د ولسمشرکرزي او جان الن تر مینځ شخړه
سلام خان
د بګرام زندان، چې ټاکل شوې ده امنیتي چارې یې د دوشنبې په ورځ افغانستان ته وسپارل شي، د افغان حکومت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ په یوې جنجالي موضوع اوښتی دی ،په افغانستان کی دننه دویسا ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې افغان دولت ته د بګرام د زندا ن د موضوع په باب شک څرګند کړی دی،
چې ګنې امریکايي چارواکي به ریښتیا هم په عمل کې د بګرام زندان افغان دولت ته وسپاري؟ ، د نوموړی ور ځپا ڼی د سرمقالې په یوې برخې راغلي چې د بګرام زندان د سپارلو په اړه د شنبې په ورځ د جمهور رییس حامد کرزي او د ناټو او امريکايي ځواکونو د عمومي قومندان جان الن ترمنځ ناندرۍ تر لفظي شخړې ورسیدې ، له همدې امله جمهوري ریاست په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې د بګرام زندان په سپارلو کې له ځنډ سره کلک مخالفت وښود ، د بګرام زندان په داسې حال کې افغان حکومت ته سپارل کیږي؛ چې د څرخه پله د نظامي بلاګ زندانیانو په زندان کې د ناوړه شرایطو له امله د ځوو ور ځو راهسی د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړی دی ،ویل کیږي جنران جان الن په قهریدلې لهجه ولسمشر ته ویلي، چې د دوشنبې په ورځ به د زندان د مسولیتونو د انتقال اجازه ورنه کړي، خو کرزي په شدیده لهجه په ډاګه کړې، چې که امریکا وغواړي، یا نه ددغه زندان چارې به افغان ځواکونو ته سپارل کیږي ،یوې موثقې سرچینې کابل نیوز ته وویل، چې تر دې شخړې یو ساعت وروسته اماني لیسې ته څېرمه یو توغندی پریوت، چې په پایله کې یې د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي ، امریکا غواړي افغان حکومت ته د بګرام زندان د چارو او کنټرول تر سپارنې وروسته هم، د افرادو نیول او د زندان پر یو شمېر برڅو څار په خپل واک کې وساتي، خو افغان حکومت ددې پرېکړې سخت مخالفت کوي ،د یوه موثق خبر پر بنسټ، چې کابل نیوز ته رسېدلی، د شنبې په ورځ لس نیمې بجې افغان حکومت ته د بګرام زندان د سپارنې یا نه سپارنې پر سر د ولسمشر کرزي او په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان الن ترمنځ لفظي شخړه شوې ده ، امریکايي جنرال افغان حکومت ته د بګرام زندان له مسوولیت سپارنې په داسې حال کې انکار کړی، چې د شپږمیاشتې مخکې لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، پاید د یکشنبې په ورځ ددغه زندان ټولې چارې افغانانو ته وسپارل شي.
امریکایانو د زندان پر نه سپارلو سربېره، له لاسلیک شوي هوکړه لیک خلاف، له شپږو میاشتو راهیسې ۶۰۰ تنه افغانان نیولي او له ځانونو سره یې ساتلي دي. جنرال جان الن ولسمشر ته په غوسه ناکه لهجه ویلي، چې د دوشنبې په ورځ به د زندان د انتقال چارې ترسره نه کړي، خو حامد کرزي په ځواب کې په شدت سره ویلي، چې که امریکا وغواړي یا نه، د زندان د انتقال چارې به سل په سلو کې ترسره کیږي.ویل کیږي تر دې ناستې یو ساعت وروسته، د اماني لیسې ته څېرمه یو توغندی پریوت، چې په پایله کې یې د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي. د چارو شنونکي وايي، هرکله، چې د ولسمشر کرزي او امریکایانو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې، کابل یا د چاودنو شاهد دی او یا هم ارګ ته څېرمه توغندي پرېوتي دي ،که څه هم د کابل د تازه برید مسوولیت طالبانو پر غاړه اخستی، خو ویل کیږي د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې، چې کله د کرزي او امریکایانو ترمنځ اختلافات اوج ته ورسېدل، په ارګ کې څو توغندي پرېوتل، چې د کارپوهانو په وینا، دا پېښې ښيي، چې امریکا خپلو فرمان نه منونکو ملګرو ته په دې توګه یو ډول خبرداری ورکوي.
په تاند ویب سایټ کی د ارګ د سرچینوله قوله ویل شوی د ی چې جان الین دا ګواښ هم کړی چې که چیرته کرزی دا غوښتنه چی د دوو بلاکونو بندیان دي د امریکا په ولکه کې پاتي شي و نه مني نو دوي به له افغانستان خپل سفیر د اعتراض په توګه وباسي .پای سلام خان