سلام خان
د وكيلانو د پرله پسې اعتراضونو او غوښتنو له امله لوى څارنوال محمد اسحق الكو دغې جرګې ته د استجواب
څخه دډډی تر ځنګ یو ځل بیاهم داستیضاع په هکله دولسی جرګی ددوهم ځلی غو ښتنه هم رد کړه لوى څارنوال محمد اسحق الكو ولسي جرګې ته د يو مكتوب په ترڅ كې ويلي، چې د اوسمهال
د وري په ١٤مه د ولسي جرګې په ناسته کې له حاضرو ١٢٦ غړيو څخه ١١٨ يې د لوى څارنوال محمد اسحاق الکو د استيضاح لپاره موافقه رايه ورکړه او پرېکړه وشوه، چې الکو دې د استيضاح لپاره (د وري په شلمه) دې چرګی ته حاضر شی ،لويې څارنوالۍ مخکې ويلي وو، چې ولسي جرګه د لوى څارنوال د استجواب او استيضاح واک نه لري، خو نن يې ولسي جرګې ته په يو رسمي ليک کې څرګنده کړه، چې ډېر ژر به محمد اسحاق الکو د ولسي جرګې د غړيو د پوښتنو او نيوکو په اړه د وضاحت لپاره دې جرګې ته حاضر شي،دولسی غړی هم دمحمد اسحاق الکو داستیضاع په یوه خوله نه دې
د دې جرګې يو شمېر غړي ولسي جرګې ته د استيضاح لپاره د لوى څارنوال وربلل د اساسي قانون خلاف بولي
په ولسي جرګه کې د کونړ استازي مولوي شهزاده شاهد د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وويل، چې د اساسي قانون له ٩٢مې مادې سره سم بايد لوى څارنوال استيضاح نه شي، ځکه چې په دې ماده کې يوازې د وزيرانو د استيضاح یادونه شوی ده ،په ياده ماده کې راغلي: ولسى جرګه د خپلو غړيو د شلمې برخې پر وړانديز كولاى شي، له هر يوه وزير څخه استيضاح وكړي، كه وړاندې شوې توضيح د قناعت وړ نه وي، ولسي جرګه د عدم اعتماد د رايې موضوع څېړي. له وزيرڅخه د عدم اعتماد رايه بايد صريحه، مستقيمه او پر پخو دلايلو ولاړه وي، دغه رايه د ولسى جرګې د ټولو غړو د رايو په اكثريت صادرېږي
د نوموړي په وينا، چې ولسي جرګه د اجرائيه قوې په ټولو برخو څار کولاى شي، خو د لوى څارنوال په ګډون خپلواک رييسان يوازې استجوابيه او استماعيه غونډو ته بللى شي،په دی جرګه کی دکابل دخلګو استازی فاطمه فاطمه نظری هم ورته نظر لری ،هغې وويل، چې لوى څارنوال ته د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو د درغليو په اړه شکایت شوی او دقانون له مخی دهغه دنده ده چی دغه موضوع وڅیړې ،دې پرته له دې چې د چا نوم واخلي، د ولسي جرګې پر يو شمېر غړو تور ولګاوه، چې په همدغه تړاو د لوى څارنوال د استيضاح په برخه کې له شخصي نظري وکيلانو ته په خطا ب کې وويل: که درغلي مو نه ده کړې نو ولى بېرېږئ؟ خو یوشمیر وکیلان بیا دیادو عقدو کار اخلی خو یوشمیر وکیلان بیا دیادو کسانو څرګندونی ردوې
په دغه جرګه کې د هرات استازي نذيراحمد حنفي وويل، چې ولسي جرګه د خپلو داخلي دندو د اصولو د ٩٩مې مادی له مخی حق لری هر هغه چاته چی رایه ورکړی وې له هغ ځخه یی بیرته واخلی په ياده ماده کې راغلي: د اساسي قانون د ٦٤مې مادې پر اساس، ولسي جرګې چې هر چاته رايه ورکړې وي د بېرته اخيستو حق يې هم لري
د اساسي قانون په ٦٤مه ماده کې راغلي، چې ولسمشر د ولسى جرګې په تاييد د وزيرانو، لوى څارنوال ، د سرې مياشتې رييس او د افغانستان بانک رييس ټاكل او د هغوى د عزلولو او استعفا منلو صلاحيت لري
خو دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرګې لومړي مرستيال خالد پښتون د وري په ١٨مه ويلي و، چې د محمد اسحاق الکو د استيضاح پرېکړه د ولسي جرګې د اصولو خلاف شوې ده، ځکه چې الکو د حامد کرزي تر دويم ځل ولسمشر کېدو وروسته له ولسي جرګې د اعتماد رايه نه ده اخيستې،ده ویلی وو الکو سر پرست دی او مونږ سرپرست نه شو استیضاح کولای.
