ايمل نوري
د پسرلي شپې ورځې وې، شړکنده خوندور باران اورېدو، یوې او بلې خوا ته چړپ او چړوپ و، د ناوو مسته شڼا وه، د آسمان پر شنه مخ سپین ستوري تورو وریځو پوښلي وو، له شاو خوا څخه دخاورو زړه راښکوونکي یخ بوی چې باران پرې وریدلی و سپږمې په خورا مهارت سره تخڼولې، چې ټول بدن ته یې یو رنګه باکیفه خوشحالي ور بښله!
دماسختن له لمانځه او ډوډی نه وروسته هسې بهر ته راوتلی وم، ددغه عجیب او ښکلي الهي فطرت نندارې په خپلو پراخه ما فوق الخیال څپو کې ور سره په مخه کړم، کله به مې پاس کله ښکته وکتل، بیا به مې سپږمې کش کړي، داسې احساس مې کولو چې ګواکي روح مې له سره را ژوندۍ شوه.
په همدې ترڅ کې یو په یو شور ماشور ، میو او میوو، وغ او ووغ د دغه ښکلې فضا کیفیت په بله کړ، زه هم متوجه شوم چې دا څه ټکه را ولوېده؟ دا جګړه چېرته او د چا تر منځ پیل شوه؟ ښه چې متوجه شوم پوه شوم چې پېشوګانو په تپه تیاره کې تورې سره را ایستلې دي، که څه هم چې د پیشوګانو شور ماشور، میو اومیوو له یوې خوا ډېر جالب وو، خو له بلې خوا یې له هر وغ او کغ سره د سړي زړه بوټ له ځایه را ښکلو، تر ډېره پورې دغه اخ وډب چې کومه مرګ ژوبله یې نه لرله همداسې روان و.
آخر مې سودا شوه ما ویل چې دې ناولیو په کوم ځای کې سنګرونه سره نیولي، لږ وړاندې ورغلم، ما فکر کولو چې کېدای شي یوه پېشو به له سپېنې ماڼۍ نه او بله به د کابل له ارګ نه ډزې کوي، خو چې ښه ورته متوجه شوم که ګورم چې د دالان په وره کې یوه پېشو د وره یوې خوا ته او بله یې بلې خواته لاس په لستوڼي سره ناستې دي، هره یوه په نوبت سره د چيغې وار تېروي!
ما ته سخته غوصه راغله هسې مې لاس ځمکې ته کړ ما ویل بې غیرتو! ما خو فکر کولو چې تاسو یو له بل نه ډېر سره لیرې یاست، دا خو تاسې هسې د خپلو سیاسي موخو لپاره خوله په خوله ناست شور ماشور مو جوړی کړی خلک تنګوئ! دوی هم سمدستي دخرپ پر ځای ترپ غوره وګڼلو،چې څو مې اخوا کتل بیا مې ونه لېدلې چې په کومه سوړه له کلا نه ووتې!
وړمه ورځ چې د ارګ او د ارګ داصلي واکمنانو تر منځ شور ماشور شو ماته کټ مټ همغه د پېشوګانو دلفظي معرکې جعلي صحنه نېغه سترګو ته ودرېده!
ايمل نوري