د پسرلي بوټو او ښايسته ګلانو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع. شريف زاد
ګوره ستا سې خوښى، ستا سې تازه مخونه له اوښکوډکې سترګې چې اوښکي يي د ملغلرو رنګ لري په ډيره ګلالۍ څيره کي د کور ، کلي ، ښار، سيمې او د نړۍ په هرګوټ کې څومره ښا يسته او ښکلي ښکاري چې هر هسک او ټيټ غر وربا ندې خوښ او دهرې دښتې او غونډۍ هم مينه په کې تر سره کيږي. بيا د سهار په شېبو کې هر چا ته ښه راغلاست وايي او مرغان درته بې له هرډول موسيقي الاتو سندرې وايي چې نه ويد يوکلېپ لري او نه د ګوګل ېو تيوب سر ه آړيکي.


له بلې خوا هر څوک ستا په ليدو خوشا ليږي او هر ستړى زړه در باندې درمان کيږي. ستا ښا يست کې لاسي صنعت او هنر نه شته او په طبيعيت کې د شبنم، باران، نسيم ، بلبل او بورا سره مينه او روغبړ د ه. هغوى د خپل ذوق، مينې او فطرت کې ستايي او تاسو سره د کايناتو په ژبه ، دود او دستور کې رغبت کوي چې بيا دغه دود او رواج ريا نه مني او له هرډول منافقت او کرکې نه تښتي. ليرې به نه ځو تاسې وګوري چې اسمان څومره پراخ دې او څومره د انسا ناانو له چاپيريال نه لېرې موقعيت لري خو بيا هم ستاسې ښکلي مخونه هر سهار وينځي او ښکل کوي يي. دې کې شک نه شته چې ټول ژوندى شيان په تاسو وياړي او
ستاسو په پيرزوينه، لورونه، اخلاص، صداقت، او رنګونو باور لري. تاسې د ژوندا نه د هوسا خيا لونو په لړکې زمونږ د ادب او اخلاق ادبي بهيريو ه ستره برخه ياست او زمونږ ژبې ،انګړ، کلتور او فرهنګ ته بشپړه غنا ورکوي. زمونږ د ژوند هربرخه کې ستاسو ښکلا او زيبايي د الهي يو ستر نعمت دى چې په خپلو ارشاداتو کې يي په وار وار يي ستاسو په برخه کې مونږ ته يادونه کړې ده خو لږ کسان يي په ارزښت او ښکلا پوهيږي.
تاسې ته شاړې او ابادي ، له انديښنو ډکې ځمکې، دشر او خير ، جګې او ټيټي حتې هغه سيمې چې په سترو توغنديو له دې خوا او له هغې خوا ويشتل کيږي او هر دليل چې دى ،هره پلمه او بهانه چې کيږي تاسې بيا هم په خپله ښايسته فضا کې دوى ته ښه راغلاست وايي! او د هغو مننه تاسې سره ملګرې ده. د پسرلي بوټو تاسو خپل وخت پيژنۍ او د هيڅ ډول باد او بارن، له ويرې ډک توپان او د سمې او ناسمې سره بياهم خپله ښکلا ساتى او د همدې کبر جنو انسانانو، او په تير بيا د هر فرعون او ملعون سره ګذاره کوي . دا يو ستره خبره نه ده؟
تاسې ته دې سپين غر، کوه بابا، هندوکش او پامير شملې په انتطار کې دي او تا ته ددغه مظلوم هېواد کوچيا نو په دښته او غرونو کې د تورو کيږديو تور کلى جوړکړي دي . تا سې د ښار هرواټ په سرو رنګو نو ګل او ګلستان کړى دي . تا سې دهر شاعر په زړه کې د سوز او مينې سور اور بل کړى دي. تا سې د هرې ناوې دهيلو کاروان د مخه کړي دي او با الاخره تا د هر يتيم زړه کې هم لږ او ډير اثر اچولى دي نو د پسر لى بوټو دداسې يو تفسير بيان به څنګه پټ پاتې شي؟
زه پوهيږم او اوس پوه شوم چه ستا په فرهنګ کې تش ښايست نه شته او ستا دلبري او دلر بايي پيښي نه منې او يواځې په ګلتوب او ګلاليتوب پورې تړلې خبره ده خو دا مونږ يو چې ځا نونه نه پىژ نواو لاره، رانه ورکه ده او نه پوهيږو چې تر څو پورې؟............
راشه زما د انګړ، باغچې او سيمې ګل شه چې هر سهار مو په هستي د د يد ن اوبه کومه
د ګلستان سترو بو ټو او ګلا نو ښه را غلاست