د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند اعلامیه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
جرمنی 8 جنوری 2012
د یو شمیر خبري رسنیو څخه مو خبر تر لاسه کړ چې  د ۲۰۱۲ ع کال د جنورئ په ۹مه او۱۰مه نیټه  د جرمني دحکومت په کوربه توب د برلین په ښار کی   په اسېین انستیتوت کی د«افغانستان، ۲۰۱۴، فرصتونه او ستونزې» تر سرلیک لاندی  له ځینی لوړ پوړو  امریکائي چارواکو  سره دافغانستان د  غیرپښتنو ګوندونو د مشرانو غونډه جوړیږی چی د نا تائید شوو خبرونو له مخی د افغانستان په ویش به خبری  اتری کوی.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند  Pashtoon Social Democratic Party(PSDP) چی د پښتنو رسالت ورپغاړه دی او یوازینی ګوند دی چې د پښتنو د حقوقو ریښتینی استازیتوب کوی د المان حکومت او ددی غونډی  جوړونکوو  ته په ډاګه کوی چی افغانستان د ورونو قومونوګډ کور دى او پښتون  قام چی په سلو کی٪ ۷۵  د افغانستان نفوس جوړوی ، په سيمه کې يو ستر ځواک دى ، سيمى ته ثبات او امنيت بخښى.
زمونږ په اند  په افغانستان او سیمه کی په غير د پښتنود یووالی  اوسوکالئ څخه امن او ټیکاو نه شى راتلای، د پښتنو ټولنيز ولسوګوند دداسی غونډو جوړیدل چی د افغانستان ډیرکی ولس  (پښتون) استازیتوب پکی نه وی   په افغانستان کی د میشتو ټولو ورورنو قومونو په زیان ګڼی او په کلکه ئی  غندی. مونږ یو ځل بیا په ګاونډیو ،سیمه ایزو او نړیوالو قوتونو غږ کوو چی د پښتنو حقوقو ته په درناوی سره په افغانستان کی د ملی یووالی ملاتړ وکړی.
دغه راز مونږ د افغانستان په اوسني حکومت کی د هغه پښتنو څخه چې د پښتنو د حق تر نامه لاندى د پښتنو برخه خوری او په دولتى کورسیو ناست دى په کلکه غوښتنه کوو چې د پښتنو د حقوقو دفاع وکړى او پټه خوله پاتی نه شی .
په درناوی
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

خپرونکی: د PSDP  دخپرونو څانګه