د پرتمینی غونډی خبرتیا

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
په هیواد او خپلواکۍ مینو افغانانو
زموږ په ګران هیواد افغانستان کی د جګړی ناورین او د هغه ناپایه غمیزو زموږ میړنی او باتور ولس د زړه بوږنوونکی ګواښ او ورکاوی سره مخامخ کړی دی د هیواد په ګوټ ګوټ کی د کرغیړنی جګړی د اور مدحشو لمبو زموږ د افغانانو په تیره بیا د لرو او برو پښتنو کورنی
د ویر په ماتم کینولی دی د دغو بشری ضد او افغانی ضد ناتار او روان کړکیچن حالت د څیړنی او جاج اخیستنی په منظور د جرمنی په هیواد کی یوه درنه غونډه په پام کی نیول شوی ده او په دغه پرتمینه ناسته کی د نیشنل عوامی پارټی مشر ښاغلی اسفندیار ولی خان ګډون کوی او د خپلی سیاسی او تاریخی وینا په ترڅ کی سیمه ییز او نړیوال حالات څیړی.
هیله ده چی په خپل درنه ګډون سره دا غونډه لا پرتمینه او ښکلی کړی
.
پته او نیټه

د ۲۰۱۱ کال د جولای د میاشتی ۲۳ نیټه د مازدیګر ۴ بجی

SalzschlirferStraße 15
60386 Frankfurt am Main,
Germany

میرویس اکبري