د ټاکنې هوسي معما

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع.شريف زاد

سره له دې چې نړۍ د افغانستان له کورني بحران څخه د نړ ۍ په کچه يوه معما جوړه کړي ده او دغه معما د بن له قرار داد سره جوخته زمونږ هېواد ته راننو تې چې نه سر لري او نه پوزه ډير هېوادوال تر اوسه پورې دې ته متوجه نه دي چې مونږ په کومه روان يو؟ دا ځيګه پښتانه به کله

خپلو کړو وړو ته د پوهې له لارې پاملرنه وکړي. مونږ هم له دننه او هم د باندې څخه وخوړل شو، تباه شو،وځورېدو، ورک شو، بې کوره او بې هيلو شو، کومه برخه مو يوه هېواد ته پاتې کيږي.په خپلو اسلامي او ملي عقايدو کې د روغې جوړې لاره را څخه ورکه ده .د خپلې خاورې د پياوړتيا لپاره هېڅ نه لرو تاسې داټولو ست
و نزو ته ښه ځير شي او بيا وګورۍ چې دا ټولې کاليزې،لمانځنې، خوا خوږي په ظاهري او يا سازشي بڼه په هېواد کې د چا لپاره عملي کيږي اوبيا اقتصادي، اجتماعي او سياسي ګټې ېې د چا په برخه دى؟
د تاند په وېب پاڼه کې مې د زلمي رسول په هکله يو ډير په زړه پورې مطلب ولوست چې تر ډيره حده پورې زمونږ د ولس لپاره بشپړ سوچ دى او لوستونکي بايد په دې هکله فکر وکړي او سر ور باندې خلاص کړي تر څو پورې به مونږ په تورو تيارو کې په تورو خلکو پسې منډې وهو چې نه برنامه لري او نه پوهه دا ډول نوماند به د يوه داسې هېواد لپاره چې په ډير بد حالت کې شپې او ورځې سباکوي څه کوي.. دکتور علي احمد نور په زړه پورې ټکو ته ګوته نېولې دومره پر څا ى نيوکه ده چې اصلا نه ګيلې او نه محکمې ته اړه نه پيداکيږي اوس نو زمونږ د ولس کار دى چې تر کومه ځايه پورې بايد دو ى د خاورې اصا لت او ر�
�الت په نظر کې وساتي .
.تاسې وګورى چې افغانستان يو اسلامي جمهوريت دى او په اسلام کې هم دا ډول فساد، دروغ،. غلطي، مافيايې ډلې او انتقام اخيستنې او کرکې شته ؟ فکر نه کوم چې دغه ډول کړه وړو ته اسلام جواز ورکړي او په تاريخ د اسلام کې داډول تګلارى که اجتماعي ېې بولۍ او که مدني ځاى نه لري نو څنګه کيداى شي چې يو دولت چې هم قانون اساسي لري اوهم اداره لري ښه ده او که بده بيا دغه ناروا کارونو ته جواز ورکوي او په کڼه توګه له دې مسايلو تيريږي؟ د د غو غلطو کارونو مخه بايد څوک ونيسي ؟ په کوم نوم باندې باور وکړو کله چې دلته مونږ د خپل مسوليت څخه، عزت ، ايما ن او ننګ نه دفاع نه شو کول�
�ى. ليرې به نه ځو زلمي رسول په خپل شعار کې برابري، عدالت، او د سازندګي خبري کوي؟برابري په څه کې، عدالت په کومه ټولنه ، سيمه، او په تيره بيا د کابل په ورانو کوڅوکو کې او سازندګې له څه شي سره، کومو کسانو سره، کومو بربنډو بې کوره او بې اوره سره.؟ زلمئ رسول د افغانستان په ملي ژبه خبرې کولاى نه شي ، ملي حا کميت نه پېژني دا ګونګ مرغه به په داسې يوه حساسه مرحله کې د هېواد لپاره څه وکړي. ژبه نه پوهېدل يو ستر سپکاوى دى .دا رسول په ډير و مسايلو کې يو ناکام سړى دى.د غه نامعلوم، او نه پېژندونکې څيره د حامد کرزي په واسطه چې سهار يو څه ، مازيګر بل څه د شپې بل څه واي
ي . دې تورو تيارو کې د ناپوهې يوه داسې جال دى چې د انسان د سترګو په وړاندې پرده اچوي چه د انسان هرڅه اخلي او د پوهې لاري نه ېې محروموي.
اقاى رسول خو ب ويني.د افغا نستان زعامت او رسول ډير ه زيا ت واټن کې سره پراته دى په داسې حال کې چې رسول په يو عالم بې خبرۍ کې دنو پا ېې دموکراسي څخه خبرې کوي افغانستان له هرڅه نه مخکې ناپوهي ، فساد، بې لاسو او پښو او په تيره بيا بې ژبي کمزوري کوي..رسول د افغانستان د کوم ثبات څخه خبرې کوى ؟ کوم کارد ثبات په بهير کې پروت دى؟ دلته چې د راشى او مرتشي تر مينځ هيڅ توپير نه شته نو څنګه کېداى شي چې رسول هم د پاکي نارې سورې ووهي او اوس ېې د خدمت لپاره ملا تړلې؟
ناپوهې د ژوندانه په هرې برخې کې يوه ستره ناروغۍ ده په تيره بيا زمونږ د ټولنې لپاره يو داسې طبيب ته ضرورت لري چې د ناروغۍ په علاج ېې پوه شي نو داسې يو طبيب ته چې د تشخيص اهليت ولري.زلمي رسول غواړي چې د ټولنې دغه تدريجي مرګ ته د څو کلونو لپاره نور هم دوام ورکړى . دغه هېواد وژنه نور له انتقاد او نيوکې څخه وتلي او هرچاته په ډاګه بريښي چې دا ولس د چا له لاسه په دې ناوړه معما او اورونو کې سوځي.دغه ا نساني غرور دى او که ليونتوب چې بيا هېڅ وخته د خپلې ناپوهۍ خبره نه کوي هغه د خپل شعار په ويلو کې دومره حاکم نه بريښي لکه څنګه چې فکر کيږي په ډيره وارخطاېې سره هغه
واېې رښتيا !داټول دردونه د رسول له واکه پوره دي.دده د زعامت په کومه برخه تاسو ته ښکاري يو هېواد چې امنيت ونه لري او حاکميت ېې د نورو په لاس کې وي بياا دې ساختګي او جعلي ټاکنو ته څه اړه ليدل کيږي او دومره مصرف د څه لپاره؟ د چا لپاره ؟او په چا؟

په درناوۍ