د پښتو ژبې شاعر او ادیب نصرالله حافظ په حق ورسېد

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دپښتو ژبې تکړه  او نوښتګر لیکوال او شاعر  استاد نصرالله حافظ له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړئ
انالله وانا الیه راجعون

د سپرغۍ ویبپاڼه د درنو لوستونکو په استازيتوب د ارواښاد نصرالله حافظ  د مړینې له امله دخپګان او ژوره خواشیني څرګندونه کوي او د ده کورنۍ ، خپلوانو او د ادب مینه والو ته د زغم، صبر او تسلیت هيله کوي . .
اروا يې ښاده غواړو

د سپرغۍ ويبپاڼه

د نصرالله حافظ ژوند لیک او د شعرونو بېلګې

نصرالله حافظ د ميرزا نور اسلام زوی، چې په ۱۳۱۰ لمريز کال کې د ننګرهار ولايت د چپرهار په ولسوالۍ کې  دحافظانو په کلي کې نړى ته سترگې غړولې دي.

ده خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلي د چپرهار په لومړني ښوونځي کې پای ته رسولي دي او نورې زده کړې يې په ۱۳۳۱ لمريز کال په کابل کې بشپړې کړې

د فراغت نه يې وروسته د ښوونې او روزنې په وزارت کې ښوونکی شو ، چې د خوشحال خان په ښوونځي کې د ښوونکي دنده درلوده، او په ۱۳۳۳ لمريز کال کې پښتنۍ تجارتي بانک ته تبديل شو او هلته يې د ((وېسا)) د مجلې مسلکي غړۍ شو و هلته يې په هغه مجله کې چې د پښتني بانک له خوا خپرېدله نږدې پنځه يا شپږ کاله کار وکړ.

1

په ۱۳۳۹ لمريز کال کې د پښتون غږ د مجلې مرستيال او په همدغه کال کې د راډيو د مراقبت د مرستيالۍ دنده هم ور په غاړه شوه او وروسته بيا د راډيو د روزنې د ادارې د پښتو برخې چلوونکی وټاکل شو.

په ۱۳۴۳ لمريز کال کې د راډيو د تدقيق مدير او د هنر او ادبياتو د ادرې مرستيال وټاکل شو.

څه موده د راډيو د روزنې د ادارې د ټولنيزو خپرونو د مديريت دنده ور په غاړه شوه.

په راډيو کې يې د پښتو ډرام او ډيالوک د مدير په توګه هم دنده سرته رسولې ده.

په ۱۳۵۳ لمريز کال کې د راډيو د انسجام مدير او د هنر او ادبياتو د ادارې مرستيال ؤ، په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د پښتو او بلوڅو د خپرونې لوی مدير او له ۱۳۵۹ لمريز کال راهيسې بيا تر نن پورې د راډيو د هنر او ادبياتو په اداره کې کار کوي. د نصرالله حافظ شعرونه د ۱۳۳۱ لمريز کال راهيسې د هېواد په رسنيو کې په ډېره پيمانه خپاره شوي دي.

نوموړي ګران او تکړه شاعر ډېرې ادبي او کلتوري جايزې ګټلي دي، چې يوه له هغو څخه په ۱۹۸۲ زېږديز کال کې يې شعرونو د افغان او شوروي د سولې او دوستۍ جايزه تر لاسه کړې ده، همدا ډول د حافظ صاحب يوه اثر چې د (مينې ډيوه) نوميږي په ۱۳۳۱ لمريز کال کې يې د رحمان بابا ادبي جايزه وګټله، د (ننګ) په نامه د ده يو بل اثر دی، چې په ۱۳۳۲ لمريز کال کې يې لومړۍ جايزه وګټله، د (بېدارۍ غږ) په نامه يې بل اثر دی، چې په ۱۳۳۴ لمريز کال کې يې ادبي جايزه وګټله، د (شاعر مرګ) تر سرليک لاندې يې يو بل اثر دی، چې په ۱۳۴۰ لمريز کال کې يې ادبي جايزه وګټله، او (د سباوون نغمه) د حافظ صاحب يو بل اثر دی، چې په ۱۳۵۳ لمريز کال کې يې ادبي جايزه وګټله او د ۱۳۵۷ لمريز کال نه را په دېخوا تر اوياوو کلونو پورې د حافظ صاحب ټولو شعري ټولګو ادبي جايزې ګټلې دي .

