د ولسمشری ټولټاکونو ته نومانده فوزیه کوفی سره مرکه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه : احمدالله رحمانی10.10.2012

زما ویره داده چی غربی نړی به افغانستان هیر کړی
فوزیه کوفی د کال ۲۰۰۵ را پدیخوا دافغانستان په ولسی جرګه کښی د بدخشان ولایت استازی ده . هغه غواړی چی د افغانستان د ولس ژوند ور ښه کړی . فوزیه کوفی وایی : حتمی نه د چی افغانستان د همیشه لپاره غریب پاته وی . موږ کولای شو ، خپل ژوند ته تغیر ورکړو.



دالمان د« پی این اين ډی» ورځپاڼی د فوزه کوفی سره د افغانستان د اوسنی وضع په اړه مرکه کړیده چی دلته یی کټ مټ رانقلوو :

سوال : میرمن کوفي ، ته په خپله کورنی کی له  ۲۳ وروڼو اوخویندو نه ۱۹ اولاد یی . ایا تا دخپلی کورنی د ژوندانه حالت نه داسی اخیسته کړی دی چی باید د خپل حقوقو لپاره و جنګیږی ؟

جواب : بلی حتماً ، د یوی لویی کورنی په منځ کی ژوند کول دی ته مجبوره کوی ، چی له خپلو حقوقو نه دفاع وکړی . زه مجبوره وم  په خپل نجلیتوب کی خپل دریځ زما مشرانو وروڼواوخویندو ته ور ښکاره کړم .

سوال : تاسو په کال ۲۰۱۴ کی  د ولسمشری ټولټاکنو ته ځان نومولی دی . راشی چی یوه لحظه دا خوب ووینو او ووایو چی تاسو دا ټولټاکنی وګټلی . ته به څه وکړی چی په افغانستان کی لوی بدلونونه راشی ؟

جواب : ولی به خوب وینو ، زه د حقیقت خبری کوم . دوه شیان ډیر مهم دی . اول داچی د انسانانو ژوند باید ښه شی او دویم داچی افغانستان یو هیواد نه دی چی همیشه باید غریب پاته شی . زموږ هیواد د ځمکنیو خامو موادو له نقطه نظره یو بډای هیواد دی . دا اوسنی حکومت تر اوسه له هغه نه کار ندی اخیستی . موږ تر اوسه  بهرنیو مرستو ته اړ یو . موږ و یوه خپلواک صنعت ته اړتیا لرو . دا پروسه هغه وخت پلی کیدای شی چی موږ یو ښه عدلی سيستم ولرو تر څوو کولای شود خپلوسیاستوالو سره پوره حساب وکړو .

سوال : ددی مانا داده چی اداری فساد باید نه وی ، و دی هد ف ته څنګه ځان رسولای شی ؟

جواب : موږ سیاستوال باید د ادری فساد په مبارزه کی پخپله خپل ځان نورو ته مثال وګرځوو . دا کار له خپلو فامیلونو نه را شروع کیدای شی . که موږ ځان و خپل ولس ته باوری کړو ، نو دا کار بیا پر سیاست هم تأثیر کولای شی . که موږ خپل حکومت ته نظر واچوو ، ویلای شو چی په داتیرو کلونو کښی هيڅ یو کس هم محکوم شوی ندی ، که څه هم موږ د اداری فساد ډیری فقری پيژنو او بربنډه کړی موهم دی . داسی کړنو ته باید تغیر ور کړه شی .

سوال : په افغانستان کی د ښځو لپاره څه کول غواړی ؟

جواب : زما جګړه او مبارزه له همدی ځایه شروع کيږی . د افغانستان ټولنه ۵۵ سلنه ښځی تشکیلوی . او همدا ښځی دی چی راتلونکی ټولټاکنی به تعینوی . او همدغه ښځی بیا زموږ د ټولنی یوه هیره شوی برخه ده . په کال ۲۰۰۴ کی حامد کرزی په ۴۴ سلنه د ښځو له خوا وټاکل شو . حامد کرزی د همدی ښځو له برکته ټولټاکنی وګټلی ، اما هغه بیا تر ټولټاکنو وروسته دا ښځی په ډیره لنډه موده کښی بیرته هیری کړی . نن ورځ د ښځو ټولنه د طالبانو او مرسته کونکو هیوادونو تر منځ د یوی لویی جګړی سبب ګرځیدلی ده . طالبان کوښښ کوی چی هغوی نابود ی کړی او مرسته کونکی هیوادونه غواړی چی د ښځو په اړه خپلی کامیابی په ګوته کړی . زیاته موده یی نه کیږی چی په افغانستان کی د ښځو حقوقو ته لوی زیان ورسیدی . په يوه موضوع کښی یوه ښځه په عام محضر کی اعدام شوه . په هغه منطقه کښی طالبانو واک په لاس کی درلود . حاضرینو چک چکی کولی او خوشحالی یی څرګنده کړه . داسی کړنی باید زموږ په کلتور کی هیڅ ځای ونه لری .

