د پان شيعه ييزم په واسطه د پان ايرانيزم موخې!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالحليم حلميار
په افغانستان كې پر پاكستان سربېره، د ايران ځانمرګي او وسله وال هم جګړه كوي. په دې وروستيو كې په نيمروز كې د تر سره شوي بريد عاملين د ايران له زاهدان څخه راغلي وو، چې د نيمروز ولايت په زرنج ښار كې يې زموږ د شپږدېرش تنو بې ګناه ولسي وګړو ژوند واخيست او په لسګونو نور يې ژوبل كړل. د نيمروز ولايت امنيتي چارواكي وايي، بريد كوونكي

ايرانيان وو او د ايران د زاهدان ښار څخه راغلي وو. په افغانستان كې پر كورني مشكل (طالب) سربېره، له افغان دولت سره ايران او پاكستان هم په مستقيم او غيرمستقيم ډول جګړه كوي. د ايران د سپاه پاسداران او د پاكستان د لشكر جنګوي ډلې، خو په افغانستان كې سيالي سره كوي. د نيمروز د زرنج ښار بريدګر په ايران كې روزل شوي وو او بيا د ايراني افغان ضد ډلو په واسطه چې مشري يې د سپاه پاسداران ډله كوي، په همكارۍ افغانستان ته رالېږل شوي وو. افغانستان د دوو ترهګرو ډلو په منځ كې يو غريب هيواد دى، چې يو پلو د پاكستان ځانمرګي او بل پلو پكې د ايران ځانمرګي هره ورځ د لسګونو افغانانو ژوند اخلي. افغان ولس هم بايد نور په افغانستان كې د جګړې د تداوم اصلي څېرې او لوبغاړي وپېژني. ايران نه يوازي په مالي توګه د افغان دولت د وسله والو مخالفينو كلك ملاتړ او لاسنيوى كوي، بلكې د پوځي وسايلو او وسايطو څخه نيولې تر روزنې او روغتيايي امكاناتو پوري د افغان دولت د مخالفينو سره مرسته كوي. د افغان دولت مخالفين د جګړې د زخميانو لپاره په ايران او پاكستان كې ځانګړي روغتونونه لري، چې تر تداوۍ وروسته بيا ځلي جګړې ته رااستول كېږي. ايران د پان شييزم په واسطه غواړي چې په افغانستان كې لكه پاكستان د مذهبي لارې خپلې ګټې خوندي كړي او د خپلو مفاداتو په لاس راوړلو په خاطر ځيني لږكي وګوماري او د جګړې ډګر تر هغه وخته چې د پان ايرانيزم او پان شييزم ګټې ساتل كېږي، تود وساتي. ايران په ټوله سيمه کي لګيا دئ، او د پان شييه يزم په واسطه پان ايرانيزم خپروي.. په مزارشريف كې د ايرانيو ډيپلوماټانو په نوم جاده، پر هرات د ايران كلتوري يرغل، په افغانستان كې د ايران د حكومت ملاتړ، د سپاه پاسداران ډلې سياسي مستقيمه لاسوهنه، د ايران د حكومت له خوا د افغان دولت د وسله والو مخالفينو سره مرسته. دا ټول د ايران د سياسي لاسوهني قراين دي. ايران وسله والو طالبانو ته څه موده وړاندي د مرګ ژوبلې د زياتېدا لپاره بې ږغه تومانچې او د لېري واټن څخه په نښه كوونكي ماشينګړي هم وركړي وو. همدا راز ايرانيو ريموټ كنټرول ماينونو هم د تېرو څو كلونو راهيسي د ډېرو ولسي وګړو ژوند واخيست. د ايران ګټې په افغانستان كې تر پاكستان هم په ځلونو خطرناكې دي، ځكه ايران د تېرو لسو كلونو راهيسي په افغانستان كې د نيوييمو كلونو حالت ته يو ځلې بيا شېبې شمېري. ايران ته په هيڅ صورت يو قوي افغانستان په