دهرات استازی حنفی هم دلوی ځارنوال اتیضاح کول ددی جرګی له واکونو بولی هغه د ولسي جرګې غړيو ته په خطاب کې وويل: که څارنوال مو استيضاح نه کړ، نو له دې وروسته به د ملي شورا حيثيت ډېر ټيټ شي
په ولسی چرګه کی دفراه استازی محمد سرور عثمانی هم دحنفی خبری تائید وې ،هغه وايي، چې له اساسي قانون سره سم ولسي جرګه له رييس جمهور، وزيرانو، د سترې محکمې له غړيو او لوى څارنوال څخه د پوښتنې حق لری هغه زياتوي: که څارنوال مو استيضاح نه کړ دا په دې معنې ده، چې موقف يي له رييس جمهور څخه لوړدى
د اساسي قانون په نهه شپېتمه ماده کې راغلي: په بشري ضد جرمونو، ملي خيانت يا د جنايت په ارتكاب باندې د جمهور رييس اتهام د ولسي جرګې د ټولو غړيو له درېيو څخه د يوې برخې له خوا غوښتل كېداى شي، كه چېرې دا غوښتنه د ولسي جرګې د ټولو رايو له درېيو څخه د دوو برخو د رايو له خوا تاييد شي، ولسي جرګه د يوې مېاشتې په دننه كې لويه جرګه دايروي. كه لويه جرګه منسوب شوى اتهام د ټولو غړيو له درېيو څخه د دوو برخو د رايو په اكثريت تصويب كړي، جمهور رييس له دندې ګوښه او موضوع ځانګړې محكمې ته سپارل كېږي
په ولسي جرګه کې د کابل استازي محمد حسين عالمي بلخي او د ننګرهار د استازي انجنيرغفار په ګډون يو شمېر نورو وکيلانو بيا غوښتنه کوله، چې دغه موضوع دې د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون ته وسپارل شي
د ولسي جرګې دويم مرستيال احمد بهزاد وايي، چې تېر کال پر اساسي قانون د څار کمېسيون ولسي جرګې ته يو مکتوب را استولى و، چې له مخې يي د څارنوال استيضاح د ولسي جرګې صلاحيت بلل شوى دى
د ده په وينا، چې په دغه مکتوب کې ٩٢مه ماده تفسير شوې او له مخې يې د څارنوال استيضاح کول د ولسي جرګې حق بلل شوى دى
خو بلخي وايي، چې دغه مکتوب يو مشورتي بڼه لري او د دې جرګې د غوښتنې پر اساس نه دى را استول شوى
د ولسي جرګې دشنبی دورځی په غونډه کې، چې نږدې د غرمې تر يوې بجې دوام درلود په وروستيو شېبو کې له شاوخوا ١٤٠ وکيلانو څخه ٩٧ يې په تالار کې حاضر وو
دولسی جرګی په دغه ناسته کې تر ډېرو اوږدو بحثونو وروسته د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي وويل، چی دنصاب دنه پوره کیدو له امله دوی نن کومه پریکړه نه شی کولای ،هغه وويل، چې په راتلونکي غونډه کې، چې د دوشنبې په ورځ به جوړه شي، د ولسي جرګې غړي کولاى شي په دی اړه تصمیم ونیسی ،دى وايي، چې د جرګې غړي کولاى شي لوى څارنوال ته وخت ورکړي، ترڅو ولسي جرګې ته د وضاحت لپاه حاضر شي او يا له ولسمشر څخه غوښتنه وکړي، چې د کابينې له پاتې غړيو سره يوځاې يو تن د لوى څآرنوال په توګه د اعتماد د رايې اخيستو لپاره ولسي جرګې ته وروپېژني.
لوى څارنوال محمد اسحاق الکو په داسې حال کې استيضاح ته غوښتل کېږي، چې د لېندۍ په ٣مه د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې د برياليو کانديدانو نوملړ اعلان کړ، خو لويې څارنوالۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ټاکنی غیری مشروع وبللی د ولسي جرګې په ټاکنو کې د درغليو د څېړلو په موخه ځانګړې محکمه جوړه شوې، خو تر اوسه يې د کار پايلې نه دې اعلان شوې،پای سلام خان