نصرالله حافظ ډېرو بهرنيو هېوادونو ته کلتوري سفرونه کړي، چې د هغو له ډلې څخه لومړی سفر د سعودي عربستان هېواد له خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته يو بلنليک راغلی هغه هم د حج لپاره، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نصرالله حافظ غوندې ليکوال ورته کافي وبوله او هغه ته يې دا وياړ ور وباښه، چې د سعودي عربستان ته حج لپاره سفر وکړي، کابو يوه مياشت په سعودي عربستان کې و، ډېرې کلتوري مؤسسې يې وليدلې او ويې ارزولې.

حافظ صاحب پنځه وارې شوروي اتحاد ته تللی دی او په دې ټولو سفرونو کې يې کلتوري موضوعات څېړلي، ليدلي او ارزولي دي.

د حافظ صاحب وروستۍ صفر د عراق هېواد پلازمېنې بغداد ته و، چې په بغداد کې د صدام حسين په وخت کې به شعري جشنونه کېدل، چې د همداسې جشنونو اتم جشن ته يې حافظ صاحب بللی و، چې يو کلتوري سفر و او کابو يوه مياشت يې په عراق کې تېره کړله، ډېرې فرهنګي کړۍ او مؤسسې يې وليدلې او د عراق د مهمو ښارونو څخه يې ليدنه هم وکړه. يوه بله خبره، چې په دغه سفر کې يې هند هم وليد، ځکه په هغه وخت کې ايران د افغانستان الوتکې ته اجازه نه ورکوله، چې د ايران په خاوره کې کښيني، نو ځکه د حافظ صاحب الوتکه د هند د ډهلي له لارې عراق ته لاړه.

حافظ صاحب پنځه پنځوس کاله په راډيو افغانستان کې د پښتو ادبياتو په برخه کې کار کړی دی. له کومې ورځې چې حافظ صاحب په راډيو افغانستان کې په دنده ګمارل شوی دی د پښتو تصنيفونه او يا هغه سندرې، چې د سندرغاړو (ښځينه او نارينه) له خوا په راډيو کې ثبتېدلې د هغو ټولو اصلاح د حافظ صاحب له خوا کېده.2

په مختلفو موسسو کې يې کار کړى دى خودکارزياته برخه يې راډيو افغانستان وۀ چې ٥٥ کاله يې هلته دنده ترسره کړې ده. ډيره موده يې دراډيو افغانستان دهنر اوادبياتو په څانگه کې کار کاوۀ . ليکنې يې کولې شعرونه يې ليکل اوکيسې يې ليکلې .

ډېر نکلونه يې له فارسي نه پښتو ته اړولي دي . خپل شعرونه يې پخپله لوستل اودکلمه کول به يې . ښاغلي حافظ ددرنو مشاعرو وياند اوانانسر وو. خپل اوپردي نظمونه يې پخپل ښکلي غږ کې زمزمه کړي اودکلمه کړي دي. درې زامن اودوې لوڼې لري اودکابل په شاشهيد کې اوسيږي.

حافظ صاحب په راډيو افغانستان کې د دغو لاندينيو خپرونو لپاره ليکنې کړې دي:

سهارنۍ نزرانه، د حق پتنګان، شومه دم انګازې، از هر چمن سمنې، زرغون ټال، د ادب وږمې، هنر او ژوند، څپې، د نکريزو پاڼه، د طاووس بڼکه، د معرفت سمونه، د نيسان غږ، او نورې. چې د دغو ټولو خپرونو توکي د راډيو افغانستان په آرشيف کې خوندي دي.

نصرالله حافظ په ۱۳۷۴ لمريز کال کې خپل تقاعد واخيست، چې نور وخت په ارام په خپل کور کې تېر کړي. او د حافظ صاحب اوسنۍ بوختياوې د زړو او پخوانو کاغذونو نوي کول دي، هغه په دې خاطر چې ډېرې ادبي پنځونې يې کړي دي، چې هغه ټول سره راټول کړي او د اوسمهال او راتلونکي مهال وګړو ته يې د ګټورې ادبي پانګې په ډول جوړ کړي.3

حافظ صاحب په ډېرو ادبي آثارو ډېرې ادبي مقالې ليکلې دي، چې په د وخت په ورځپاڼو کې خپرې شوې دي.

حافظ خپله ټوله پاملرنه ژباړې ته ګرځولې ده او خپل ډېر کار يې هم د ژباړې په برخه کې کړی دی.

