د پاکستان د تيري په اړه د طالبانو چوپتيا د څه لپاره؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ليکوال عبد الرحمن ابراهيم خيل
تقريبا شپږمه اونۍ په پوره کېدو ده چې د پاکستان لخوا زمونږ د ګران هيواد پر حريم راګټي بريدونه پيل شوي دي, پدې لړ کې تراوسه د کونړ او ننګرهار په سرحدي سيمو باندې په سلهاوو راکټونه توغول شوي چې له امله يې په لسګونو هيوادوال شهيدان او زخميان شوي او یو شمیر نور د کورونو پريښودلو ته اړ شوي دي.

د کابل بلواک دولت سره لدې چې د ځمکې پر مخ پاکستان خپل يواځينى دښمن معرفي کوي پدې هکله يې تر اوسه کوم د پام وړ غوڅ او پریکنده غبرګون ندی څرګند کړی بلکې کرزي خو په خپل وروستي بیان کې پاکستان ته نور زړه هم ورکړ چې ویې ویل: زه به هيڅکله خپلو ځواکونو ته پاکستان باندې د حملې کولو اجازه ورنکړم!!!!!!!!!
پدې هکله د کابل د پارلمان شرميدلو غړو هم یوه خندوونکي او ژړونکې ننداره نړې ته وړاندې کړه او افغانان یې لا په سپکو سپک کړل، پداسې حساس وخت کې او د داسې حساسې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې کې يې د ګودر په غاړه د نجونو تر منځ د اخ او ډب، یو بل ته د سپکو او سپورو ویلو يادونه تازه کړل.
بلې خواته په وطن کې پرتو نيواکګرو نړيوالو ځواګونو هم پدې هکله کامله چوپتيا اختيار کړې، سره لدې چې د داسې تيريو په وړاندې له افغانستان څخه دفاع د جنرال رحيم وردګ له خولې د دوى له اساسي دندو څخه شميرل کيږي.
دا چې د پاکستان د دې بريدونو تر شا کومې موخې پرتې دي پدې هکله ډيرى شنونکي پدې اند دي چې دا د امريکا لخوا د پاکستان او کابل له حاکمانو سره په ګډه يوه جوړه شوې توطيه ده د دې لپاره چې افغانانو ته د ګاونډيانو په وړاندې د دوي کمزورى حالت ور په ګوته کړي تر څو په افغانستان کې د امريکا له دايمي شتون سره له مخالفت كولو څخه لاس واخلي، د دې خبرې د اثبات لپاره ځينې دلايل په لاندې ډول دي:
1- د پاکستان او امريکا ترمنځ ترينګلي حالت ته په کتلو او په افغانستان کې د امريکا په شمول د څلويښتو ملکونو د ځواکونو شتون په پام کې نيولو سره پاکستان د امريکا له قوماندې پرته هيڅکله د داسې ښکاره يرغل جر‌ئت نشي کولى.
2- په کابل کې د امريکا د لاسپوڅې دولت لخوا سوړ عکس العمل او د کوم عملي اقدام نه کول، پداسې حال کې چې د دې بدنامه دولت په ترکيب کې اکثريت داسې خلک دي چې ټول عمر يې له پاکستان سره د دښمنۍ او جنګ ډنډورې غږولې لکه پخوانيو کمونستانو، د نظار د شورى لاپوګانو، او د مزاري مريدانو چې له کلونو راهيسې ځینې ناخبره خلک له طالبانو سره پدې بانه جنګوي چې ګواګې طالبان په پټه د پاکستان لپاره کار کوي خو اوس چې پاکستان په ښکاره ډول يرغل کړى، د دوى چپ پاتې کيدل د دې ښکارندويي کوي چې د دې حملو تر شا نورې دسيسې دي.
3- په کابل کې جنرال وردګ او په سيمه کې جنرال امين الله امرخيل له ناټو څخه د غبرګون نه ښودلو له کبله د ګيلې ګولو په ترڅ کې خپله کمزورتيا ښکاره کړه او داسې څرګندونې يې وكړې چې ګواګې دوى د ناټو له همکارۍ پرته د داسې حملو مخنيوى نشي کولاى.
د دې ټولو خبرو په نظر کې نيولو سره د امريکا لخوا د دې توطيې پلان داسې اټکل کولى شو:
امريکا له يوې خوا خپل يوه غلام پاکستان ته د تيري کولو حکم کړى دى او بل لوري ته يې په کابل کې خپلو غلامانو او لاسپوڅو ته د عملي غبرګون نه ښودلو ويلي دي او په عين حال کې يې په کابل کې د فاع وزير او په سيمه کې تر ټولو مشر قوماندان جنرال امرخيل ته د داسې خبرو کولو دنده ورسپارلې ده چې پکې خپله کمزورتيا او ناټو ته اړتيا څرګنده کړي، د دوی په اند د دې ټولو هلو ځلو په پایله کې به افغانان پخپله امریکا ته منت زارۍ پیل کړی تر څو په افغانستان کې تلپاتې اډې جوړې کړي.
