د يوې ټولنې مشر تا به

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع.شريف زاد
مشر تا به په يوه ټولنه کې ځانګړتيا وې لري .بشپړه پوهه او رسالت غواړي او د ټولنې په هره برخه دغه شخص بايد ددې خلا قيت ولري چې د ولس غوښتنې تر سره کړي.له بلې خوا نه هغه څوک د يوې ټولنې مشر تابه تر سره کولاى شي چې د خلکو په مکتب کې لوى شوى وي او دخپلې ټولنې ټول ولس ښه پېژني.يو مشر هغه ښه ملي قيادت کولاى شي

چې خپلې ټولنې ته د پوهې د جهان بينۍ له برکته د ټولنې ټولو ستونزو ته د حل لاره وموندلاى شي او يا د ولس لارو سره بې له هرډول چل او فرېب اړيکي ولري. د ولس راويښول مثبتو لارو ته په يو ويشتمه پېړۍ کې نه يوازې ضرورت دى بلکه حتمي خبره ګڼل کيږي.دا ځکه چې اوسنۍ ټو ل�
�ې ډيرې پېچلې او له تش سيا ست څخه ډکې دي او ژوند په داسې ټولنو کې نسبت هغو ټولنو ته چې تر اوسه هم تاريخي ارزښتونو ته ډير اهميت ور کوي اسا نه کارنه دى او پوره زعامت غواړى.که چيرې بيا مونږ د يوه ممتاز مشر تابه په هکله خبرې کوو دا بيا جلا خبره ده او ځان ته بحث ته ضرورت لري. د نړۍ په ډير و هېوادونو کې مشر تابه د يوې ټولنې د يووالي،سوکالي، عدالت او انصاف، اود مدني ژوند پرمختګ لپاره کار کوي.دلته د بر لاسي خبره له مينځه ځي . بې وخته هيا هو، منډې او ترړې، په دې نوم اوهغه نوم هيلې را څرګندول او په تيره بيا په بله څيره کې ځان ښوول ډيره ستر بې حياېې او شرم دى چې نه �
�ې خداى (ج) ښه ګڼې نه ېې عرف او نه عادات.زمونږ مجاهد، جنګ او جګړو خوړلئ ولس خو ېې بايد په هيڅ صورت ونه مني.زمونږ ولس بايد په جګړه ماره ټولنه باندې تکيه ونه کړى چې د پرمختګ او ابادى ډير لږ چانس لري. تاسې ټول پوهېږى چې مشرتابه يوازې او يوازې سياسي چارو پورې که په هره لوبه کې وي تړاو نه لري او په نورو برخو کې ډير د اهميت وړ خبره ده.د مشر تابه خبره له کور څخه پيل کيږي او بيا ټولنې ته راوځي په دې شرط چې د ټولنې خلک ښه ، ښه وشميري او بد، بد! هغه څه چې له ملي منافعو سره ارتباط نه لري ستر خيانت وبولي او تل د خلکو انساني کرامت، حقوق، ملي وجايب، او سولې ته د اهميت په
سترګه وګوري. دلته به زه يو مثال راوړم او د شخصي انتقد خبره هم نه ده . مونږ فکر نه کوو چې چا له رسولانو او نبيانوڅخه ټولنې ډيرې ښې په مخ بيولې له رسول اکرم (ص) څخه وړاندې اووروسته عربې نيمه وچه کې او همدارنګه ټولنيزو مصلحينوپه ډير ښه توګه په هغه زمانه کې ټولنيزه مسوليتونه سرته رسولي دى چې له باور نه اوچته خبره ده جزا ک الله! هغه مشر تابه چې ملت نه تمثيلوي او د ملت هېڅ اړخ ورسره اړيکي نه نيسي او له ملت نه بهر کار دى. د تفاهم له لاري له ملت سر جوړ نه راځي او په چل ، ظاهرى چکچک او بڼه، يا په محا فظه کا ر ډول مخ ته ځي او له ښو کارونو ېې د غلطو کارونو شميره زيات
ه وى رښتيا ! داهم مشر تابه دى؟ په تشو ستاينو او د ملت له دردونو بې خبري باندې نه مشر تابه کيږي او نه بل څه هسې د ځان تيروستل دي او په تاريخ کې د شا شجاع لقب ګټل ! اوس به راشو يوه ډله يا يو شميرهغو خلکو ته چې د مشرتابه پېښې کوى خو ددې تاريخې رسالت نه اهليت لري نه اخلاق او نه کفايت. يوه چا چې دخپل هېواد خلک وژلي وي هغه څنګه کولاى شي چه زعيم شى . استاد فضل الله رشتين ډيرو ښو خبرو ته په خپل وړانديز کې د يوه ليکوال په توګه اشاره کړې ده ، خو بيا هم يو زعيم په مجموع کې بايد دا لاندې او صاف ولري:
په خداى (ج) باندې ايمان او باور
د حلم او تواضع خاوند وي ( مصعف بن عميرداحد غزا)
د ښه تصرف خاوند
ځواکمنه اراده او اغېزه و لري
عفت او اخلاق ولري
متواضع اخلاق
د ملت هيلې پور کول او پېژندل
قرباني ورکول: حسن بن علي کرمالله وجهه د خلافت نه تيرشو
تکا مل او پر مختګ
ارسول اکرم (ص) له مدينې څخه ددفاع کولولپاره د خندق کيندلو پلان عملي کړاو خالد بن وليد د روميانو د ماتې لپاره د يرموک ځاى غوره کړ. هر مشر بايد خپل اهداف وټاکي او خپل خلک که د نړۍ په هر کنج او کنار کې وي راجلب کړي او د هر دريځ لپاره اساسي پلان ولري.
په درناوي