د رحمان بابا، خوشحال بابا، استاد حمزه بابا، استاد راحت زاخيلي، استاد قيام الدين خادم او نورو په ادبي اثارو ډېرې او د پام وړ ادبي څېړنې کړې دي او تر اوسه يې لا کوي، چې د څښتن تعالی څخه ورته د اوږد عمر او د ادبي برياوو غوښتونکی يم.

د شعر ځانګړنتياوې

حافظ صاحب د پښتو معاصر ادب يو داسې ځلانده ستوری دی، چې د پښتو ادب به د ده هغه چوپړ چې پښتو ادب ته يې کړی دی، هېڅ هېر نه کړي او په کلونو کلونو به د چوپړ کولو په وياړ لمانځل کيږي.

حافظ صاحب خپلې لومړنۍ ازموينې په نظم کې کړي دي، چې په هغه مهال کې پښتنو او بلوڅو ډېر تند حرکت کاوه او هره شپه به د پښتونستان په پروګرام کې د حافظ صاحب يو شعر خامخا خپرېده، چې د هغو ټولو نظمونو څخه يې د تاترې په نامه يوه ټولګه جوړه کړې ده، چې د سرحداتو او قبايلو چارو وزارت له خوا ورته د چاپ پسول اغوستل شوی دی.

تر هغه پورې چې د ابوالمراد حمزه شينواري غزونې ټولګه کابل ته راورسېده، د هغه مهال ځوانانو؛ لکه: سېلاب صافی، محمدخان فضا، ممنون صاحب، خليل زی صاحب، استاد زيار، حافظ صاحب او نورو په غزل ويلو پيل وکړ، چې حافظ صاحب خپل ځان د ادب په دې ډګر کې هم و آزمويه، چې بريالی ترې ووت او د دغو هڅو په پايله کې يې پښتو ادب ته ډېرې غزليزې ټولګې پنځولې دي؛ لکه: ستا د چم ګلونه، مات ستوري، دردونه تکلونه، او زړې پګړۍ په نامه دي، چې په کتابي بڼه چاپ شوي دي.

ده د ژوند په هر ډګر کې شعر ويلی دی، د بېلګې په ډول د ښوونکي په اړه د ده لومړی شعر چې د ښوونکي د مقام د لوړتيا لپاره يې په ۱۳۳۵ لمريز کال کې ليکلی و او د مور په برخه کې يې هم ډېر زيات شعرونه ويلي دي، چې دوو شعرونو يې د مور د ورځې لومړۍ درجه جايزه هم تر لاسه کړې ده.

د پسرلي او بهار په هکله يې هم بلا ډېر شعرونه ويلي دي، چې که راټول کړای شي، نو يوه بشپړه پسرلنۍ ټولګه ترې جوړېدای شي.

د ښوونځي د ماشومانو، د ملي وحدت او د کورنۍ جنګ جګړو په اړه يې د (کابل شهيد شو) تر سرليک لاندې ډېر شعرونه ويلي دي، چې د هر يو په راټولېدو سره به يوه بشپړه شعري ټولګه ورځينې جوړه شي.

راځو د حافظ صاحب د شعر ځانګړنو ته، د ده په شعر کې دا څو لانديني ټکي ډېر د پام وړ دي:

لومړی دا چې د فورم له پلوه د حافظ صاحب په شعر کې منلو شويو پخوانيو شعري چوکاټونو ته ډېره زياته پاملرنه شوې ده.

کله کله نوي شعر هم ليکي، خو ډېر لږ يې خپل پام دې برخې ته را اړولی دی، دا ځکه چې د هغه د شعر اساسي برخه د شعر فورم دی او بله دا چې د ده په شعر کې زموږ د وګړو د ژبې ډېر رنګه مفاهيم او د وګړو د ژوند ځانګړنې په کې انعکاس مومي، ډېرې سوچه کلمې او ترکيبونه په کې پيدا کيږي؛ که دا :

د اوسېلو په ستغ چې ستړی شولې        کم شوې اخر د زړګي زوره زما
حافظه په دې کې ګيله منده نه يم        کونډۍ د بخت چې شوه نسکوره زما
مايې لا په زلفو لاس ايښی نه و        چرګو نارې وکړې شپه سبا شوله
بله دا چې د ده ډېرو شعرونو د موسيقي له څپو سره ملګرتيا کړې ده، د ټنګ او ټکور په دغو څپو کې غزليزې سندرې، ترانې او نور شامل دي او ځينې خو يې په دغو شعرونو کې د پښتو ډېرې ښې نمونې دي؛4 لکه:

