مرکه : عزت الله ذکي
سوال: لومړى که خپل ځان زموږ درنو لوستونکو ته په بشپړ ډول معرفي کړئ، که څه هم ستاسو د نامه سره زيات وګړي اشنا دي؟
ځواب: زما نوم محمود مرهون دى، د ١٣٦٨ کال د سرطان د مياشتي پر دريمه د خپل نيکه ملا ولي احمد محرابي د مشر زوى حاجي اغامحمد محرابي په کور کي زېږېدلى يم.
سوال: که د خپلو زده کړو په اړه معلومات راکړى، تر اوسه مو څومره زده کړي کړي ، او په کومو ځايونو کښي؟
ځواب: ما د خپل عمر پر پنځه کلنى د کندهار ولايت د امام ابوحنيفه په مدرسه کي زده کړي پيل کړي او اته کاله په دې مدرسه کي زده کوونکى وم. کله چي د مدرسې په شپږم ټولګي کي وم، نو مي ورسره په څنګ کي په ظاهرشاهي عالي لېسه کي زده کړي پيل کړې، يو کال مي هلته زده کړي وکړې، له هغه ځايه څخه د احمدشاه بابا لېسې ته ولاړم او کله چي په کندهار کي د شاه حسين هوتک افغان ترک نړۍ واله عالي لېسه پيل سوه، نو ما هم هلته زده کړي پيل کړې او په ١٣٨٦ کال کي له نوموړي لېسې څخه فارغه او په ١٣٨٧ کال کي مي د هيواد په پلازمېنه کابل کي د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کي زده کړي پيل کړې. په ١٣٩١ کال کي له دې پوهنځي څخه فارغه سوم او اوس مهال د کابل پوهنتون د ماسټرۍ د پيلېدا پروګرام ته ورځي شمارم.
سوال: که د خپلو چاپ سويو کتابو په اړه معلومات راکړى، تر اوسه مو څومره کتابونه چاپ کړي دي؟
ځواب: تر دې دمه مي ٣١ عنوانه بېلابېل کتابونه په هيواد کي دننه او له هيواده بهر چاپ سوي دي او انشاالله په نږدې راتلونکي کي به دغه شمېر ٣٥ ته ورسېږي.
سوال: په دغو کتابو کښي ئې څو ژباړي دي او له کومو ژبو څخه او څو تحقيقاتي اثار دي؟ که په دې اړه بشپړ معلومات راکړئ؟
ځواب: په دې کتابونو کي سم نيمى يې ژباړي دي؛ دا ژباړي له انګلېسي، ترکي، اوردو، دري او څه نا څه له عربي ژبي څخه، چي ما ډېر پخوا کړي دي سته، او د څېړنيزو اثارو په اړه مي بايد ووايم چي تر دې دمه زما اته څېړنيز اثار چاپ دي او څلور نور يې تر چاپ لاندي دي. له دغو اثارو څخه د هيواد په بېلابېلو پوهنيزو مرکزونو کي د درسي او ممد درسي کتابونو په توګه کار اخيستل کېږي.
سوال: څه علت و چي نثر ته مو مخه کړه؟
ځواب: دا چي په پښتو ادب کي د نثر برخي ته ډېر لږ کار سوى وو، نو کېداى سي تر ډېره ځايه يې لامل دا وو چي ما نثر ته ملا وتړله او بله اساسي خبره دا ده چي زه تيوريکل ليکوال او څېړونکى يم، نه اماتور؛ نو په دې اساس چي ادبيات زما مسلک دى نو ما ته لازمه ښکارېده چي د دې ژبي پر تيوريک اړخ باندي کار وکړم، نو ځکه مي ډېر کار په نثر کي کړى دى.
سوال: که د نثر په اړه معلومات راکړئ، نثر څه شي ته ويل کېږي؟
ځواب: د نثر په اړه که زه معلومات درکوم، دا به نو کتابونه کتابونه ونيسي، خو د عامو لوستونکو لپاره به يوازي دونه ووايم چي نثر ټولو هغه خبرو ته ويل کېږي چي له چوکاټونو څخه خلاصي وي، يعني عامي رواني خبري په مجموعي توګه نثر دى او که چېري لغتاً دا شى دروپېژنم، نو بيا نثر په لغت کي تيت او پاشن ته وايي، چي له همدې مانا څخه يې پوهېږو چي نثر عامو او عادي خبرو ته ويل کېږي.
