د پنجاب تعويذونه او د افغان حكومت ناړه!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال : عبدالحليم حلميار
پنجاب خو اوس تعويذو ته ملا تړلې او داسي ضد مرمۍ تعويذونه په افغانستان كې د افغان دولت وسله والو مخالفينو ته وركوي چې نه يې دولت او ملت ويني او نه مرمۍ تر وزي. تېره اوونۍ د كندهار په پنجوائي ولسوالۍ كې د طالبانو يوه وسله واله ډله چې د پنجاب په زرهي (مرمۍ ضد) تعويذونو سمباله وه، افغان ځواكونو ونيول. د نيول شويو كسانو سره چې په

تخريبي اعمالو كې يې لاس درلودى، يو زيات شمېر درندې او سپكې وسلې او د سړك د غاړې ماينونه هم د دولتي ځواكونو لاس ته ورغلي. نيول شويو كسانو پر خپل جرم د اعتراف تر څنګ، وويل: ((موږ ته يې په پاكستان كې تر روزنې وروسته تعويذونه راكړل او موږ ټولو ته يې وويل چې دا تعويذونه ستاسو په غاړه وي، امريكايان او د حكومت خلك تاسي نه ويني او په جنګ كې هم د دوى مرمۍ پر تاسو هيڅ تاثير نه كوي او تر تاسو پوري به نه در رسېږي.)) د نيول شوي نهه كسيزې ډلې له ټولو غړو سره د پنجاب او پنجابي ملا تعويذونه موجود وه. پاكستان سل مخه لري او د زمان په هره مقطع كې لوبې ته د ځان په ګټه نوى رنګ وركوي. د پنجاب تعويذونه په افغانستان كې نور كمزوري شوي او زاړه شوي، مخكې خو د پاكستان پنجابي مفتيانو په افغانستان كې د پاكستان د استخباراتي شبكې ټولو مريدانو ته داسي تعويذونه وركول چې د دوى په وينا، نه يې په افغانستان كې څوك د ليدلو توان لري، نه يې د وژلو، نيولو او نه يې هيڅ وخت مغرضانه دښمني، پاليسي  دوه مخى سياست، او دروغ څوك رښتيا كولاى شي، خو دا يې دوهم ځل دى چې د كياني رالېږلو وسله والو ته د پنجاب د تعويذو په بدل كې افغان حكومت داسي ناړه وركړه چې په راتلونكي كې به بيا، نور غولول شوي وسله وال هيڅ كله د پاكستان د استخباراتي شبكې له مفتيانو سره دا ونه مني چې تعويذ يې د افغانانو د ناړې په مقابل كې مؤثريت لري. دوى دې تعويذونه كوي، موږ بيا تر دوى مشران يو، پنځه زره كلن تاريخ لرو. دوى كشران دي، دوى دې خپل تعويذونه كوي، موږ به په علني ډول ناړه وركوو، وبه وينو چې څوك لوبه ګټي. د بروكسل تر درې اړخيزې ناستې وروسته چې كياني ولسمشر حامد كرزي ته د ګواښ په ډول په افغانستان كې د جګړې راروان موسم ته نغوته وكړه، درې ورځې وروسته وسله والو طالبانو د خالد بن وليد د عملياتو د پيل اعلان وكړ. خبره ډېره واضح ده چې اصلاً دا د طالبانو نه، بلكې د جنرال كياني عمليات دي چې فقط د طالبانو د حنجرې په مټ اعلان شول. د بروكسل تر درې اړخيزې غونډې درې ورځې وروسته جنرال كياني د خپلې ادعا د پخلي لپاره وسله وال طالبان وګومارل چې په افغانستان كې ژر تر ژره د عملياتو تابيا ونيسي. كه څه هم وسله وال طالبان جګړې ته تيار نه وه، خو پاكستان د تعويذو په زور مجبوره كړل چې افغانستان ته راشي او د افغان دولت په وړاندي جګړه وكړي. په كندهار كې د وسله والو طالبانو د نيول شوي نهه كسيز ګروپ غړيو يو په بل پسې د پاكستان د دوه مخي سياست څخه پرده پورته كړه، دوى وويل چې د پاكستان د حكومت له خوا په زوره جګړې ته اړايستل شوي وو. كله چې جنرال كياني د وروستي ځل لپاره په افغانستان كې عمليات ترسيم كړل، د بشري منابعو له كمښت سره مخ شو، ځكه په پاكستان كې د طالبانو ډېر كم شمېر وسله وال حاضر وو چې په افغانستان كې د جنرال كياني د بروكسل تر ګواښ وروسته، د نوموړي په امر په افغانستان كې جګړه وكړي، نو په همدې اساس د پاكستان استخباراتي شبكه او كياني اړ شول، تر څو نورې لارې چارې د پرمختګ لپاره وسنجوي، د دې كار لپاره يو ځلې بيا د پاكستان مذهبي كړۍ استخدام كړې او د خپل هيواد پر ټولو استخباراتي مفتيانو يې ږغ وكړ چې د افغانستان د جګړې د تداوم لپاره تبليغات ګړندي كړي. پنجابي مفتيان هم د پاكستان د اوامرو مطابق سمدلاسه لاس په كار شول، خو د ګوتو په شمېر كسان يې ونه موندل چې په افغانستان كې جګړه وكړي، د دې لپاره چې د جنرال كياني څرګندونې يې په موقف كې ساتلې وي، نو د پنجاب مفتيان ژر د بدلون په فكر شول او دا ځل يې د تعويذونو مېكانيزم جوړ كړ، مخكې به يې ويل په افغانستان كې جهاد وكړئ، تبليغات به يې كول چې هلته اسلام په خطر كې دى، پر افغانستان يرغل شوى، هلته ښوونځي، روغتون، پل او پلچك له منځه يوسئ، د افغانستان ښوونكى، ډاكټر، انجنير او متخصص ووژنئ، هلته خلك، قومي شخصيتونه، علماء او درانه ترور كړئ، اعدام يې كړئ، ويې ځړوئ، حلال يې كړئ او.... خو نور په دې وروستيو كې په دې ډول خبرو بريالي نه شول چې نور د افغانستان د جګړې د تداوم لپاره د ځان په ګټه لوبغاړي ومومي، نو پر تعويذونو يې راواچول، اوس د دې پر ځاى چې خلك په تبليغ تېر باسي، يو څو كاله نور يې اوس بيا په خپل فكر په تعويذونو غولوي. پنجاب د مذهب څخه د ځان د ګټو اله جوړه كړې، له دين څخه يې سنګر او سپر جوړ كړى، ټول دين يې د خپلو مفاداتو په رڼا كې تعبير او تفسير كړى، فكر نه كوم چې نور دې د پنجاب تعويذونه په افغانستان كې د پخوا په څېر مؤثريت ولري، ځكه افغان ولس اوس د سيمې د سياستونو په غرض په بشپړه توګه پوه شوى، نو په همدې اساس د پاكستان د استخباراتو شبكه، جنرال كياني او پنجاب دې افغانستان ته د خپلو تعويذونو په زور د رالېږل شويو جنګياليو د بريا تمه نه كوي، كار چې تر تعويذونو پوري ورسېدى، نو پاكستان بايد په دې وپوهېږي چې نور خپله د پاڼ او پړانګ تر منځ دى، او ددې پر ځاى چې د افغانستان د نيولو په فكر كې شي، د خپل هيواد بحراني او تر سږمو غرق نظام د بچ كېدا په فكر كې دې شي.
-------------------------
ليکوال : عبدالحليم حلميار
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه