دادمحمدناوک
ستاسې په راتګ په پکتيکا کې نوې اوازې ګډې شوې، ډېرو ښه تمه لرله، ځکه ستاسې د خولې خبره وه چې زه د مېز شاته ريس نه يم.نه پوهېږم له خپلې دغې خبرې کومو سببونو وګرځولې؟
زه له خپلې ولسوالۍ نه په قياس په ټوله پکتيکا کې پوهنيز بهير له صفره هم ها خوا منفي بولم.بې حوصلې نه شئ! داومني ولسوالي د پوهنې مدير عبدالولي چې تراوسه خپله امضانه شي کولاى،ستاسې په خوښه د دغې ولسوالۍ مدير ټاکل شوى.
د اومنې په ټوله ولسوالۍ کې دوه فعاله ښوونځي شته، چې يوه د مدير صيب دوى دکلي (د سپين لېسه) او يو هم د زواکې متوسطه ښوونځى دى. که څه هم د نورو ښوونځيونتايج د پوهنې په دفترونوکې تر کابله رسېدلي، خو هلته اصلا دښوونځي خښته نه شته. که څه هم له تبليغاتي پروپاګند په ګټې تاسې هم هلته د ښوونځيو د نشتوالي پړه پرمخالفيونو ور واچوئ؛ مګر دغه دوه فعال ښوونځي هم د وسله والو طالبانو په ترلاس لاندې سيمه کې دي. چې له نيکه مرغه تراوسه نه دي تړل شوي.
مګر ستاسې مدير صيب! ستاسې د فتر ته په داسې نومونو نتايج در رسوي چې اصلا په هغه نوم ښوونځى نه شته.لکه : د ګناوې ښوونځى، د ميرات خان ښوونځى، د کړووالو ښوونځى او په زواکه کې د نجونو ښوونځى.
جالبه داده چې د زواکې د نجونو د ښوونځي نتايج آن تر وزارته پورې نږدې ترلسم ټولګي پورې رسېدلي!!!
ښاغلى ريس! تاسې فکر وکړئ په يوه لس ټولګي ښوونځي کې به ټول څومره مامورين کارکوي؟ ددغوټولو مامورينو پيسې دغه ښاغلى مدير عبدالولي په جيب منډي.په هغوسربېره دپورته يادو تش په نوم ښوونځيو د ټولو مامورينو پيسې همدغه ښاغلى او د هماغه کلي يو_يو بدمعاش مشر په جېبو منډي!!!
مدير صيب عبدالولي د معاش داخېستلو له پاره څومره ښه فورمول لري، دغه سږ کال يې د زواکې متوسطې ښوونکيو ته شپږ مياشتې معاش نه رايوست. د ده دليل داو چې دټولې ولسوالۍ پيسې په يو وار راويستل کېږي او زه ټولې ځکه نه شم رايستلى چې د له سپينه او زواکې پرته نورو ښوونځيو لا تراوسه قرار دادونه دي تېر کړي! دنوموړ موخه هماغه تش په نوم ښوونځي وو.
دى هرکال دغسې کوي،اوپه شپږمه اوومه مياشت يوبل ساده ګى کليوال پيداکړي،هغه ته ووايي چې راشه ښوونکى شه!قرارداد تېرکړه،خوپه دې دغه اوس اوس پيسې درکوم.هغه هم له خدايه همداسې مفتې پيسې غواړي،قرارداد تېرکړي،مدير يواځې ديوې مياشتې معاش هغه ته ورکړي،اودپنځو مخکينيو مياشتومعاش_چې دغه نوى ټاکل شوى پرې خبرهم نه وي_خپل جېب ته واچوي.
ريس صيب!
دغه مدير صيب لا بلا دا کوي چې د خپل کلي په لېسه کې يې دخلکو دخولو ګنډلو له پاره مشرانو،بدمعاشانو او ان موټروانانو ته قرادادونه جوړکړي،خو ځينې دوولسم فارغ هلکان وزګارګرځي!!!
ريس صيب!
په دې تمه چې نور نو د مېز له ريستوبه ريښتيا تېر شي،او دخپلو مامورينو پوښتنه وکړي.ځکه هرڅوک پکتيکا ته دپيسو دخزانې په څېرګوري،کار پکې نشته خوپيسې پکې پرېمانه پيداکولاى شي.
دادمحمدناوک