سوال: نثر پر څو ډوله دى، ډولونه که ئې راته تشريح کړئ؟
ځواب: نثر له بېلابېلو اړخونو وېشل کېږي: يو د تاريخي شکليت له مخي دى چي مسجع يا مقفا نثر، ساده او روان نثر او متکلف نثر او بل نثر د خپل اوسنى شکليت له مخي بيا پر درې ډوله دى، چي ساده يا مرسل نثر، هنري نثر او اولسي نثر باندي يې وېشلاى سو، نور خو نو بيا د نثر ډولونه د فورم له مخي او د محتوا له مخي دي چي هر يو يې په لسګونه ډولونه لري. د لا زياتو مالوماتو لپاره زه خپل کتاب نثر د مطالعې وړانديز کوم.
سوال: په نثر کښي څه شي ډېر مهم دي چي بايد هغه ليکوالان مدنظر ونيسي؟
ځواب: په نثر کي تر ټولو مهمه خبره د خپلي ژبي او د نثر روان والى دى، يعني ليکوال بايد د دې کوښښ ونه کړي چي په زور سره داسي کلمات او جوړښتونه رامنځ کړي چي عام لوستونکي په پوه نسي؛ تر ډېره ځايه بايد د عامو لوستونکو خيال وساتل سي او د هغو د سويې سره سم ليکنه وسي، نه دا چي ليکوال خپله فضل فروشي کوي او د خلګو يې په ليکنه زړه ور خوړين کړى وي.
سوال: په ټولنه کښي د نثر ضرورت څومره محسوسېږي؟
ځواب: په پښتو ادب کي نثري مواد ډېر کم دي او اړتيا يې ډېره زياته ده. موږ په پښتو ژبه کي په هر اړخ کي ډېرو زياتو موادو ته اړتيا لرو، مګر يوه خبره ډېره مهمه دا ده چي زما هدف دا نه دى چي خلګ دي شعر پرېږدي او نثر ته دي مخ کړي، ځکه يو ښه شاعر يو ښه ليکوال نسي کېداى او يو ښه ليکوال يو ښه شاعر نسي کېداى؛ مهمه دا ده چي نور نوي خلګ وروزل سي، تر څو د نثر په اړخ کي ښه پرېمانه کار وسي.
سوال: د پخوا په پرتله د نثر روان بهير څنګه ارزوئ؟ آيا په دې برخه کښي پرمختګ شوى، که يا؟
ځواب: له بده مرغه بايد ووايم چي د نثر رنګ د پخواني نثر په پرتله ډېر پيکه سوى دى. اوسنى نثر د پخواني نثر په پرتله ډېر مشکلات لري، اکثره خلګ د نورو ژبو تر تاثيراتو لاندي تللي او ډېر ليکوال مو د ګرامري نيمګړتياوو څخه ډک دي او د ګډوډ او بې اساسه ليکدود نيمګړتياو خو بيا د نثر رنګ بېخي زيات وربد کړى دى. زموږ خلګ اوس مهال د پردو تر منفي تقليد سخت لاندي دي، چي دا د پښتو نثر لپاره ډېر بد زيرى ځکه دى چي عام اولس د ليکوالو د ليکونو سره خپله ژبه سموي او د ژبي بنياد ته تاوان رسوي.
سوال: زموږ اوسني ځوانان د نثر لوستلو ته زيات زړه نه ښه کوي او وائي چي ليکل او لوستل ئې دواړه ډېره حوصله غواړي، تاسو په دې اړه څه واياست؟
ځواب: دا خبره تر ډېره ځايه د تکنالوژي د پرمختګ سره تړاو لري، زمانه کمپيوټري سوه، پخوا به خلګو د خپلو مشکلاتو د حل او د وخت د ښه تېرېدا په خاطر مطالعه کول، خو اوس کمپيوټر داسي يوه اله سوه چي په يو کليک باندي په زرهاوو معلومات خلګو ته وړاندي کولاى سي او د وخت د تېرېدا نه، بلکي د ضياع يو تر ټولو غټه اله هم همدا کمپيوټر دى، مګر دا ګناه د کمپيوټر نه، بلکي زموږ د اولس د کمپيوټر او ژوند د اصولو څخه د لېري پاته کېدو لامل دى.
