د پښتنو دیووالی دورځی غونډه وځنډول شوه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
درنو هیوادوالو!
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند تاسوته په درناوی خبر درکوی چی د پښتنو د یووالی د ورځی  غونډه چی ټاکل شوی وه په 10 ډسمبر 2011 نیټه د خالی (شنبی) په ورځ  دجرمني دلیورکوزن په ښار کی جوړه شی، په هال کی د تخنیکي ستونزو له امله  وځنډول شوه.

د هال د ادارې د مسئولینو له خوا په ناڅاپي توګه زمونږ سره اړیکه ونیول شوه او په هال کی ئی ځینی تخنیکی ستونزی  چې تازه راپیدا شوي وي مونږ ته راپه ګوته  کړې،نو ددغه  ستونزو په وجه داغونډه وځنډول  شوه.
له تاسی درنو څخه د غونډی د ځنډیدو د بخښنې هیله لرو.
د پښتنو د یووالی دورځی دنمانځغونډي نوی نیټه او وخت به وروسته تاسی ته په ډاګه شی
په درناوی
عزیز سرشار د ګوند دخپرونوچارو مشر