تکل مې ستا درشل ته د راتلو کړی درځم        اثر په زړه د مينې ولولو کړی درځم
د دې ټکو په څنګ کې په پښتو اوسمهاله (معاصره) شاعرۍ کې د نصرالله حافظ دريځ تر دېره ځايه په اوسمهالي غزل کې د ډېر غور وړ دی، هغه بايد په افغانستان کې د پښتو د اوسمهال غزل د مخکښانو څخه وشمېرل شي، په دغه ډول غزلو کې د فورم له پلوه د کلاسيکې شاعرۍ اغېزې او د محتوا له پلوه د نوې زمانې غوښتنې او زموږ د ماحول او چاپېريال ارمانونه سره يوځای کيږي، او پښتو غزل ته يوه ځانګړې بڼه ورکوي، دا ځانګړنه د هغه په غزلو کې هم د پوره دقت وړ ده.

حافظ صاحب په عنعنوي فورمونو رنګين غزل ليکي، اولسي ژوند، ښايستونو، تشبيه ګانو او استعارو سره خپل غزل لا ښايسته کوي.

د ملي فرهنګ اولسي ژوند ارزښتونه منعکسوي، روانه او ساده ژبه استعمالوي او د خپل ژوند هنرمند ذوق په برکت يې ښايسته کوي، هغه د پښتو د پخواني ادب يو استازی دی، چې ډېر ځله په هغه فورم د وخت مسايل طرح کوي.

غزل خو خپله ژبه او افاده لري، مګر د ښه شاعر په غزل کې د هغه چاپېريال پيغام او د زړه راز هم نغښتی وي؛ لکه چې وايي:

زه رنځور له ډېره غمه د خوږ څړيکه نه شوه کمه        په کوڅه د لېونو کې د دوا خبرې کيږي
په دغه بيت کې خو شاعرانه تصوير شته، مګر آيا دا غزل په ژبه زموږ د اوسني ژوند يو ښه انځور دی، سربېره پر تغزل په دې مجموعه کې د غزل په فورم داسې پارچې هم شته چې ملي او ټولنيزه محتوا لري.

شاعر په يو ځای کې وايي:

زه د شراب، زه د کباب د خوړو وږی نه يم        ماته د مينې محبت خواږه جامونه را کړه
ما دوزخي ته چې د هجر په صراط تېرېږم        درنه قربان شم لږ د وصل صفتونه راکړه
حافظ صاحب شاعر دی، شعر ليکي اوغزل وايي، وعظ او نصيحت خو نه کوي، مګر د ټولنې کلتوري ارزښتونوته په شعر کې انعکاس ورکوي، د هنر کافره د زړه کعبې ته رابولي او د شوراګانو د هېواد دلروبا ته په غزل کې دوزخ، جنت او صراط يادوي.

دا پياوړی شاعر چې څنګه د شعر د فن او نزاکتونو ماهر دی، دغه ډول د ټولنې په هر اړخ او ملي ژوند په هر ه خوا ورته موضوعات رامخکې کيږي.

او د ده انساني عاطفه او ملي مينه قدم په قدم او لحظه په لحظه را لړزيږي. نو ځکه دی په شعر ويلو کې دريايي قوت او روان قلم لري، دغه وجهه ده، چې ده ډېر اشعار ويلي او ويلي دي، چې هغه د هېواد د هر دور ادبي او هنري ډګر کې ځان څرګندوي. ډېر خپاره شوي هم دي، علمي او ادبي مقاماتو او د هېواد د اولسونو نازولي هم دي، په ملي او نړيوالو محافلو کې پېژندل شوي هم دي، جايزې او امتيازات يې هم تر لاسه کړي دي.

د حافظ صاحب په شعرونو باندې چې هر څومره وغږېږو خبرې به پرې پای ته ونه رسيږي، دا چې دا موضوع او زما پوهه ماته دا اجازه نه راکوي، چې نور د حافظ صاحب د شعر په برخه کې وګړېږم، خپلې خبرې په يوې لنډۍ سره پای ته رسوم.

