دادمحمد ناوک
د پکتیکا په ټول فرهنګي تاریخ کې د دې ولایت ځینوځوانانو د پکتیکا ادبي
بهیرترنامه لاندې، پر فعالیت پیل وکړ او لومړی وار يې په ياد ولایت کې د
خپل یو مشر ویاړناسته وکړه.
د داسې یو مشر، چې تر نيمې پېړۍ ډېر وخت يې د هېواد بچيو په روزنه کې تېر
کړی، محترم استادغلام صادق خوارمل، چې تر اتیاوو اوښتی عمر لري، د ژوند
ټول خواږه خپل دردېدلي ملت ته ورکړي دي.
دغه ناسته چې د روان لمریز کال د لېندۍ پر نهه ویشتمه د جمعې مبارکې ورځې
پر سهار د ښرنې د لینکن ښوونیز مرکز په تالار کې وشوه، لسګونوځوانانو، د
پوهې او ادب مينه والو، قومي مخورو، د اطلاعاتو او کلتور ریاست
مسوولینو،استادانو اود استادانو شاګردانو په دې ناسته کې خپلې مقالې،
ويناوې او خاطرې واورولې، وروسته ورته د بهیر له خوا راوړل شوی دستار
محترم استاد عبدالصمد شهیدپلار ورپرسر کړ او دروند پټو ورته د اطلاعاتو
اوکلتور استازی قاری محمد حسن فرقاني پر اوږو ورواچاوه.
یاده ناسته د پکتيکا په ټول تاریخ کې لومړنۍ هغه وه، د استاد خوارمل له
سترګو اوښکې توېیدې او پرځای يې زوی استاد پتیال صادق خبرې وکړي، ناسته
غرمه مهال، له استاد سره په انځورونو اخېستلو پای ته ورسېد