انتون چخوف
ژباړه : عبدالملک پرهیزد ساحلي واټ تر څنګه د بېړیو چلولو یو لوی سیند دی ، دلته ګڼه ګوڼه جوړه ده ، داسې یوه ګڼه ګوڼه چې د اوړي په ماسپښین کې ترسترګو کيږي. د غلې دانې او ترکاریو بارونه ډک او تشېږي. له هرې خوا د بېړیو د فش فش غږونه ، د جرثقیلونو بخار او ځوږ او غژ غژ او سپکې سپورې تر غوږه کېږي. د وچو کبانو او د غوړیو له بویه هوا ډکه ده ....
یو لنډی ، کوټلی سړی چې څېره يې مړاوی او پړسېدلې وه ، یوه څيرې کرتۍ او سوری سوری لیکه لرونکی پتلون يې په ځان کې ؤ د بېړۍ چلولو د شرکت مامور «شچلکوپر» ته چې همالته په ساحل کې اوبو ته نژدې ناست ؤ او د بار د خاوند په تمه ؤ، ور نژدې شو . لیکي لرونکی (رادار) خولۍ يې په سر وه او څنډې يې هم شړېدلې وې ، د خولې له نښانه څرګنديده چې دا کوم وخت د کوم مصبدار خولۍ وه... نیکتايي يې له ګرېوانه بهر وتې او پر ټټر يې ځړېدله .... د پوځیانو په څېر درناوی ترسره کوي او په نیولي غږ مامور ته وايي:
ښاغلي سوداګر ته سلامونه او درودونه وړاندې کوم! درود وړاندې شول! علیقدره نه غواړي یو څوک د ډوبېدو په حال کې وویني؟ مقصد مې له یو ډوبېدونکی سړی دی.
د بېړۍ چلونې مامور وايي :
ـ کوم ډوبېدونکی؟
- په اصل کې د کوم ډوبېدونکي خبره نه ده ، خو زه کولی شم د ډوبېدونکي رول و لوبوم . زه ځان اوبو ته اچوم او تاسې ښاغلی د یو ډوبيدونکي سړي صحنه وینۍ ! دغه تمثیل مخکې له دې چې سړی پریشانه کړي ، د هغې خندونکو ځانګړنو ته په پاملرنې سره ، زیات خندونکی هم دی... ښاغلی سوداګر، اوس اجازه راکړۍ چې تمثیل پیل کړم!
o زه سوداګر نه یم.
o بښنه غواړم ... ډېره بښنه غواړم ، نن سوداګر هم د روڼ اندو جامې آغوندي. داسې چې ان حضرت نور هم د پاک او ناولي توپير نه شي کولی. اوس چې تاسې ښاغلی روڼ اند یاست لا ښه ! ...د یو بل پر ژبه ښه پوهيږو ... زه په خټه نجیب یمه ، پلار مې د پوځ افسر ؤ ، زه هم دولتي مامور وم چې معاش مې نه درلود... او اوس عالیقدره د هنر دغه خدمتګار ستا په خدمت کې دی. اوبو ته په یو ټوپ به د ډوبېدو یو ژوندی انځور ووینې!
o نه ، مننه.
o که د پيسو له درکه تشویش لرې نو له همدا اوسه ډاډ درکوم... له تاسې ښاغلي زیاتې نه اخلم ...له موزو سره دوه روبله او بې له موزو یو روبل ...
o دومره توپير ولې؟
o داځکه چې موزې د انسان په جامو کې تر ټولو ارزښتناک څيز دی، وچول يې هم ډېر ګران کاردی ، اجازه راکوۍ چې خپل کار پيل کړم؟
o نه ګرانه زه سوداګرنه یم . او داسې هیجاني صحنې مې هم خوښې نه دي ...
o ام م، زه داسې پوه شوم چې تاسې ښاغلی د موضوع د څرنګوالي په اړوند پوره مالومات نه لرۍ .... تاسې ګومان کوۍ چې تاسې د ناوړه او هیبتناکه صحنو لیدو ته رابولم ، خوباور وکړۍ هغه څه چې تاسې په يې اوس ووینۍ ډېر خندونکی او په زړه پورې وي...زما تمثیل به ستاسې پرشونډو موسکا خوره کړي... دداسې منظرې لیدل چې یو سړی له جامو سره لامبو کوي او د سیند له څپو سره ډغرې وهي په واقعیت کې ډېر خندونکی دی! او په همدي وخت کې زه هم یوڅه پيسې تر لاسه کوم.