ستا د ښايست ګلونه ډېر دي        ځولۍ مې تنګه زه به کوم يو ټولومه
د ده په اړه د نورو ليکوالو اندونه[سمول]

د ښاغلي حافظ په اړه د لرې او برې پښتونخوا ليکوالانو او اديبانو بېلابېلې ليکنې کړې دي او هر يوه د حافظ د شاعرۍ په اړه نظر لرلی ده، چې دلته به زه حافظ صاحب د ځينو شاعرانو او ليکوالانو په وينا دروپېژنم او د هغوی اندونه او ليدونه به د حافظ په اړوند ستاسو درنو مخ ته کېږدم.

د هېواد نامتو مشر ليکوال او شاعر عبدالله بختانی خدمتګار هم په حافظ صاحب يو څه ليکلي دي، چې دلته به يې د ځينو خبرو يادونه وکړو:

نصرالله حافظ چې کله په ښه او بدو پوه شو، نو په شعر ويلو يې پيل وکړه، زما په ياد دي، چې په ۱۳۳۲ لمريز کال کې زه په پښتو ټولنه کې د زېري مدير وم، موږ د استاد حمزه شينواري دا غزل شاعرۍ لپاره طرح کړی و:

فطرت کړ ګل ته غږ چې له اغزو سره راځه        بلبل ته اشارت چې له نغمو سره راځه
ځوان حافظ په دې لړ کې خپل غزل راوړ او په زېري کې خپور شو، دا يې لومړی شعر و، چې په اخبار کې خپور شو، له هغه دمه تر دې دمه زه او حافظ دواړه سپين ږيري شوي يو. زه يې د دوستۍ افتخار لرم، ډېر خوښ يم، چې اوس زما د شاعر اشنا غږ د شمشاد له څوکې خپور شوی دی، تاترې ته رسېدلی او د وطن دې خوږ ژبې بلبل، ستا د چم ګلونه په غزلو کې ستايلي دي. حافظ صاحب په خپلو شعرونو کې د اولس شاعري او د پښتو د پخوانيو شاعرانو شعري عنعنې ته په ښه او درنه سترګه کتلي او په ښه ډول يې دوام ورکړی دی او غنا يې وربښلې ده.


زموږ د پښتو ژبې يوه باغي او په پښتو او پښتنو مين شاعر اجمل خټک هم د حافظ صاحب په اړه خپل نظر داسې څرګندوي:

دی د لرې او برې پښتونخوا په شاعرانو کې د لوړ مقام څښتن دی، په دواړو –لر او بر- کې ډېر قدر او شهرت لري. د محبوبيت وړ په دې وجهه هم دی، چې دی ښکلی شعر تش د هنري ښکلا لپاره نه وايي او نه يې د خپلو شخصي جذباتو ، وارداتو او احساساتو د اظهار لپاره ليکلی، بلکې د ټولنې تاريخ، د پښتونخوا د اولسونو د نن او پرون ارمان په داسې انداز کې بيانوي، چې سړی خوند او پند ترې اخلي او همدا ډول د مهابڼ شپونکی، د اېلبندونو کوچۍ، د پېښور يونيورسټۍ يو ګلالی او د پوهنتون يوه ملالۍ ترې يو شانته خو، جوش، ولوله او غورزنګ اخلي.

زه په خپله د شاعرۍ د ټولو اړخونو د ژورې مطالعې يو طالب العلم يم او دا مې پر ځان لازم ګڼلې ده، چې د پښتو د شعر او فن د بشري او ملي اړخ سره ډېر نږدې پېژندګلوي پيدا کړم.

په لړ کې زما ډېره دلچسپي د حافظ او د ده د شعر او فن سره ده، ځکه په دعوې سره ويلی شم، چې نه يوازې د ده شعر خوند او ژوند لري، بلکې د ده شخصيت هم د ده د شعر غوندې خوږ او اثر ناک دی.

نو ځکه دی په نورو زلمو کې ادبي او هنري صنعتونه را لړزوي او د نوي عصر زلمي شاعران ترې رنګ او ترنګ اخلي په دې لحاظ دی يوازې خپله شاعر نه دی، بلکې د وطن په ښکلې لمن کې د شعر د بهار يو داسې وږمه ده، چې ډېرې غوټۍ او غونچې پرې موسيږي او غوړيږي5.

