د پلار کېدو لپاره تیار اوسه! (دريمه او وروستۍ برخه)

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفیع الله ستانکزی

د ماشوم له زېږېدا څو اونۍ وروسته نويو نويو کارونو او کړنو ته اړتيا پيداکېږي، چې دلته به يې په ځينو بحث وکړو:
د اړتياوو پوره کول:
له دوه مياشتنۍ وروسته ښايي ماشوم د خوب لپاره مشخص ساعتونه يا وختونه ولري او د زېږېدا له مهال رادېخوا به ستاسې ستړيا هم څه ناڅه پای ومومي او تاسې د خپل خوب لپاره هم

مشخص مهالوېش جوړولای شئ. پام مو وي، چې له شپږ مياشتنۍ وروسته د ماشوم لپاره مرستندويه غذايي مواد ورکول هم اړينه چاره ده او دا چار يوازې د مور مسؤليت نه بلکې د پلرونو مسؤليت هم دی.
هره ورځ تاسې ته له خپل ماشوم سره د اړيکو د جوړولو لپاره يو نوی فرصت يا چانس پيدا کېږي او تاسې کولای شئ، چې له خپل ماشوم سره له خوښۍ ډکې شېبې ولرئ. تاسې بايد زيار وباسئ، چې د خپل ماشوم لپاره ښه پلار واوسئ او د هغه د ودې په بهير کې له خپلې مېرمنې سره رغنده او وړ رول ولوبوئ. خپل ماشوم ته کافي وخت ورکړئ او يوازې د ورځنيو کارونو په لټه کې مه اوسئ، ځکه چې همدا اولاد دی، چې تاسې يې د راتلونکي د ښه کېدا په پار هلې ځلې کوئ، خو ګورئ، چې د ماشوم راتلونکی او ستاسې خوښي يوازې پورې تړلې نه ده.  ستاسې ماشوم ستاسې په څو مينه ناکو جملو بسنه نه کوي، بلکې تاسې باید ورته کافي وخت ورکړئ او له هغه سره خبرې وکړئ هغه په غېږ کې واخلئ او هرڅومره چې کېږي د خپلونورو کارونو ترڅنګ خپل ډېر وخت هغه ته ځانګړی کړئ.
انډول ساتل:
د خپلو ورځنيو کارونو د ترسره کولو سره سره د ماشوم د روزنې لپاره د وخت په برابرولو کې له انډول څخه کار واخلئ – داسې مه کوئ، چې خپل ډېری وخت کار يا نورو بوختياوو ته ورکړئ، تاسې بايد دا احساس وکړئ، چې خدای تعالی تاسې ته ماشوم هم درکړی دی او د هغه د سالمې روزنې مسؤل تاسې ياست. په ياد ولرئ، چې ماشوم ستاسې له ورځينو کارونو او بوختياوو سره ځان نه شي عيارولی، دا تاسې یاست، چې بايد د ماشوم سره ځان عيار کړئ.
تاسې بايد خپل وخت د ماشوم په واک کې ورکړئ او له هغه سره څومره چې کولای شئ ښه او مينه ناک چلند وکړئ، داسې نه چې تاسې په دفتر کې ستړي شوي ياست او يا مو له چا سره شخړه شوې ده او يا مو هم د ماشوم له مور سره په کومې موضوع اختلاف راغلی دی، نو تاسې بايد خپله غوسه هغه ته ونه ښاياست، بلکې له ماشوم سره هره شېبه بايد مينه ناکه او ښکلې وي.
لمس او فزيکي اړيکې:
د ماشوم سره د لوبو کولو لپاره داسې کوم مشخص مقررات او قواعد شتون نه لري، خو په ټوليز دول داسې اصول شته دي، چې په پام کې نيولو سره يې هم تاسې او هم ماشوم له لوبې کولو خوند اخيستلی شئ.
د لمس او فزیکي اړيکو اهميت:
موږ ټول دا خوښوو، چې په غېږ کې ونيول شو او هم ونازول شو، دا کار يو له هغه لارو چارو هم دی، چې وکولای شو د اړيکو د جوړولو لپاره يې هم وکاروو، دا کارونه د ماشوم سره د اړيکې د جوړېدا په پار ډېر اغېزمن ثابتېدای شي، ځکه چې هغه لا نورې ارتباطي لارې چارې نه دي تجربه کړي.
د لوبو سامان:
د ماشوم لپاره د لوبو سامان ډېر اړين دی، پروا نه کوي، که دا سامانونه ټيټ بيې هم وي او يا هم په کور کې د درلودل شويو توکو د ماشوم لپاره د لوبو سامان ورنه جوړ کړو، دا به هم د  ماشوم لپاره هماغومره جذاب وي لکه څنګه چې لوړ بيې توکي دي.
ذهني تصورونه:
خپلو ماشومانو ته دا زمينه برابره کړئ، چې خپل ذهني تصورونه له تاسې سره شريک کړي او يا يې هم په اړه فکر وکړي. ماشومان د لوبو له لارې له نړۍ سره اشنا کېږي او هغه پېژني؛ نو پرېږدئ، چې د هرې لوبې او هر شي په اړه فکر وکړي او له تاسې سره يې شريک کړي، خو پام مو وي، چې په رټلو يې ځواب نه کړئ بلکې د هڅولو ترڅنګ يې په ډېره مينه ورځواب کړئ او د راتلونکي لپاره يې هيله مند لوی کړئ. يوه خبره يادول اړين بولم، چې همدا لوبې او خبرې اترې دي، چې ماشوم کولای شي له لارې يې له نورو سره اړيکې ټينګې کړي.
مخامخ اړيکې:
خپلې لوبې داسې طرحه کړئ، چې له خپل ماشوم سره مخامخ اوسئ او په عامه اصطلاح سترګې په سترګو اوسئ. همدا تر ټولو آسانه او ښه لار ده، چې خپل ماشوم ته مينه او نور معلومات ولېږدوو.
له هيجانه ډکې لوبې:
څومره چې کولای شئ له خپل ماشوم سره په لوبو کې خبرې اترې هم ډېرې وکړئ هغه په عامه اصطلاح ښه غالمغال ورسره جوړ کړئ، له دې لارې پلرونه کولای شي، چې د خپل ماشوم په جسماني روزنه کې هم ښه ونډه واخلي او د ښو اړيکو لرلو لپاره همدا غالمغالي لوبې ډېرې مرستندويه دي.

له ټولو فرصتونو ګټنه:

کېدای شي، ځينې وړې چارې هم د یوه ماشوم په ژوند کې د ډېرو خوښيو زېږوونکې وي، خو موږ ته به هغه وړه چاره ښکاري. ښايي یوازې ډېر لنډ ځای ته په موټر کې د ماشوم بوول هغه ته ډېره خوښي ور په برخه کړي او همدارنګه پارک ته تلل خو به هغه ته د خندېدلو او ښادي کولو يوه ښه زمينه برابره کړي. سوپر مارکېټ يا هټۍ ته تګ د ماشوم په تفريحي شېبو کې وشمارل شي.

د ماشوم د خوشاله ساتلو لپاره دومره مخکې جوړ شوي پلان ته اړتيا نشته او هر وخت چې تاسې وغواړﺉ، هغه چکر ته بوځی، همدغه تر ټولو ښه وخت دی، چې هغه خوښ وساتئ، تاسې کولای شﺉ د هرې اونۍ په پای کې هغه ته خپل لږ وخت ورکړﺉ او له ځان سره یې لنډ ځای ته چکر ته بوځﺉ، که دا کار هم نه شﺉ کولای نو د مثبت فکر کولو او نوښتګر اوسېدو هڅه خو هرو مرو وکړﺉ. سهارمهالې خپل ځان یوازې د ټلويزون په ننداره کولو، راډيو اورېدلو او يا هم چای څښلو مه بوختوﺉ، بلکې په ناڅاپي توګه خپل ماشوم ته هم یوه مړۍ ډودۍ ورکړﺉ او په همدې وخت کې هغه ته د چای څښلو اداب او په پيل کې د بسم الله ویلو او تر ډوډۍ خوړلو وروسته د دعا ویلو درسونه هم ورکړﺉ.
کوښښ وکړﺉ، چې د رخصتۍ په ورځ داسې نه چې خپله ټوله ورځ په خوب کې تېره کړﺉ، بلکې خپل ماشوم ته هم ځانګړی وخت ورکړﺉ، ځکه چې تاسې نه پوهېږﺉ، ستاسې د اولاد ماشتوب څومره ژر تېرېدونکی دی او بیا به درنه وخت تېر وي او لاسونه به ورپسې مروړې، خو وخت به بیا نه تکرارېږي. که دا پورتني کارونه تاسې ته ډېر واړه ښکاری، خو تاسې يې وازمويﺉ، هیله مند یم، چې د خپل اولاد د راتلونکي په پار به مو ډېر څه کړې وي.

د ماشوم د خوب وخت
له اوو – اتو اونیو وروسته ماشوم معمولاً ځانته د خوب منظم حالت رامنځ ته کوي، تاسې بايد پوه شئ، چې د شپې مهال د ماشوم ویده کېدنه معمولاً له اوو تر اتو بجو څخه پيلېږي، چې د خوب په منظمېدو کې د مور او پلار ونډه بايد هېره نه شي، ترڅو وکولای شو، د ماشوم خوب منظم کړو – البته تر اتو اونيو وروسته د ماشوم د شپې مهال د خوب پيل له اوو یا اتو بجو پيلېږي، چې معمولاً په دې اوسنۍ بوخته نړۍ کې او په تېره د کابل په دې بوخت ماحول کې پلرونه معمولاً اوه یا اته بجې کور ته راځي، موږ بايد په دې وخت کې په ارامه خپلې کوټې ته داخل شو او د هغه د خوب مزاحم نه شو او همدارنګه که وختي تللي ياست نو له خپلې مېرمنې سره د هغه په ويدولو کې مرسته وکړه، ځکه چې زموږ ټولنه کې دا کار ځينو ته شرم ښکاري، خو په دې نه دي، خبر چې په دې کار کې څومره لذت او ښېرازي ده.

که نور اولادونه هم لرﺉ:
د ماشوم له سترېدو سره سره تاسې او يا ستاسې مېرمن باید هڅه وکړﺉ، چې مينه، عواطف او خپله پاملرنه د ټولو ماشوم ترمنځ په مساويانه ډول ووېشئ - په لومړيو وختونو کې ښايي د مور او پلار پاملرنه نوي زېږدي ماشوم ته ډېره وي او د مور خو به د پلار په پرتله ځکه ډېره وي، چې هغه به شيدې ورکوي او نورې اړتياوې به یې ور پوره کوي؛ نو په داسې حالتونو کې پلرونه بايد د نورو ماشومانو په اړه ډېر مهم رول ولوبوي، هغه ځکه چې ډېری ماشوم د رخې احساس کوي، هغه وخت چې مور او پلار نوي زېږدي ماشوم ته ډېره پاملرنه کوي او ده ته نه، پلار بايد خپلو اولادونو ته دومره مینه ورکړي، چې هغه د کمي احساس ونه کړي او نه هم د نوي زېږدي ماشوم سره ضد پيدا کړي. دا طبعي ده، چې په دې وخت کې به اولادونه بېرته د ماشومتوب هيله کوي، ځکه چې ټول به ورته متوجه وي او پاملرنه به یې د مور او پلار په غاړه وي او مينه ښيي، چې بېرته د مور غېږې ته ولوېږي او حتا د مور شيدې خوړل پيل کړي، تاسې بايد مخکې له مخکې د نورو اولادونو دې ډول کارونو ته تيار اوسئ، که څه هم دا کارونه به یې کومه ستونزه راولاړه نه کړي خو بيا هم مخکې له مخکې پوهېدنه ښه ده. په داسې وختونو کې به له تاسې سره وخت کم وي او نه به شئ کولای چې د نورو ماشومانو سره چکر ووهئ، خو تاسې بايد خپلو مشرانو اولادونو ته هم وخت ورکړﺉ او د کورنيو مسايلو په اړه له هغوی پوښتنه کوﺉ، له هغوی نظر غواړﺉ او د نوي زېږدي ماشوم په اړه ورسره خبرې وکړﺉ، چې دا ماشوم لږ ستر شي؛ نو څومره د خوښۍ شېبې تاسې ورسره ولرﺉ او داسې نور، چې د نورو اولادونو مينه هم له ځانه سره وساتئ، هسې نه خدای مه کړه د نوي زېږدي ماشوم په زېږېدو سره د نورو ماشومانو مینه له لاسه ورکړﺉ او د هغوی په روزنه کې نيمګړتيا راشي.

د ماشوم د ويده کېدو په پار ښې لارې چارې:
۱- خپل خوب ځای ته تلل او ويده کېدل بايد په تدريجي دول وي، نه يو دمي. تل بايد د خوب لپاره د څراغ تر مړه کولو دمخه ځينې کارونه هېر نه کړﺉ، ماشوم په غېږ کې نيول، له هغه سره کيسې کول، ښکلول او مينه ورکول په پام کې ونیسﺉ، همدا اوږده تشريفات هغه ته د ښه خوب زمينه برابروي او د خوب لپاره د تياريو وروستی کار بايد د مور شيدې ورکول وي او له هغه سره به ماشوم په ډېرې آرامۍ ويده شي. شيدې ورکول خو به تر يوه معين وخته وي، خو د خوب د تيارۍ په پار دا نور کارونه بايد همداسې تطبیق شي.
۲- خپل ټول حسونه په بشپړه توګه د ماشوم د ويده کولو په برخه کې په کار واچوﺉ او داسې نه چې تاسې ورسره چل وکړﺉ، يانې چې هغه ويده کوﺉ او بیا تاسې د نورو دفتري يا نادفتري کارونو د ترسره کولو په موخه ورنه بېلېږﺉ، تاسې به په داسې حال کې د هغه د نه ويده کېدو ټينګار وګورﺉ او یا احساس کړﺉ، هغوی نه غواړي، چې تاسې یې له څنګه لرې شﺉ او د خوب لپاره د تياري کارونه بايد داسې ترسره کړﺉ، چې تاسې هم ورسره په ارامۍ خوب وکړﺉ.
۳- کوښښ وکړﺉ، چې د ژوند ټولې چارې په منظم ډول ترسره کړﺉ او که کوم نوی بدلون مو ژوند کې راوستل غواړﺉ؛ نو په تدريجي ډول یې راولئ. په ډېر ډاډه زړه ويده شئاو همدا ډاډه توب به له ماشوم سره د ښه خوب کولو په برخه کې مرسته وکړي.