سوال : ته څنګه کولای شی د سیاستوالی په حیث رواجونه او زاړه فکرونه له منځه یوسی ؟

جواب : دا کار ډیر وخت غواړی ، د نن څخه سباته  ټولنیز زاړه رواجونه له منځه نشی وړل کیدای .

سوال : په کال ۲۰۱۴ کی بهرنیان له افغانستان نه وزی . ته د هغوی د وتلو سره موافقه لری ؟

جواب : نه ، زه موافق نه یم . زما ویره داده چی غربی نړی به افغانستان هیر یی کړی . نړیوال ځواکونه افغانستان ته راغله چی سیاسی ثبات او امنیت تأمین کړی . نن ۱۲ کاله وروسته د افغاانستان ولس د هغه نتیجه نده لیدلی . زما پلرنی ځای بدخشان په عمومی صورت د پوره امنیت ځای بلل کیده . اوس هلته هم حالات ښه ندی . د بهرنیو وختی وتل له افغانستان نه حالات نور هم پسی خرابوی او ضعیفی حکومتی موسسی نوری هم له خطر سره مخامخ کوی .

سوال : د بهرنیو د وتلو تاریخ په کال ۲۰۱۴ کی په اقتصادی لحاظ څه مانا لری ؟

جواب : موږ پر یوه اقتصادی بحران ور روان یو . تر اوس مهال پوری د هغو پیسو په وجه چی دنظامی او انکشافی مرستو لپاره راځی ، یو څه کارونه و افغانانو ته پیدا کړی دی . د بهرنیو تر وتلو وروسته به زیاد افغانان کارونه له لاسه ورکړی . که هغوی ته یوه ښه راتلونکی ور په برخه نه شی نو بیا امکان لری چی دا کسان و جنایی او بنسټ پالونکو کړونو ته ځیر شی . زما په دوستانو کښی داسی کسان شته چی تحصیلات یی کړیدی ، ماته راځی او دکار پوښتنه کوی . زه وهر چا ته صحیحه لارښودنه نه شم کولای . له دغو کسانونه بعضی یی څو موده وروسته له طالبانو سره لیدل شوی دی .

سوال : په اخیرو وختونو کښی د افغانی نظامی کسانو له خوا پر بهرنی نظامیانو باندی بریدونه زیاد شوی دی . پدی موضوع کښی تاسی څه وایاست  ؟

جواب : دا بریدونه په زیاته اندازه هغه وخت تر سره کیږی چی ددواړه خواوو تر منځ شخصی شخړی رامنځ ته شی . علت یی دادی چی بهرنیان د کلتوری احساس سره اړیکی نلری . که بهرنی سرتیری ددی دمخه چی افغانستان ته راشی ، ښه تربیه شی ، د هغوی سره به ډیره مرسته وکړی . له بلی خوا افعانی سرتیری ژر احساساتی کیږی چی دا بیا هم د هغوی په تعلیم او تربیه پوری اړه لری . بهرنیان باید پو ه وی چی د قرآن عظیم الشان سره څنګه چلند ضروری دی  اویا ورته ویل شوی وی چی باید افغانی ښځی عکاسی نه کړی . دا هغه کارونه دی چی موږ یی په هر ټولنه کی انتظار لرو . اما بعضی بهرنیان فکر کوی چی هغوی تر نورو هوښیار دی او په هر څه پوهیږی . هغوی افغانانو ته د هیڅ په سترګه ګوری . که هغوی افغانانو ته احترام قایل شی نو داسی کړنی به بیا رامنځ ته نشی .

سوال : دحضرت محمد (ص) د سپکاوی فلم په دی ورځو کښی زیادی نا ارامی رامنځ ته کړی دی . ستا نظر د ازاد نظر او دینی احاساساتو تر منځ څنګه دی ؟

جواب : موږ په یوه نړیوال کلی کی ژوند کوو ، حقوق او مسولیتونه لرو . دازاد نظر څرګندول د مسولیت نه ډکو کړنو ته ضرورت لری بیله دی چی احساسات په راوپاروو . برعکس زه هغه بریدونه چی له دی کبله رامنځ ته شوی دی ، غندم . موږ باید کوښښ وکړو ، وداسی ګروپونو ته دداسی کړنو فرصت برابر نه کړو .

پای

«ټول افغانستان»