o دداسې تمثیلونو پرځای ولې یو جدي کار نه کوۍ ؟
o وايۍ ولې جدي کار نه کوم؟...کوم کار ؟ ...داسې یو کار چې زما په شان د یو اصیله اونجیبه انسان له شان سره برابر وي ، ماته يې د شرابو سره زما د مینې له امله نه راکوي ... تاسې ګومان کوۍ که څوک ګوند ونه لري کولی شي کار پیداکړي؟ خو له بلې خوا زه هم د خپل کورني دريځ له امله نه شم کولی د بار چلونې غوندې کارونو ته زړه ښه کړم.
o ستاسې د ستونزې چاره داده چې خپل کورنی دریځ هير کړۍ .
سر يې په ډېر غرور پورته کړ او نوموړي کس ته په مانالرونکې توګه موسکی شو او پوښتنه يې وکړه؟
o ودې ویل هیر يې کړم؟ په داسې حال کې چې ان مرغان هم خپل اصل او نسب نه هېروي ، هیله لرې زما په څېر یو اصیله او نجیبه انسان خپل کورنی دریځ هیر کړي؟ که څه هم زما جامې څيرې او زړې دي او بې وزلی یم خو ښاغلیه زه غر..ر..و..ر لرم! پرخپله اصیله وینه ویاړم !
o حیران یم څنګه ستا غرور تاته دداسې تمثیلونو د ترسره کولو اجازه درکوي او ستا مخه نه نیسي....
o له دې امله خجالت یم ښاغلیه! د ښاغلي خبره په حقیقت کې یو تریخ حقیقت بیانوي . څرګنده ده چې زده کړې دې کړي دي . خو د یو ګنهاکار خبرو ته مخکې له دې چې په ډبرو وویشتل شي ، هم بایدغوږ ونیول شي ... سمه ده چې زموږه وګړو تر منځ داسې کسان هم پيداکېږي چې د خپل نفس غزت تر پښو لاندې کوي او د یو څو تنه ناوړه سوداګرو د خوښولو دپاره چمتو دي ان پر خپل سر او مخ رنګونه او یا هم په حمام کې سکروټې پر ځان ومښي تر څو د شیطان په څېر نخرې وکړي او یا د ښځو جامې واغوندي او په زرګونو کرشمې او ادا ګانې ترسره کړي .خو زه دداسې .... کارونوڅخه ډه ډه کوم !زه په هيڅ بیه چمتو نه یم یوازې د سوداګرو د خوښۍ دپاره پر خپل سر او مخ رنګونه او یا تر دې کوم ښه شئې و مښم خو د ډوبېدو لوبه ناوړه او بد نه بولم .... اوبه رڼې او پاکې دي ، په اوبو کې غوټې وهل ، بدن پاکوي نه پمن . د طب علم هم زما نظر تاییدوي ...په هر صورت له ښاغلي لوړه بیه نه غواړم ، اجازه راکړۍ د موزو سره یوازې یو روبل ....
o نه ګرانه لازمه نه ده.
o نو ولې ؟
o و مې ویل لازمه نه ده.
o کاشکې دې لیدلی وای څنګه په اوبه کې لاس او پښې وهم او څنګه ډوبېږم!... د سیند له دې سره تر پایه به داسې څوک پيدا نه کړې چې تر ما ښه ځان ډوب کړی شي .... کله چې ځانته د مړو بڼه غوره کوم آن داکتران هم په شک او تشویش کې لوېږي . ډېر ښه ښاغليه له تاسې یوازې ۶۰ کوپيکه غواړم دا ځکه چې تر اوسه مې دستلاف نه دی کړی ، له نورو امکان نه لري له ۳ روبلو لږ واخلم خو د ښاغلي له څېرې څرګنده ده چې ښه سړی یاست ... زه ستاسې په شان پوهانو څخه زیات نه غواړم ...
o مهرباني وکړۍ او ما آرام پرېږدۍ.
o پخپله پوهېږې !...ته د ځان پاچا يې او پوهېږې څه وکړې...خو وېرېږم چې په لسو روبلو به هم ونه شې کړی د يو چا ډوبېدل ووینې.
