د وړتیا پرته د مسولیت پر غاړه اخیستل په ګټه نه دې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
په افغانستان کې د شپې لخوا د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو بندیدل او افغان دولت ته د بګرام د زندان د مسولیت سپارل له واشنګتن سره د کابل د ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو اصلي او وارد مخکې شرط دی او دا هغه شرطونه دي چې تر دې وړاندې د تړون د لاسلیکیدو په وړاندې خنډ شوي وی دی، دنوموړی موضوع  په هکله په کابل کې د امریکې پخواني سفیر زلمي خليلزاد د
چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې افغانستان له فني پلوه د زندانونو د مسولیت پر غاړه اخیستو ته او شپنیو عملیاتو ته نه دی تیار،خو ده له طالبانو سره دسولی خبرو اترو په باب خوښی ځرګنده کړی ده،زلمي خليلزاد وځینو رسنیو ته په خپلو خبرو کی ویلی دی چی: له عملي پلوه، د وړتیا له مخې موږ ښه پوهیږو چې د وخت په تیریدو سره افغانستان یوې نيټې ته اړتیا لري ترڅو افغان ځواکونه وکولای شي دا مسولیت پر غاړه واخلي، دا د افغانستان په ګټه هم نه دی چې د یو کار وړتیا ونه لري مسولیت پر غاړه واخلي،خو په اوسني وضعیت کې د سولې لړۍ ته د دولت د وسله والو مخالفانو راکاږل د نړیوالې ټولنې او افغانستان حکومت له تر ټولوستر ماموریت شمیرل کیږي،خلیلزاد داهم ویلی دې چی: که اروپا دې پایلې ته رسیدلي وي چې افغانستان نوی د دموکراسي خواته تلی دی، او د حکومت پرمختګونه له قانون سره سم پر مخ ځي او جګړه به ودرول شي دا یوه لویه بریا ده،هغه  له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو په اړه داسې نظر لري چی: زه فکر نه کوم چې افغانستان دې تر ۲۰۱۴ کال پورې داسې یو ځای ته ورسيږي چې په ځانګړي ډول سیمه ایزې ستونزې حل کړي او له ټول هیواد څخه دفاع وکولای شي، دا یو اوږدمهال ته اړتیا لري، په دې مانا که ستونزې وي او افغانستان یې په یوازې سر سره حل نه شي کړای ښه به وي چې بهرني ځواکونه د یو وخت لپاره په افغانستان کې پاتې شي
کارپوهان په دې باور دي که کابل له واشنګتن سره د ستراتیژیک تړون لاسلیکول له لاسه ورکړي نو دا هیواد به د تاوتریخوالیو له نويو څپو سره مخ شي. او له دې تاوتریخوالیو سره به افغان ځواکونه په یواځې سره د مبارزې توان ونلري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن وړمه ورځ په داسې حال کې په افغانستان کې د امریکا له ماموریته دفاع وکړه، چې په دې هیواد کې له یوې اونۍ راهیسې د امریکایي ځواکونو په وړاندې خونړۍ مظاهرې وشوې او د دوو امریکایي سلاکارانو وژنې ډموکراتان هڅولي، چې د ولسمشر بارک اوباما پر وړاندې د اعتراض غږ اوچت کړي،د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د سنا جرګې د تدارکاتو د کمیټې استماعیه غونډې ته وویل، چې متحده ایالات د ۲۰۰۱ کال د سټمبر د یولسمې له حملو وروسته افغانستان ته له واضح اهدافو سره ولاړاو ولسمشر اوباما نن له دې هیواده د امریکا د وتلو زمینه برابره کړې ده،په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت امریکا امن کړې او هم یې د افغانستان د یوې ښې راتلونکې لپاره امکانات برابرکړي دي،کلنټن په دې ټینګار کړی دی، چې دا یو داسې ماموریت نه دی، چې د تل لپاره به دوام کوي او په راتلونکې کې به د خلکو ژوند اخلي. بلکې موږ په دواړو اهدافو امنیتي او له افغانانانو سره د یوې ښې راتلونکې جوړولو په برخوکې ډیرپرمختګونه کړي دي،هغی ویلی دی چی،په افغانستان کې موږ په خپل پوځي حضور سره وکولای شول، چې تروریستان په تیره د القاعده د مشر اسامه بن لادن په شمول د دې شبکې فعالان په خپلو خوندي ځایونو کې وځپو.  موږ دغه راز له افغانانو سره د ښې راتلونکې په برخه کې هم پرمختګ کړی دی،کلنټن وویل، دا هیڅکله هم د یوه فرد وژنه نه شي توجیه کولای، خو په دې یې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت امریکا امن کړې او هم یې د افغانستان د یوې ښې راتلونکې لپاره امکانات برابرکړي دي،د بګرام په پوځي اډه کې د قرانکریم د سوځولوپه وړاندې اعتراضونو کې چې یوه اونۍ یې دوام وکړ، تردېرشو زیات کسان وژل شوي دي دامریکا ولسمشر بارک اوباما ددغی پیښی له امله بخښنی غو ښتی او هغه یی یو غیری قصدی عمل بللی دی، ځینولوېدیځو چارواکو دچهار شنبی په ورځ په خپلو ځرګندونو کی ویلی دی  چې په بګرام کې د قرآنرکیم د نسخو د سوځېدو په اړه د افغان او ناټو د پلاوو څېړنې بشپړېدو ته نژدې شوي او په څو ورځو کې به یې لومړنۍ یا ابتدايي نتیجه اعلان شي.پای،سلام خان.