دولتزی
اوسنی دولت چه د آزاد بازار او د تجارت چیغی وخی تاسی لوستونکو ته یو واقیعت در وړاندی کوم، هیله ده چی په دقیقه توګه یې ولولي او قضاوت یې په خپله وکړی.
پدی وروستیو کی د چرګانو فارمونه د خارجی موسساتو او شخصی پانګوالو لخوا په افغانستان مروج او پرمختګ کړی چه له همدی درکه یو اندازه خلکو ته د کاروبار او بیروزګارو ته د کارکولو ځمینه مساعده
ه د ټولو سوداګرانو څخه زیات فارمونه لرم، او زه کولای شم چه په افغانستان کې ټولو چرګانو فارمونو ته خوراکی مواد (مرغ دانه) اماده کړم، هیله لرم چه د ننګرهار ولایت په ګمرک باندی حکم راکړی تر څو زما شرکت ته چه همراز نومیږی د چرګانو د خوراکی توکو (مرغ دانه) د واردولو یواځینی اجازه راکړی، د ننګرهار والی بی له کوم تحلیل او مشوره څخه ګل مراد ته امر ورکړ چه بغیر د ګل مراد شرکت څخه هیڅوک او حتی هیڅ شرکت نشی کولای چه افغانستان ته د چرګانو خوراکی غذا (مرغ دانه) وارد کړی) دغه ذکر شوی مکتوب د ننګرهار ګمرک ته صادریږی او د چرګانو خوراکی غذا (مرغ دانه) واردول د ګل مراد
شرکت تر انحصار لاندی راځی.
اوس هیڅوک ددی حق نلری چی افغانستان ته د چرګانو خوراکی غذا وارد کړی اوس ټول اختیار او واک د تجارتی مافیا چه لدی جمله څخه ګل مراد دی واک یې په خپل لاس کی نیولي، اوس دا کولای شی چه دغه خوراکی مواد د چرګانو لپاره که په هره بیه وی په فارمونو یې خرڅوی کوم چه یو غټ ظلم دی د چرګانو فارمدارانو باندی.
د ننګرهار ولایت د ګمرک رئیس احسان الله کاموال چه غوښتل یې دغه انحصار او زورګیری ختم کړی، پدی هکله ښاغلی ډیری هلی ځلي وکړی خو په خپلو کوششونو کې پاتی راغی، وروسته ددغی مسئله څخه چه مسلم یار چه د مشرانو جرګه رئیس دی خبر شو او حکم یې صادر کړ چه دغه قرارداد د قانون خلاف او د خلکو په تاوان دی باید فسخه شی، کله چه ګل مراد د خپل قرارداد د ردیدلو څخه خبر شو نو مسلم یار سره ولیدل او یاد آوری ورته وکړه چه زما په روزی کی خپی مه وهه او ته چی څه غواړی زه یې اجرا کولو ته اماده یم، بالآخره د میاشتی دوه میلونو افغانیو په رشوت ورکولو سره دغه قرارداد په خپل ځای پاتی شو
او تر اوسه ددغه ذکر شوی کاروبار واک د ګل مراد سره دی او دغه پروسه دوام لری.
کیدای شی دغه پورتنی ذکر شوی مکتوب د ننګرهار ولایت د والی څخه په جعل کاری لاسلیک کړی، او د والی د نوم څخه استفاده کوی، چه دغه موضوع می ستاسی حضور ته پیش کړه ترڅو تاسی ددولت د چارواکو او د ځینی زوواکو سوداګرانو لکه ګل مراد د ناخوالو څخه خبر شی او په خپله قضاوت وکړی زمونږ په سر نوشت څه لوبی روانی دی، کله چه دوی ددغه کاروبار د لاسته رواړلو لپاره په میلینونو روپی د رشوت په توګه خلکو ته ورکوی نو زور به یی حتماً د بی وزلو خلکو څخه او په خوراکی توکو کې د بیه لوړوالی منځ ته راوړی.
هیله ده چه دغه شان بی رحمه ظالمانو او د خدای (ج) د قهر څخه د نه ویرودونکو خلکو په خلاف خپل اواز پورته کړو، ترکومه به دوی د خپلو ګټو په خاطر مونږ او تاسو سره ظلمونه او ناخوالی کوی.