وروسته تر دې نوموړی همالته د سیند په غاړه د مامور نه لږ لرې کښېني او د خپل پتلون جېبونه لټوي ...
o هوم ... لعنت پر شیطان ! سګرت مې څه شول ؟ لکه د بارولو په ځای کې مې هېر کړ ... د یو افسر سره مې سیاسي بحث درلود او د سګرتو قوطۍ مې د زیات عصبانیت له امله همالته پريښوده ...آخر خبر یاست په دې ورځو کې په انګلستان کې د کابينې د بدلېدلو خبرې کېږي ... خلک عجیب او غریبه خبرې کوي !
o ښاغليه سګرت لرۍ ؟
مامور نوموړي ته سګرت ورکوي . په همدې وخت کې د بار سوداګر ، هغه څوک چې مامور ورته په تمه ؤ ، د سیند په غاړه را څرګندېږي. هغه په بيړه له ځایه ولاړېږي ، سګرت د خپلې کرتۍ په لستوڼې کې پټوي ، پوځي سلام ورکوي او په نیولي غږ وايي :
o ښاغلي ته سلام او درودونه وړاندې کوم ! درود وړاندې شو!
مامور ، سوداګر ته مخ اړوي او وايي:
o په پای کې راغلې ؟ زیات وخت شو چې ستا په تمه ناست یم ! ستاسې په نشتوالي کې دغه شله سړي خو زما زړه شین کړ! د خپلې نندارې د ښودلو دپاره زما له سره لاس نه اخلي ، وايې د ۶۰ کپيکو په بدل کې د ډوبېدلو ننداره به وښئي ...
o ۶۰ کپيکه ؟ ... ډارېږم چې زیات يې نه کړي ! دداسې کارونو بيه ۲۵ کپيکه ده !... همدا پرون ۳۰ کسانو په ډله ایزه توګه د يوې بېړۍ د مسافرانو د ډوبېدو ننداره وښوده او یوازې ۵۰ کپيکه يې واخیستل ...ښاغلی ته ... ۶۰ کپيکه !... زه تر ۳۰ کپيکو زیات نه درکوم .
لوبغاړی په شونډو کې بوږنېږي او یوه ترخه موسکی کوي او وايي؟
o ۳۰ کپيکه ؟ ... د ډوبېدو دپاره د یو رومي بیه ؟!... ډېره غوړه بيه ده ښاغليه!...
o نو ځه هېر يې کړه ... له دې زیات دې د آورېدو حوصله نه لرم...
o سمه ده ... نن مې دومره پېسې نه دي ګټلي ... یوازې له تاسې هيله کوم چاته و نه وايۍ چې ۳۰ کپيکه مې اخیستي دي.
لامبوګر موزې باسې ، خپل وچولی تریو کوي ، په غرورخپلې اوږې پورته اچوي ، د سیند په لور ځي او په بې پروايۍ سره سیند ته ټوپ وهي.... په سیند کې د یو درانده څيز د لوېدو غږ تر غوږه کېږي.... یوه شیبه وروسته لامبوګر د اوبو سر ته راوځي ، په وارخطايۍ لاس او پښې وهي او هڅه کوي د ډوبېدونکي سړي بڼه ځانته غوره کړي... خو د ډار په پرتله د یخنۍ نه لړزېږي ....
سوداګر غږ کوي:
o ډوب شه کنه! ځان ډوب که ! څومره لامبو کوې ؟ ... اوس نو ډوب شه !...
لامبوګر سترګه وهي ، خپل لاسونه پراخوي او په اوبو کې ډوبېږي ، ټوله لوبه همدومره وه ! وروسته تر «ډوبېدو »له سینده راوځي ، خپل ۳۰ کپيکه اخلي او په داسې حال کې چې لوند ؤ او له یخنۍ رپېده د سیند په غاړه په خپله لاره نیسي او ځي .
انتون چخوف
ژباړه : عبدالملک پرهیز