عبدالملک پرهیز
د فبروري ۱۴ نېټه هر کال د مينې د ورځې په نامه لمانځل کېږي . دغه ورځ په دې وروستیو کلونو کې په یو شمیر افغاني کړیو کې هم لمانځل کېږي. خو ددې ورځې په اړوند ډېر کسان پوره مالومات نه لري .
په لویدیځو هیوادونو کې دغه ورځ د عاشقانو د ورځې په نامه د یو دودیزې ورځې په توګه لمانځل کېږي . په دغه ورځ مینان ( هلک او انجلۍ) یو بل ته د مبارکۍ کارتونه، ګلان، شکلات او یا د مینې د څرګندولو ځنې نور سوغاتونه ورکوي.
په اوسنۍ وخت کې د ولنتین ورځ د لرغوني روم لوپرکالیه د جشن په اړوند غوره شوې ده، خو ټول څېړونکي له دې خبرې سره موافقه نه لري. د لوپرکالیه جشن د یو رومي خدای د ویاړنې او د یو شمیر دودونو او رواجونو د تر سره کولو دپاره چې حاصلات يې ډاډمنول د فبروري په ۱۵ نیټه ترسره کېده . ( د لوپرکالیه جشن د روم تر ټولو لرغونی مذهبي جشن دی ،چې د صداقت په مفهوم هر کال د فبروري په ۱۵ نیټه لمانځل کېدله خو په اوس وخت کې په اړوند زیاتې اوسانې شته څوک يې د نا څرګنده حاصلاتو یا کرهڼې د خدای سره تړاو ورکوي، د لوپرکووس کلمه په زیات ګومان د لیوه ( لوپوس ) له کلمې سره تړاو لري او ددې پیل له یو شپون سره چې پسونه يې له لیوانو ساتل تړاو لري (د یوستین وړاندیز ) او یا د یوې اوسانوي ښځينه لیوه چې د دوه وروڼو رومولوس او ریموس ساتنه يې کوله سره تړاو لري )
دغه رخصتي د پاپ جیلاسوس له خوا په ۴۹۶ کال اعلان شوه او د رومي کلیسا د ملا ولنتین په نامه و نومول شوه . داچې نوموړی څوک ؤ تر اوسه څرګنده نه ده . خو کیسه داسې ده چې امپراتور دویم کلودیوس فرمان ورکړ چې سرتیري نه شي کولی واده وکړي ، په دې وخت کې والنتین د یوې کلیسا ملا ؤ ، او نوموړي له دې فرمان سره مخالفت وکړ او سرتیري يې ولمسول . امپراتور د نوموړي د نیولو امر وکړ او وروسته د فبروري په ۱۵ نیټه د امپراتور په امر سر يې غوڅ کړی شو. د روم کاتولیک کلیسا د ولنتین له وژل کېدو وروسته دغه ورځ د هغه په نامه و نوموله.