینتوب بشریت ته ګټور دی. یوازې او یوازې دې ته وګورئ چې واقعیتونه څه دي.
دویم سپارښتنه اخلاقی ده. هغه وايي دا مساله چې غواړم ورته اشاره وکړم ډېره ساده ده . باید ووایم مینه کول هوښیاري ده او کرکه  حماقت . په دغه نړۍ کې چې هره ورځ موږ یو او بل ته  نژدې کېږو باید د یو او بل زغمل زده کړو . باید په دغه واقعیت پوه شو چې نور کسان هم ممکن داسې یو څه و وايي چې کېدی شي زموږ په طبع برابر نه وي ، باید  جوړ جاړي وکړو. موږ یوازې په دې ډول کولی شو د یو او بل سره په ګډه ژوند وکړو. که هدف دا وي چې له یو بل سره ګډ ژوند وکړو نه یو ځای سره مړه شو. د دغه سترتیا زده کول او د یو بل زغمل د ځمکې د غونډاري پرمخ د بشر د ژوند انه د دوام له پاره په غوڅه توګه اړین دی.

د عبدالملک پرهيز ژباړه