خپل څنګ كې د منلو او زغملو وړ نه دى. په تېرو لسو كلونو كې څو ځلي د ايران د سپاه پاسداران ډلې غړي او ځان وژونكي په افغانستان كې ونيول شول. دا هر څه موږ افغانانو ته له خپله لاسه راپېښه ده، د يوه پلوه مو په مياشت او په اوونۍ كې ايرانيان پرته له كوم جرمه بې ګناه افغانان اعداموي او وژني او له بله پلوه بيا په غيرمستقيم ډول په افغانستان كې د جګړې اور ته لمن وهي، آن زموږ د بې ګناه ولسي وګړو جسدونه يې هم تر ډېرو لاريونونو وروسته، راوسپارل. داسي وېډيوګانې هم خپرې شوې چې ايرانيان په ډله ييز ډول بې ګناه مهاجر افغانان، او ولسي وګړي په ډېر بې رحمانه ډول پر عام سړك وژني او د وژلو څخه يې خوند اخلي، عكاسي او ننداره يې كوي. زموږ ځيني نيمه ايراني افغانان بيا په كابل كې د ايرانيو ساديستانو ورځې لمانځي، سړى حيران شي چې دا اوس كابل دى، كه تهران؟! زموږ ولس بايد د ايران او پاكستان دواړو پر ضد راپورته شي او په سوله ييزو لاريونونو لاس پوري كړي او د دواړو هيوادونو تر سرحدونو پوري د خپلو لاريونونو لړۍ وغځوي او د دواړو مغرضو هيوادونو پر ضد شعارونه وركړي. د ايران حكومت يو استبدادي، ظالم او وحشي حركت پيل كړى چې په وړاندي يې ژر تر ژره د افغان ولس انسجام په كار دى. په تېرو څو كلونو كې ايران نه يوازي په سلګونو افغانان په ايران كې چې وېډيو يې په يوټيوب كې مو جوده ده، په ډېر بې رحمانه ډول ووژل، بلكې په افغانستان كې يې هم د تعصب او ضديت ټولې حربې وكارولې. افغانانو د نړۍ ټولو استبدادي او مغرورو يرغلګرو ته درس وركړى، خو ايران او پاكستان تردې دمه يوازي د دغه درس سامعين پاته شوي او تر اوسه يې خپله د افغانيت كلكه څپېړه نه ده خوړلې. زموږ د ولس د كارنامو يې اورېدلي، خو لمس كړي يې نه دي. كه ايران د افغانستان سره يو ښه ګاونډيتوب غواړي، نور بايد خپل سياسي لاسوهنه او د افغان بې ګناه ولس پر سر تجارت بس كړي. نور بايد زموږ بې ګناه ولسي وګړي او مهاجر د مجرمينو په نامه په زندانونو كې اعدام نه كړي او كه چېري ايران نور هم دې ډول كارونو ته دوام وركړي او په افغانستان كې د جګړې د تداوم اور ته لمن ووهي، نو د افغان ولس د سخت غبرګون سره به مخامخ شي. مخكې له دې چې افغان ولس د ايران پر ضد په يو سرتاسري اقدام لاس پوري كړي، ايران دې په افغانستان كې د سولې پلوي وكړي او كه د سولې پلوي او ملاتړ نه كوي، نو افغان ولس دې نور نه ځوروي. څو ورځې مخكې به د ايران اخندانو په افغانستان كې ايران ضد لاريونونه ليدلي وي، كه ايران د افغانستان په اړه خپلې پاليسۍ ته تغير ورنه كړي او په افغانستان كې هر ډول سياسي لاسوهنه ونه دروي، نو افغان ولس به يې ډېر ژر په وړاندي داسي راوپاڅېږي او ودرېږي چې بيا به ايران په طول د خپل تاريخ کي افغان ولس، هيواد او خاورې ته د كتلو جرئت هم ونه كړي!   
--------------------------------
ليکوال : عبدالحليم حلميار
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه