د پلار کېدو لپاره تیار اوسه! (دوهمه برخه)

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفیع الله ستانکزی

له زېږون وروسته لومړنۍ اونۍ
تر زېږون وروسته به ستاسې د کور لومړنۍ اونۍ ډېرې غير عادي وي، شپه او ورځ به مو سره ګډه وي، ستاسې په کور کې ديوالي ګړۍ (ساعت) به نور نو اهميت نه لري البته د يو څو اونيو لپاره به دا کار دوام ولري. ستاسې کورنی ژوند به د نوي ماشوم سره نوي پړاو ته داخل شي او ستاسې د ټولې کورنۍ منځټکی (محور) به ستاسې ماشوم شي.


لومړنۍ ورځې
تاسې بايد له نورو کارونو ځان بېکاره او خپل ټول وخت له نوي ماشوم سره د خپل ژوندانه نوي پړاو ته ورکړئ، هرڅومره چې کولای شئ په کور کې اوسئ او له خپلې مېرمنې سره د خپل ماشوم د روزنې څخه خوند واخلئ او له دغو جنتي شېبو خوند واخلئ.
دا مه هېروئ، چې ستاسې مېرمن په همدې ورځو کې زېږون تېر کړی دی او تاسې بايد له هغې سره د هغې اړونده کارونو کې مرسته وکړئ او د خپل ماشوم په پالنه او روزنه کې پلرني مسؤليتونه ښه ترسره کړئ. تاسې کېدای شي پوه شئ، چې له ډېرو هلو ځلو وروسته بيا هم تاسې د يوه مرستندوی دنده ترسره کوئ، اصلي دنده ستاسې مېرمن چې د ماشوم مور ده هغه ترسره کوي او دا مهال ماشوم يوازې د مور شيدو ته اړتيا لري او ستاسې د پالنې وخت به هم راورسېږي د هغې ورځې په تمه اوسئ.
ماشوم ته د مور د شيدو له ورکولو څخه ملاتړ
نننيو مطالعاتو ښوولې، هغه ماشوم، چې د مور شيدې يې يوازينی خوراک دی، تر هغو ماشومانو چې د وچو شيدو په واسطه تغذیه کېږي ډېر سالم، روغ او صحتمند وي. نننيو مطالعاتو دا په زبات رسولې، چې تر شپږو مياشتو پورې د ماشوم تغذيه يوازې د شيدو په واسطه او تر هغه وروسته بيا سيريلاک او نرم خواړه لکه کېله او نور شيان ورکول اړين دي. که څه هم چې د شيدو ورکول يوازې د ښځې اجازې او خوښې پورې اړه لري خو خاوند بايد خپله مېرمن ماشوم ته د شيدو ورکولو په برخه کې وهڅوي او له هغې تل منندوی اوسي، چې ماشوم ته يې شيدې ورکړې، ځکه چې دا هڅونه د مېرمنې سره ډېره مرسته کوي.

د شپې مهال د ماشوم تغذيه کول

ځينې لارې چارې شتون لري، چې لامله يې کولای شئ، له خپلې مېرمنې سره د شپې مهال ماشوم ته د شيدو ورکولو په برخه کې مرسته کوي او ځينې يې دا دي:
کوښښ وکړئ، چې ستاسې مېرمن ستاسې له ويښېدو څخه ناآرامه نه شي.
تاسې هم ځان ملامت مه ګڼئ، چې څه نه شئ کولای، ځکه چې تاسې په دې برخه کې هېڅ نه شئ کولای.
له خپلې مېرمنې ملاتړ وکړئ او که کولای شئ، له هغې سره راويښ شئ او په ځينو برخو کې يې مرسته وکړئ.
که يې زړه غواړي، نو تاسې ورسره خبرې وکړئ او دا خبرې مو چې يو ډول ملاتړ کوونکې او مينه ناکې وي.
له شيدو ورکولو باید تاسې بېرته ژر خوب وکړئ، ځکه چې د سبا ورځې لپاره هم کافي انرژي ولرئ.
او دېته ورته نور کارونه، چې کولای شي، ستاسې له مېرمنې سره د شپې مهال د شيدو ورکولو په برخه کې مرستندويه وي.

شپه او ورځ
بې له دې، چې ماشوم د شپې لخوا شيدې خوري، ډېری وخت داسې هم کېږي، چې ماشوم يا نوی زېږدی د شپې راويښېږي او د ويښ پاتې کېدا ترڅنګ لوبې کول هم غواړي په داسې حال کې ډېری پلرونه فکر کوي، چې سبا بايد کار ته ولاړ شي او مور يې د دې کار د ترسره کولو په پار ښه ده، خو هغه دا خبره هېروي، چې د خپل اولاد سره څومره خوږې او جادويي شېبې له لاسه ورکوي.
هغه شېبې چې پلار يې له خپل ماشوم سره په دې حال کې لرلای شي، هغه د هغه ماشوم زړه وړونکي حرکتونه ليدل دي او همدارنګه د هغو اړتیاوې درکول هم په همدې شېبه کې پېژندل کېږي. کېدای شئ هغه خوند چې د هغه د ويدو کېدو د حالت په لیدو کې وي هغه هم ترلاسه کړئ او همدارنګه .... دا خبره رښتیا ده، چې له خواږه خوبه نيمه شپه راويښېدل ستونزمن دي خو دومره هم ناممکن نه دي، چې ونه شي کړای له خوبه راويښ شي او سبا بیا د کار لپاره دفتر ته ولاړ نه شي.