د پوهانو اندونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړن او راټولونکی عبدالملک پرهیز

هيڅوک تاسې ته څه نه شي زده کولی ، پرته له هغه څه چې ستاسې د لید او پوهې په اډانه کې شتون لري او تاسې ترې خبر نه یاست.
جبران خلیل جبران

د حقیقت لټون پوره لېونتوب دی ، امکان نه لري چاته ووايۍ چې کله حقیقت ته ورسېدۍ او ستاسې دښمن نه شي.
برنارد روسن


افسوس .... یوازنۍ پوښتنه چې هیڅوک يې ځواب نه لري ، داده چې نېکمرغي څه ده ؟
برادلي
تر دې هیڅ شئ وراونکی نه دی کله چې مو پام شي چې پر چا چې مو باور درلود تل يې تېر ایستي یاست....
داسې لږ پېښېږي موږ د هغه څه په اړوند فکر وکړو چې لرو يې بلکې موږتل د هغه څه په فکر یو چې نه يې لرو.
شوپنهاور
هيڅکله د چا پر خیالونو او تصوراتو مه خاندۍ، هغه څوک چې خیالونه او تصورات نه لري هيڅ هم نه لري.
هر څه چې آورۍ باور پرې مه کوۍ، هر هغه څه چې لرۍ مه يې لګوۍ او یا هومره چې غواړۍ مه ويده کېږۍ.
د ځمکې پر مخ تر انسان بل څه ستر نه نشته او په انسان کې د هغه له فکره بل څه ستر نه شته.
همیلتون

موږد لارې تر هغه ځایه نورو ته لارښوونه کولی شو چې پخپله پرې تللي یو.
اسکات پک
موږ ټول په ژوندانه کې کله کله ډېر ښه او آسانه ځواب او حل لاره تر خپله څنګه لرو ، خو موږ تل دومره لرې ګورو چې ليدلی يې نه شو.
بې وفايي وکړه وفا درسره کوي ، وفا وکړې خیانت کوي. مهرباني که څه هم د خوښۍ هینداره ده خو که مهربان اوسې خوشې کوي مو.
ته د هغه خبرو واکمن يې چې ویلي دې نه دي، خو څه چې دې ویلي دي ستا واکمنان دي.
د تازي متل دی
رښتنی دوست هغه دی چې ستا لاس ونیسي او ستا زړه تر لاسه کړي.
تر هغې چې خپل بې خبره ضمیر قانع نه کړې چې ته یو بریالی انسان يې ، ماتې خورې. دغه قانع کوونه په تکرار او اغېزمن تاکید منځته راځي.
اسکاول شین
غواړم یوه ورځ دغه حقیقت په واقعیت واوړي چې ټول خلک سره برابر دي.
مارتین لوترکینګ
مه هیروۍ نیکمرغي د هغه کسانو په برخه کېږي چې هغې ته د رسیدو هڅه کوي.
ژوند عجیبه دی! تر څو ونه ژاړې څوک دې نه نازوي ، څو ونه غواړې څوک نه وايي پاتې شه، څو لاړ نه شې څوک دې په قدر نه پوهيږي، څو مړ نه شې څوک دې نه بښي.
ټول غواړي جنت ته لاړ شي خو هيڅوک هم نه غواړي چې مړ شي.
جان لوییس

که ۶۰ ثانیی په قهر، خپګان او لېونتوب کې تېر کړې ، د نیکمرغۍ یوه دقیقه له لاسه ورکوۍ چې بېرته لاس ته مو نه راځي.
ژوند لډ دی ، اصول او قواعد مات کړه ، ژر هېر کړه ، په آرامۍ ښکل کړه ، رښتنی مین اوسه ، بې له محدودیته وخانده ، او له هغه څه  ډډه مه کوه چې تاته خندا در په برخه کوي.
څوک چې پر تا ګران دی آزاد يې پرېږده ، که ستا صیب وي را به شي که نه پوه شه چې له اوله ستا مال نه ؤ.
شکسپير