دې توطیې سره په څنګ کې امریکا دا هم غواړي چې پدې حملو سره د طالبانو له لوري د بدر په نامه د پیل شوو او په پوره زور او سرعت سره په مخ روانو عملیاتو مخه څه ناڅه ډب کړي ځکه پدې حملو سره به د افغانانو توجه د امریکا په ځای پاکستان ته واوړي او څه ناڅه به -البته د امريکا په ګومان- له طالبانو سره د هغوى ملاټر او همکاري ټګنۍ شي.
په ټولیز ډول ویلی شو چې د پاکستان د دې بریدونو تر شا د داخلي منافقانو ترڅنګ زمونږ د سیمییزو او نړیوالو دښمنانو مختلف النوع ګټې پرتې دي چې په یوې لیکنې کې د ټولو بیانول له امکان څخه لیرې بریښي.
راځو د لیکنې اصلي موضوع ته چې د دې بریدونو په وړاندې طالبانو ولې چوپتیا اختیار کړې او هیڅ ډول غبرګون نه ښکاره کوي؟ د دې سوال ځواب دادی: چې ‌طالبانو د پاکستان د حملو په مقابل کې بې تفاوتي او چوپتيا نده اختیار کړې بلکې د دوی په مقابل کې یې له نن څخه لس مخکې لا جهاد اعلان کړی دی.
د ټولو به په ياد وي چۍ پوره لس کاله مخکې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپتمبر د یوولسمې له صلیب ځپونکو پیښو څخه وروسته د امریکا د هغه وخت ولسمشر بوش پاکستان ته ګوت څنډنه وکړه چې دریمه لار نشته یا به له مونږ سره کيږې او یا له خپلو ګاونډي ترورستانو(طالبانو) سره، د دې په ځواب کې د پاکستان د وخت ولسمشر جنرال مشرف په ډیرې چټکۍ سره اعلان وکړ:چې مونږ له تاسو سره یو او د تروریزم په وړاندې مقابلې کې هر راز مرستې ته تیار یو، او عملا یې د افغانستان په مقابل کې د پاکستان ځمکه او هوا د امریکا په اختیار کې ورکړه چې تر اوسه لا امریکا د پاکستان له ځینې هوایي اډو څخه استفاده کوي.
د دوی په ځواب کې طالبانو د هیواد له بیلا بیلو برخو نه تر یونیم زرو څخه زیات علماءکرام په قندهار کې د یوې سرتاسري غونډې په ترڅ کې را ټول کړل چې دوى ټولو په یوه خوله د پاکستان په شمول د هر هغه چا په مقابل دې جهاد اعلان وکړ څوک چې له امریکا سره زمونږ په ګران هیواد باندې د یرغل په لاره کې همکاري وکوي.
له همدې ورځې څخه د پاکستان په مقابل کې د طالبانو له لوري جهاد اعلان او پیل شوی دی او تر نن ورځې پورې دوام لري چې پدې لړ کې پاکستان ته رسیدلي هر اړخیز درانه زیانونه له هیچا څخه پټ نه دي.
د پاکستان فوځ ته چې په تیرو لسو کلونو کې د طالبانو په مقابل کې کوم تلفات اوښتي دي کیدای د دې بیلګې د پاکستان په تاریخ کې ډیرې کمې او یا اصلا تر سترګو نشي، چې هغو ټولو ته یوازې اشاره کول ددې لیکنې له وس څخه ډیر غټه خبره ده.
که څوک غواړي چې د دې تلفاتو ځینې صحنې پخپلو سترګو وګوري لطفا دې په یوټوب کې د وزیرستان او طالبان پاکستان په نامه پلټنه وکوي او په لسګونو فلمونه دې وګوري چې د پاکستاني فوځ له مړو څخه ډک دي.
او همدارنګه طالبانو ته چې د پاکستاني حکومت له لوري کومت مشکلات رسیدلي دي دومره یې کیدای شي په هیواد کې د امریکایانو له لاسه نه وي لیدلي.
له هیچا څخه پټه نه ده چې د طالبانو څومره مشران چې پاکستان نیولي دي او امریکا ته یې سپارلي دي هومره په افغانستان کې نه دي نیول شوی!
کیدای څوک ووایي چې د پاکستان د حکومت خلاف حملې خو پاکستاني طالبان کوي نه افغاني طالبان!!
د دې خبرې ځواب دادی چې پاکستاني طالبان تل په خپلو څرګندونو په صراحت سره وایي چې زمونږ مشر ښاغلي عالیقدر امیر المؤمنین دی پدې هکله کولای شۍ په یوټوب کې د کرنل امام د وژلو په فلم کې د پاکستاني طالبانو تر ټولو غښتلي مشر ښاغلي حکیم الله محسود څرګندونې واورۍ.
او بل لوري ته افغاني طالبانو هم هیڅکله پاکستاني طالبان له ځانه جلا ندي ګنلي او نه یې له دوی څخه د ناخوښۍ په اړه کومې څرګندونې کړې دي.
خلاصه داچې افغاني او پاکستاني طالبان ټول د یوه امیر عالیقدر امیر المؤمنین تر قیادت لاندې څوک په پاکستان او څوک په افغانستان کې لګیا دي جهاد کوي.
کیدای شي ځینې خلک ووایي چې سمه ده دا به در سره ومنو چې طالبان د پاکستان په مقابل کې عملا په جنګ لګیا وه، او دي، لیکن د دې تازه بریدونو په غندولو کې باید دوی اقلا یوه اعلامیه خو راوستلې وه!
د دې ځواب دادی چې ټولو خپلو او پردیو ته دا جوته ده چې طالبانو د تل لپاره عملي کار ته تش د خولې په خبرو او پوچو شعارونو باندې ترجیح ورکړې ده او په خاص ډول د پاکستاني حکومت په مقابل کې یې د بیانونو په ورکولو کې له ډیر احتیاط او تدبیر څخه کار اخستی دی د دې لپاره چې له یوې خوا په پاکستان کې د خپلو پرتو لکونو مهاجرینو ژوند او عزت خوندي کړي او له خطر سره یې مخ نکړي، او له بلې لخوا د اسلام د دښمنانو د هغو هڅو مخنیوی وکړي چې شپه او ورځ لګیا دي کوشش کوي ترڅو دا دوه ګاونډي مسلمان ولسونو په خپل منځ کې سره واچوي.
افغانان او په خاص ډول په پاکستان کې پراته مهاجرین به هیڅکله د طالبانو دا ښیګڼه هیره نکړي چې پوره لس کاله یې د پاکستاني حکومت په مقابل کې داسې په حکمت او تدبیر سره جنګ پر مخ وړی دی چې نه یې خپل دښمن (پاکستان) په آرامه پرې ايښى دى او نه يې د بیځایه خبرو او نامعقوله اعلامیو په راويستلوسره د خپلو مهاجرینو ژوند په خطر کې اچولی ده.
او دا د الله پاک خاصه مهرباني او د کابل دولت په وړاندې د طالبانو د جهاد برکت دی چې د پاکستان مسلمان ولس د کابل دولت ته د خپل حکومت په څیر د یوه بلواکه او پر افغانانو د یوه تپل شوي نظام په سترګه ګوري نه د افغانانو د ممثل دولت په سترګه، کنې د پاکستان په وړاندې د کابل د غلو او ډاکوانو د همیشنیو پاروونکو بیانونو له کبله به اوس پاکستان کې د افغان مهاجرینو نه سر اومال خوندي وه او نه آبرو او عزت.
مهمه داده چې کار کول په کار دي نه شعار ورکول، او په خاص ډول له هغو شعارونو څخه ځان ساتل په کار دي د کومو چې له ګټې څخه یې تاوان ډیر وي ځکه که چیرې یوازې په تیزو، تندو او جذابو شعارونو څه کیدل نو د کابل دولت به اوس د ځمکې پر مخ تر ټولو پر مختللی دولت وه او د پاکستان څلور صوبې خو به اوس د کابل تر واک لاندې څلور ولایتونه وه.
خبره راټولوم او په ټولیز ډول وایم چې د پاکستان د بریدونو په هکله طالبان بې تفاوته ندي پاتې شوي بلکې هغوى د پاکستان په شمولد ټولو ښکاره او پټو یرغلګرو په ضد له نن څخه لس کاله مخکې جهاد او مبارزه پیل کړې دهچې تر اوسه دوام لري، او د لوی الله په نصرت، د غيور ملت په هر اړخيزه کومک او د بې دریغه قربانيو په ورکولو سره دادی نږدې دي چې د مغرورې امریکا په مشرۍ د خاین پاکستان په شمول ټول یرغلګر په ګونډو کړي.
په پای کې له ټولو هغو افغانانو ورونو څخه چې تر اوسه یې د طالبانو په هکله شکونه درلودل هیله کوم چې نور د اسلام او افغانستان دښمنانو ته اجازه ورنکړئ چې پخپلو درواغجنو تبلیغاتو سره ستاسې او ستاسو د اصلي حامیانو ترمنځ فاصلې ایجاد کړي، اوس خو به مو د پاکستان اصلي او جعلي دښمنان پیژندلي وي. راځئ چې حقايق ومنو او د پاکستان د درواغجنو دښمنانو مخونه ورتور کړو، د پاکستان په شمول ټولو يرغلګرو ته غاښ ماتوونکى جواب ورکړو ترڅو پدې هکله خپله اسلامي او ملي فريضه ادا کړو او د دنيا او آخرت له شرمندګۍ څخه ځان وساتو.
د آزاد سرلوړي او اسلامي افغانستان په هیله
ليکوال عبد الرحمن ابراهيم خيل