د هېواد يو بل نامتو څېړونکو، ليکوال او شاعر بيا د حافظ صاحب په باب ليکي:

د حافظ صاحب ډېره پاړکۍ واقعا شعرونه دي، هم وزن لري او هم آهنګ لري او هم شعري کيف او خوند. په ځانګړې ډول د ده په شعر کې د وزن خبره هېڅ مطرح نه ده، ځکه چې دی د شعر په چار کې د خوشحالي او رحماني سبک کلک ساتونکی دی او د رديف او قافيې ټينګ پابند دی. د حافظ صاحب په پاړکو کې غزل ځانګړې ښکلا او ځلا لري او د پښتو د غزل د سلسلې يوه پياوړې کړۍ ده.

د هېواد تکړه ليکوال او شاعر زرين انځور صاحب وايي: نصرالله حافظ د پښتو ژبې اوسمهالی (معاصر) شاعر دی، هغه يوازې داسې شاعر دی، چې تل يې په خپل شعر کې له خپلو خلکو سره خبرې کړي دي، تل يې غوښتي چې خپل شعري غږونه نورو ته ورسوي او د خپل اولس لپاره ترانې ووايي، شعرونه زمزمه کړي او نظمونه ورته اهداء کړي، خبره د شاعر ده د يوه داسې شاعر چې کلونه کلونه وړاندې له خپل شعر سره يو يې يو ځای ژوند کړی دی، شعر يې هم مينه ده او هم وينه. شعر يې ژوند دی او د داسې شاعر خبره ده، چې د کلونو له اوږدو پيچومو څخه د شعر په پلوشو کې راتېر شوی دی.

د همداسې شاعر خبره ده، هغه د پښتنو په اوسمهالي شعر کې د ډېرې زمانې شاعر دی، نن هم هغه له شعر سره ژوند کوي، ځکه چې شعر د هغه ژوند دی، ځکه چې که هغه شعر ونه وايي هغه به مړ وي، هغه به فنا وي، شاعر همداسې وي او د شاعر ژوند هم همداسې دی.

شعري بېلګې يې

د ميخانې بلی

راشــی، چې ډکې پيمانې واخلو        بــلا پــــه ســر د ميخانې واخلو
شــوبه جرګه د ميکدې په نغري        غـــچ بـــه لـه تېرې زمانې واخلو
ســاقي راواړوه د سترګو کاسې        چې يو څه کيف د يارانې واخلو
لږ مو د زړه په رباب ګوتې کيږدی        چې خوند د عشق له ترانې واخلو
که نور د شمعې د رڼا پسې ځي        موږ به ايرې د پروانې واخلو
دردونه

تــاسې کـه جامونه په سر واړول        موږه هم غمونه پــه سر واړول
تاسو د خوښۍ نشې په سر کړلې        موږه ټول غمونه په سـر واړول
تاسو سره ګلونه کړل کتار په سر        مـوږه سره اورونه په سر واړول
وګـــورﺉ قوت دمينتوب زموږ        څنګه مو لوی غرونه په سر واړول
څه له مو طبيبه د لاس رګ نيسې        اوس خو مو دردونه په سر واړول
سوي داغونه

عشقه ستا غمونه ته وخاندم که وژاړم        دې بلو اورونو ته وخاندم که وژاړم
نه د غاړې هار د چا او نه ښکلا د څڼو شوم        دې مړاوو ګلونو ته وخاندم که وژاړم
زړه ته چې تغمه هره نغمه په زير او بم کې شي        دغه رنګ سازونو ته وخاندم که وژاړم
سم په هر قدم چې بدرګه ورسره غم راځي        دغسې وختونو ته وخاندم که وژاړم
دي مې چې د خيال پښو کې زلفې زولنې دچا        شرنګ د پايزېبونو ته وخاندم که وژاړم
ښه ده ته يې ووايه ستا په خوله به زه کوم        څيرو ګرېوانونو ته وخاندم که وژاړم
جوړ مې له ګوګله لاله زار د يار د مينې شو        دې سوو داغونو ته وخاندم که وژاړم
ته خويې شراب بولې زه وايم نه وینې دي        ستا د لاس جامونو ته وخاندم که وژاړم
غزل