سوال: ښه ليکوال چا ته ويلاى سو، يا په بله وينا ښه ليکوال بايد د کومو خواصو درلودونکى وي؟
ځواب: ليکوالان ښه او بد نه لري، ټول ليکوالان يو شان دي، مګر خبره د خلګو پوري اړه لري چي کوم خلګ کوم ليکوال ښه ګڼي او د هغوى له ذهنه سره سمي ليکني کوي او کوم ليکوال د هغوى د ذهن خلاف خپل کار کوي، نو دلته خبره په دې کي ده چي توپير د خلګو په ذوقونو کي دى، نه د ليکوالانو په وجودونو کي.
سوال: څنګه کولاى سو چي يو ښه نثر وکاږو؟
ځواب: زه خپل نثر تر ډېره ځايه داسي ليکم لکه څنګه چي زما مور او پلار زموږ ګاونډيانو او ملګري خبري سره کوي، يعني تر ټولو ښه نثر هغه دى چي لوستونکى يې ژر پوه کړى او ژر يې هدف ور ولېږدوى.
سوال: څنګه کولاى سو چي په ځوانانو کښي د نثر ليکلو روحيه راپيدا کړو، لاري چاري ئې څه دي؟
ځواب: که اوس درته ووايم چي دا د خداى کارونه دي، ته به وخاندې، خو خبره داسي ده چي زموږ په اولس کي تر اوسه ډېر کارونه اماتور دي، مګر زه هيله من يم چي په ډېر لنډ راتلونکي کي به د هيواد په سار اوږدو کي په ميليونو لوستي خلګ پيدا سي او لوستي خلګ کتاب ته اړتيا لري او کتاب ليکلو ته، نو دا داسي يوه لاره نه لري چي موږ ووايو چي داسي به وکړو يا داسي، خو يو کوچنى چانس سته، هغه دا چي د پوهنتون او ښوونځيو د ښوونکو لخوا په زده کوونکو باندي د مقالو او کتابو ليکل او ژباړل جبري سي، نو دا جبري کار يو وخت په سالمه سيالي بدلېږي او سالمه سيالي په يوه ډېر ستر پرمختګ باندي.
سوال: که راته وواياست چي د نثر په کوم اړخ کښي بايد زيات کار وسي، تر څو زموږ د ټولني د پرمختګ باعث وګرځي؟
ځواب: د اکاډميک نثر په اړخ کي بايد زيات کار وسي، د اکاډميک څخه مي مراد په ساينسي او ټولنيزو علومو کي د نويو نويو اثارو رامنځ ته کېدا هدف ده.
سوال: ښاغلى مرهون، ستاسو په اړه ويل کېږي چي ډېر مغرور ياست؟
ځواب: هه هه هه، زه له ډېره وخت د دې پوښتني په تمه وم چي يو څوک به يې راڅخه کوي، ما ته مي مور کله کله وايي چي ستا څهره داسي ده لکه کوپړه، مخامخ ډېره کلکه مالومېږي، مګر کله چي يې څوک وګوري د هغې منځ ډېر نرم او ډېر خوږ دى. زما مشکل همدا دى چي څهره مي لږ څه جدي او خشکه جوړه ده، کنې هغه خلګ چي زما سره ډېر نږدې پاته سوي، هغوى په دې ما ته حيران دي چي ته څونه حوصله لرې او ولي درد نه درځي.
سوال: ښاغلى مرهون، دا چي يوه بله شخصي سوال مي هم کړې وي، که د خپل ژوند په اړه مالومات راکړى؟
ځواب: زه په کابل کي اوسېږم، تر اوسه پوري لا اومه خوله هلک يم، واده ته مي لا تر اوسه فکر نه دى او دا تاسو ژورناليستان مي اخير مجبوروى چي يو چم وکم.
سوال: په اخر کښي که خپل پيغام د هيواد فرهنګپالو ته وړاندي کړئ، مهرباني به مو وي؟
ځواب: زما پيغام خپل ټول درانه اولس ته دا دى چي د وخت، خلګو او هيواد قدر دي وپېژني. زموږ خلګ همېشه په مړو پسي ژاړي او په ژوندو پسي ټيمان ټکوي، مګر که چېري موږ د هيواد پرمختګ خپله هوسايي او تل پاتي والى غواړو، نو بايد يو د بل ملا وتړو، يو بل ته تسليم سو او يو څه نيم مني هم سو، اوس خو له بده مرغه ټول من يو. هغه مشهوره ترکى متل دى، وايي: که قدر غواړې، نورو ته قدر ورکړه، نو زما هر فرهنګي ته جلا جلا دا پيغام دى چي يو د بل قدر وکړي او يو بل سره تسليم سي.
مرکه : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه