د پښتو ابېڅې په اړه وړاندیزونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
پښتو په یوه لیکبڼه
د پښتو ابېڅې په اړه وړاندیزونه
دوهمه برخه :
د تېر په ادامه :
د پښتو ابېڅې په اړه لنډمهاله وړاندیزونه :
له لنډمهاله وړاندیزونو څخه موخه دا ده د پښتو په موجوده ابېڅې کې چې له عربي ژبې مو رااخیستې، هڅه وشي چې تر کېدونکي بریده « پښتو په یوه لیکبڼه » ولیکل شي . دلته هم ټاکلې ستونزې شته ، نظر دا دی چې دا ستونزې لومړی ترهغه بریده چې شونې ده ، راټولې او یو په یو هغو لپاره حللار ولټول شي ، دلته له دغو ستونزو څخه یو څو د بېلګې پتوګه رااخلم :

د ( یا ګانو ) ستونزه :
ترڅو چې پښتو ژبه په عربي ابېڅې لیکل کیږي د ( یا ګانو ) ستونزه به ورسره د غاړې غور وي .  په عربې ابېڅې د پښتو ژبې د لیکنې په مهال د ناچارې ورځې له مخې ، پښتو کې باید د یاګانو لاندې ډولونه ومنو .
۱ ــ لنډه ( يi ,  ) : چې مخکې توری يي لنډ زېر لري لکه :
کالي ، سړي ، دوبي ، موچي ، غوړي او نور ( نومونه )
ځي ، راځي ، خوري ، اغوندي ، څښي اونور ( کړونه یا فعلونه )
۲ ــ  اوږده ( ې e  ,  ) : چې مخکې توری يي اوږد زېر لرې لکه :
ادې ، مستې ، شېدې او نور ( ښځینه نومونه )
پاڼې ، څانګې ، ونې او نور ( ښځینه ، ډېرګړي نومونه )
ځې ، خورې ، راځې او نور ( د مخامخګړي یا مخاطب فعلونه )
۳ ــ (ی ، ۍ ، y  ) : دا ډول ( یا ) چې که پښتو په لاتین ابېڅې ولیکو یوه بڼه لري او هغه بڼه يي (y  ) ده ، خو اوس چې موږ پښتو په عربي ابېڅې لیکو ، اړ یوو چې هغه په دوه بڼو ولیکو .
الېپ ــ نرمه ( ی ) : چې هیڅ ټکي نه لری . له دې ( یا ) څخه مخکې توری الیپ یا واو وي او یا مخکې توری زور لري ، لکه :
په چای ، ځای ، خدای او پای کې مخکې توری الیپ دی ،
په خوی ، بوی ، زوی ، لوی کې مخکې توری واو دی ،
او سړی ، منګی ، لرګی ، لوښی ، کالی چې ( یوګړی وي )  مخکې توری زور لري.
که پورته بېلګې په لاتین ابېڅې ولیکو لاندې بڼه به ولري aay, oy, ay ) ) . په نوموړو وییونو کې مو ( a ) د زور ( o ) د اوږد واو او ( aa ) د الېپ لپاره کارولی دی .
ب ــ زورکيواله ( ۍ ،əy ) : چې مخکې توری يي زورکی لري لکه :
ډوډۍ ، کړکۍ ، ابۍ او نور ( نومونه )
راځۍ ، خورۍ ، جوړوۍ او نور ( فعلونه )
یادونه :
ــ که ( یا ) د وییونو په پيل کې راشي یوازې یوه بڼه لري ، لکه : یو ، یوازې ، یون ، یوویشت ، یرغل او نور .
ــ که ( یا ) د یو ویي په منځ کې راشي موږ ورته یوازې دوه بڼې لرو :
الېپ : اوږده ( ې ) لکه : تېر ، ډېر ، هېر ، تېل ، بېل ، شېدې ، کېدل او نور
ب : لنډه ( ي ) لکه : څلویښت ، ویر ، ځير ، لیکل او نور
همدارنګه که زورکيواله ( ۍ ) او یا نرمه ( ی ) د یو ویي په منځ کې راشي موږ یوازې لنډه ( ي ) لیکلی شو لکه : نړیوال ، سیال ، ویل ، ځایونه ، خویونه او نور
پورته ستونزه په عربي ابېڅې کې نه شو حل کولی خو په لاتین ابېڅې کې يي حل اسان دی .
وړاندیز :
کومه ( یا ) چې په شړۍ ( شال ) او هغه چې بیا په شړۍ ( لکه مچان شړئ ، امر کړ ) کې کاریږی د ویینګ له مخي یوه او زورکيواله ( ۍ ، əy  ) ده. نو پکار نه ده چې (  شړۍ  ) کې چې نوم دی دا په ( ۍ ) سره ولیکو او په کړ ( فعل ) کې يي بیا په ( ئ ) سره ولیکو !
که دا هڅه د ( کړ ) او  ( نوم  ) د بېلوالي لپاره وي  نو بیا اړ یو چې د ( ادې ) نوم او ( راځې ) کړ، تر منځ هم د بېلتون لپاره باید د ( یا ) بڼوته بدلون ورکړو چې په ځای کار نه دی .
یا په کالي ، سړي ، دوبي ، موچي ، غوړي ( چې نومونه دي ) او په ځي ، راځي ، خوري ، اغوندي اونورو کې ( چې فعلونه دي ) یوازې لنډه ( ي ) کاریږي ، دلته هم موږ نه شو کولای د نوم لپاره جلا او د ( کړ ) لپاره هم جلا ( یا ) ولیکو .
نو وړاندیز دادی چې په داسې حال کې د دواړو ( نومونو او فعلونو ) لپاره باید  د ( یا ) یوه بڼه وکاروو او هغه زورکيواله ( ۍ ) ده چې مخکی توری يي زورکی لري . یانې داسې ولیکو :
شړۍ ، کړکۍ ، ډوډۍ ، غالۍ ، ابۍ ، څوکۍ ، ګلالۍ ( چې ټول نومونه دي )
خورۍ ، راوړۍ ، وشړۍ ، ځۍ ، کوۍ ، راځۍ ( چې ټول کړونه یا فعلونه دي )
او له دغه ( ئ ) سره چې اضافي ده ، مخه ښه وکړو .
په ټوله کې د بېواکو ( Consonant ) اوخپلواکو ( Vowel ) او په دې ډله کې د ( یاګانو ) په ګډون د تورو لیکبڼه (Graphem ) باید پر غږیز ( phonetic  ( بنسټ وشي ، نه په نورو تاویلی ماویلی بنسټونو .
په دې توګه لکۍ داره ( یا ) ، فعلي ( یا ) ، اسمي ( یا ) ، څرګنده ( یا ) ، مجهوله ( یا ) او د ( یا ) په اړه داسې نورې نومونې باید رخصت کړو .
دالیپ او مد ستونزه :
مد ( آ ) که په عربي ژبه کې لیکل کیږي د هغې ژبې په غږیز جوړښت کې شتون لري ، عربي پوه شه او چار يي . خو په پښتو وییونو لکه ( اس ، ار ) یا نورو کې که ( مد ) لیکو له پښتو ژبې څخه په زوره عربي جوړو چې له ثوابه ګنا ډېره لري . پښتو کې ځیني داسې ستونزې نورې هم شته . د پښتو ځینې نومونه په لویلاس عربي شوي لکه څاپی چې د پښتنو د يوه ستر ټبر نوم دي په صافي ليکل شوی يا اپريدی چې د پښتنو د يوه بل ټبر نوم دی په افريدي لیکل شوی . دا ډول تېروتنې او ښويدنې ډېر وخت د ملايانو لخوا شوي دي ، البته دلته په دې خبرو نه غږیږو .
د الېپ په اړه به د اوږدمهاله وړاندیزونو په برخه کې یو څه په تفصیل خبرې وشي .  
د ځ او ز ستونزه :
زیات لیکونکي او لیکوالان هغه وییونه چې د یځ په روستاړي جوړیږي ، څو بڼې ( یز ، ایز ، ز ، یځ ، ځ  ) کاروي چې زه خپله هم دا کار له ناچارې ورځې همدغه شان کوم . د بېلګې پتوګه :
ختیځ ، لوېدیځ  ، دریځ او نور په ( ځ ) لیکو خو وړاندیز ، بنسټيز ، بندیز او داسې نور بیا په ( ز) لیکو ، داچې ولې داسې لیکو ایا داسې رنګارنګ لیکبڼې ته موږ کوم دلیل او څرګندونه لرو ، څوک پرې خبر نه دي !   
لاندې يي یو څو بېلګې نورې هم رااخلم :
لومړۍ بېلګه : چې د تړښتې وییوکي ( ترکیبي کلمه ) مختړګه له کړنومونو ( مصدرونو ) څخه وي ، لکه :
له ختل څخه ختیځ        له لوېدل څخه لوېدیځ
له درېدل څخه دریځ        له بندول څخه بندیځ او نور
دوهمه بېلګه : چې د تړښتې وییوکې مختړګه له نوم څخه وي لکه :
له غر څخه غریځ        له سر څخه سریځ
له کار څخه کاریځ        له خنډ څخه خنډيځ او نور
دریمه بېلګه :    چې د تړښتې وییوکې مختړګه له ستاینوم ( صفت ) څخه وي لکه :
له ځنډ څخه ځنډيځ        له لنډ څخه لنډيځ
له خوندي څخه خوندیځ ( ارشیف )    له دروند څخه درنیځ او نور
څلورمه بېلګه : چې د تړښتې وییوکې مختړګه کړول ( قید ) وي لکه :
له څنګ څخه څنګیځ        له اړخ څخه اړخیځ
له وړاندې څخه وړاندیځ        له پرون څخه پرونیځ او نور
او ډېرې داسې نورې بېلګې لکه : ډاګیځ ، پیلیځ ، پایلیز ، څلوریزه ( رباعي ) ، خوښیزه ، دودیزه ، ستونځ ، شنیځ ( شننه ) ، ښادیزه ، غمیزه ، کلیز ( جنتري ) ، کلیزه ( سلګرد ) ، لنډيځ ، لیدیځ ( نظر ) ، ودیزه ، ویاړیزه ، اړخیز ، اړیز ، بندیز ، بېلیز ، پرګنیز ، پیلیز ، تړیځ ، ځنډیز ، خنډیز ، څنډيز ، څنګیز ، درنیځ ، دریځ ، ریښه یز ، ښوونیز ، کریز ، ګڼيځ ، لمریځ ، لمنيځ ، مونډیز ، وړاندیز ، ولسیز ، یرغلیز ، پاکیزه ، ټولیزه ، درنیزه ، رښیزه ، سریزه ، غریزه ، لنډیزه ، واریزه ، وښیزه ، ولسیزه ، یادیزه او نور
د داسې بېلګو له یادونې څخه موخه دا ده چې دې ټولو ته باید یوه لیکبڼه وکاروو .کله چې د لیکبڼې دا ډول ګڼه ګوڼه ، نوي لیکونکي او یا بهرنیان ګوري ، تبه يي نیسي او اریان پاتیږي چې دا ستونزه به څنګه حل شي .
دلته هم زما وړاندیز دا دی چې دې ټولو ته د ( ځ ، یځ ، ځه ، یځه ) بڼه وکاروو او په همدې خبره يي لنډه او راغوڅه کړو .
البته دا لړۍ خورا اوږده ده ، دلته مې یوازې څو بېلګې د یادونې لپاره راواخیستې .
د ( ځ ) په اړه لیکونکي نورې ستونزې هم لري چې دلته له دې برخې هم دوه ـ درې بېلګې رااخلم :
هغه کړنومونه ( مصدرونه ) چې په ( وتل ) بشپړیږي لکه ( ننوتل ، پرېوتل ، کېوتل ، لاندې وتل ، جاروتل ، وتل ، الوتل ، پورېوتل ، هېروتل ، تېروتل ، ختاوتل ، راوتل ، ښکېلوتل ، وروتل او نور )
له دې کړنومونو څخه د وسمهال کړ ، امرکړ او د وسترمهال کړ په جوړښت کې لږ بدلون پېښيږي او ( ت ) توری يي په ( ځ ) اوړي لکه :
هلک پورېوځي ( اوسمهالکړ ) ،
هلکه پورېوځه ! ( امرکړ )،
هلک به پورېوځي ( وسترمهالکړ ).
همداسې د نورو کړنومونو اوړون هم درواخله .  په داسې حالاتو کې ( ځ ) لیکل پکار دي .
د تلل او راتلل کړنوم هم تر دې قاعدې لاندې راځي .
البته ختل او کتل ، کړنومونه له دې قاعدې څخه بېل دي .  
همدارنګه د ( ځ ) توري د لیکلو لپاره ځيني نور ځایونه هم شته چې هلته باید یوازې ( ځ ) توری وکارول شي ، د بېلګې پتوګه :
ځان ، ځنګل ، ځناور ، ځار ، ځمکه چیري چې پاړسووالا يی په ( جان ، جنګل ، جناور ، جار ، زمین ) لیکي په ( ځ ) لیکل پکار دي . که ځما او ځموږ هم پرې ولیکل شي بده خبره به نه وي او داسې نور .
د س او څ ستونزه :
بلخوا د پښتو ژبې نویو زده کوونکو او بهرنیانو ته ګرانه ده ، پوه شي چې کومو وییونو کې ( س ) ولیکي او کومو نورو کې بیا ( څ ) ولیکي . دلته هم که کوم عمومي اصول روښانه شي ګټوره به وي  د وړاندیز پتوګه ، هغه وییونه چې د پښتو خپل دي په ( څ ) ولیکل شي او هغه وییونه چې شریک دي په ( س ) ولیکل شي ، د حل یوه لار ګڼل کېدای شي .
البته نورې ستونزې هم شته لکه د تړښتو وییونو ( ترکیبي لغتونو ) د ترکیب لیکبڼه ، د بېلګې پتوګه :
کابلښار ولیکو ،
که کابل ښار .
د حل لار ولیکو ،
که حللار .
دلته موخه دا ده چې تړښتې وییونه ، چیرته جلا ولیکو او په کومو حالتونو کې يي ګډ ولیکو . په دې اړه باید څو عمومي ارونه او قواعد روښانه شي او د ټولو د خبرتیا لپاره د دوی په واک کې ورکړل شي . نورې بېلګې هم شته چې مخکې ورته اشاره وشوه . نظر دا دی چې دا ستونزې باید راټولې شي او د پښتوسمون د واکمنې ټولنې لخوا ( پښتو په یوه لیکبڼه ) په موخه ورته حللار پیداشي .
ادامه لري .
د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ ۲۱ مه
سرلوڅ مرادزی