چې يې زلفې په مستۍ راواړولې        په ناز سترګوليونۍ راواړولې
ما ادم باندې د مرګ د خوارۍ خاورې        دې د حسن دُرخانۍ راواړولې
چې پايماله يې زما د زړه ورشو کړه        کوم ښکاري دا غرڅنۍ راواړولې
چې په تورو پېغلو سترګو يې ستي کړم        تېرې شپې يې د ځوانۍ راواړولې
تر قيامته ساقي ستا په ميو مست يم        چې پيالې دې بېګانۍ راواړولې
شوم تورن يې چې په تورو تورو سترګو        مينې ستا دا دښمنۍ راواړولې
ما ويل، چې به ساز نوې نغمه راوړي        تا ټپې پرې پخوانۍ راواړولې
مورې

ستا له دې ښکلي خواږه نومه شم قربان مورې        زما کعبه، زما قبله، زما ايمان مورې
ځمکه خو څه کړې قدمو کې دې هواره ښکاري        د ادب سر درته ټيټ کړی دی آسمان مورې
مورې! که ته نه وای، نو وايه زه به چېرته ومه        زه ستا په هره ساه کې وينم و ځان مورې
ما به چې تاته کله مور په وړه ژبه ويل        تا به په سل کرتې ويلې راته جان مورې
چې په کوم وخت اوښکې زما سترګو کې وګرځېدې        جوړ به شو ستا په مخ د سرو اوښکو باران مورې
زه به چې کله د ناخوالو څپو واخيستمه        کلک به مې ونيو په لاس کې ستا ګريوان مورې
چې ستړی وړی به له لوبو څخه راغلم کله        نو ستا په غېږ کې به مې وغورځاوه ځان مورې
هغه چې ماسره ملګري به په لوبو کې وو        تاته به ګران وو د ټول کلي ماشومان مورې
چې تابه پاکې جامې واغوستې په مینه راته        له خوشحالۍ به غوړېدې د ګل په شان مورې
د مسيحا اثر دې پروت په تورو سترګو کې و        ستا يو نظر به شو زما د رنځ درمان مورې
نن چې د وخت د حوادثو سره خورم ډغرې        دا پيدا کړی تا په ما کې اطمينان مورې
دا خو اعجاز مورې د غېږې د مکتب دی د ستا        څنګه دانا دې کړمه زه چې وم نادان مورې
د کلي ژوند د شپې په وخت د آسمان چت لاندې        تا راښودلی، پرونی تللی کهکشان مورې
ماشوم وم لوی دې کړم، زلمی دې مړم سړی دې کړمه        کړی زما سره تا څومره لوی احسان مورې
په آللو کې به دې وې راته د ننګ سندرې        لوی پهلوان دې کړم د تورې او ميدان مورې
خوټيږي مينه د وطن ستا د بچو په زړه کې        موږ يو له څرمې تا روزلي فدايان مورې
خپله نېستۍ کې دې زه شته کړمه دتن په غوښو        څاڅکې شيدېدې ماته شو آب حيات مورې
هېچا دچا له غمه لويې شپې سبا نه کړلې        ورکړی تا په دغه لاره امتحان مورې
ادې! که ته نه وای پيدا وايمه ژوند به نه و        تا روان کړی د دنيا د ژوند کاروان مورې
جنت به خود فخر د ستا د پښو لاندې کوې        چې تا روزلي ورته حورې او غلمان مورې
په کايناتو کې يې ځای د ځايدو نه شته دی        عالم سترتوب ستا د نامه ته دی حيران مورې
له بابا دمه تر دې دمه تاته مور وايي        هغه چې بولي په نامه ځان د انسان مورې
تورو تيارو کې يې رڼا چې د وحدت کړه بله        دي را لوی شوي، ستا په غېږ پيغمبران مورې
چې يې نړۍ ته حرکت د نوي ژوند ورکړلو        دي زېږولي تا د پوهې خاوندان مورې
لا به هم مور يې ګرانې مورې درته وايمه زه        چې وي ترڅو پورې ودان دغه جهان مورې
ستا بچي ګوره چې د علم په وزرو والوتل        له سپوږمۍ تېر شول د مونيخ په لور روان مورې
پرښتې رخه کړې زما په نېکمرغيو باندې        چې ښکلومه ستا لاسونه مهربان مورې
په ژوندانه که څوک زما د زړه ارمان وپوښتي        ستا د ستر حق ادا زما په زړه ارمان مورې
د وطن مورې! دغه وران وطن به بيا کړو ودان        که په رښتينې باندې يو ستا فرزندان مورې
د حافظ مورې، چې د ژوندشپې په کې ته تېروې        ستا له خاطره دې جنت شي حافظان مورې