د پاکستان لاس ورځ په ورځ په افغانستان کې اوږديږي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
وکابل ته دهند دبهرنیو چارو دوزیر( کرشنا) سفر په داسی حال کی صورت نیسې چی په رسنیو کی داسلام اباد،مخالفینو او دکابل دحکومت تر منځ دخبرو آوازو ښه زور اخیستي دي ،که ځه هم نوي ډهلي اوس له طالبانو سره دافغان دولت دمشروطی موافقی ملا تړ کوي
هغه دی شرط چی طالبان به له افغان حکومت سره دیو ځای کیدو په صورت کی په سیمه کی دهند وګټو ته زیان نه رسوې،ولی بیاهم دطالبانو دیوځای کیدو موضوع تر ډیره حده دهند اندیښنه را پارولی ده او نوي ډهلی ویره لري چی که طالبان دافغانستان په حکومت کی شریک شول احتمال لرې دافغانستان په حکومت کی دپاکستان رول او نفوذ زیات شې
د هند د بهرنيوچارو وزير چې تیره اوونی  د دو ورځو لپاره افغانستان ته په سفر تللی و و، دروحی ويب پاڼی دراپور په اساس نوموړی په یوه مطبوعاتی کنفرانس کی وويل، چې په افغانستان کې حالات د اندېښنې وړ دي، طالبان د يو شمېر نورو افراطي ډلو لکه لشکر طيبه لپاره د يوه چتر بڼه غوره کړې او د انتقال په دوره کې د پاکستان لاس ورځ په ورځ په افغانستان کې اوږديږي، چې د امريکايي ځواکونو له وتلو سره به په افغانستان کې د هند سرخوږی نور هم زيات شي
د هند د بهرنیو چارو وزیر اس ام کرشنا په کابل کې دیوه مطبوعاتی کنفرانس په طرڅ کی وویل، چې هېواد یې د سولې لپاره د افغان دولت له روانو هلو ځلو ملاتړ کوي، خو په دې برخه کې بهرنۍ لاس وهنه به په دې بهیر ښې اغیزې ونه لري ،هندي چارواکې په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ له زیاتیدو په ویره کې دي او برعکس پاکستان هم د کابل او دنوې ډهلي تر منځ د اړیکو پياوړتیا په خپل زیان بولي،هند په کابل کی په سفارت سربیره په جلال ابد، کندهار، مزارشریف. او هرات کی کونسلګری هم لرې او پاکستان بیا په افغانستان کی دهند د کو نسلګریو زیاتوالې په افغانستان کی دخپل ملی امنیت په زیان بولې له همدی خاطره یی افغانستان ددواړو هیوادونو داستخباراتی رقابتونو دجنګ پرمیدان بدل کړې دي
که ځه هم دافغانستان دسولی دشوراه هيئت  په افغانستان کې دسولې په تامينولو کې دپاکستان رول ګټور بولي ولی په افغانستان ، پاکستان اولويديځو هيوادو کې ځينوکړيو څوځلې ويلي دي چې پاکستان په افغانستان کې دهغه هیواد ددولت دمخالفو ډلو په جوړولو او وده کې رول لري
د افغان ځواکونو لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمي چی ځوورځی مخکی کندهاروولایت ته په سفر تللی ؤ د هغه ولایت له پوځي او ملکی لوړ پوړو چارواکو سره په یوه لیدنه کتنه کی وویل: ( زمونږ ستونزه له ګاونډيانو سره ده، که زمونږګاونډیان را سره همغږي وي ستونزه نه لرو)،نوموړی داځرګندونی په داسی حال کی کړي دې چی دکندهار دولایت داستخبارتی چارواکو په راپورونو کی ویل شوي دې چی دګاونډی هیواد پاکستان دبلوچستان ایالت په کوټه او چمن کی په نوی کال کی پر افغانستان دبریدونو پراخ پلانونه دجوړیدو په حال کي دي او اورپکی ډلی دمګړې دخپلو  چریکانو په روزنه بوختی دې او دجنګ جګړی نوی تاکتیکونه ور ښودل کیږي او په مختلیفو وسلو سمبالیږې چی راروان کال به افغانستان ته دجګړو لپاره را واستولی شي
په تازه راپورونه کی راغلې دی چې په پاکستان کې په ۱۱۱ بابه دینې مدرسو او په ۳۱۳ نورو مرکزونو کې او د چمن په ښار ګوټي کې په ۲۳۷ مرکزونو کې ترهګرو ته زدکړې ور کول کیږي، اوس هغوٍي ته مسلکې زدکړې او نوې تکتیکونه ښول کیږي تر څو را روان کال د افغانستان د اسلامي جمهوریت اوپه ایتلافي ځواکونوبریدونه تر سره کړی
دجنوری دمیاشتی په اتمه نیټه یوی میرمنې د( زابينه زيبولډ) په نامه د رائټرز خبري آژانس لپاره د پاکستان د کړکېچنې وضعې په هکله يوه تبصره کی ليکلې دي چی پاکستان دبارودو په ډیپو ناست دچاودیدو په حال کی ده
ښايي پاکستان د نړۍ يوازنی هيواد وي چي په زښته زياتو ستونزو کي بيا هم د ځان ساتلو او ولاړ پاته کېدلو اوږده تجربه لري. پاکستان چي په 1947م مېلادي کال د هند څخه بېل سو نو هغه وخت لا ورته د بارودو د ډول يا بېرل په توگه کتل کېدل او تر ننه ورته کتل کيبږي. پاکستان چي د نړۍ دويم ستر مسلمان هيواد دی او 170 مليونه انسانان پکښي اوسي هغه وخت ورته د نړۍ د خطرناک ترينه هيواد نوم ورکول سو کله چي يې اټومي وسله جوړه کړه. خو لوېديځه نړۍ بيا هم دې ته مجبوره ده چي ددغه هيواد سره گډ کار وکړي چي د ناکامۍ پر څنډه ولاړ دی
د پاکستان استخباراتي اداره آی اېس آی هغه پياوړې اداره ده چي په اتيايمه مېلادي لسيزه کي يې د شورويانو پر ضد او د لوېديځوالو په ملاتړ افغان جهادي تنظيمونه جوړ کړل او وروسته يې طالبان جوړ او پر افغانستان واکمن کړل. له همدې وجي پاکستان د افغانستان د کړکېچ په هوارۍ کي ډېر مهم گڼل کيږي. خو زيات کارپوهان پدې آند هم دي چي پاکستان په خپله د افغانستان د کړکېچ يوه برخه يا عامل دی. په څو څو ځله د پاکستان پر استخباراتي ادارې آی ايس آی دا تور لگول سوی دی چي بعضي کړۍ يې د وسله والو طالبانو سره مرستي کوي خو هغه خبره چي لمر غوندي روښانه ده هغه دا ده چي پاکستان به په کابل کي هيڅکله داسي يو حکومت ونه مني چي د ده تر اغېز لاندي نه وي. د لسيزو راهيسي د اسلام آباد واکمنان د خپل هيواد برخليک د افغانستان سره تړلی بولي. نوموړی هيواد د دې څخه بيريږي چي دُښمن هيواد او اټومي واک هند د افغانستان څخه د پاکستان پر ضد گټه وا نه خلي. پاکستان چي د پراختيا له مخي د هند په پرتله ډېر کوچنی دی د ستر هند او د افغانستان د ملگرۍ څخه بيريږي
د پاکستان او افغانستان پر پوله پرتې قبايلي سيمي په پښتنو آبادي دي چي له يوې خوا په افغانستان کي د لاسوهنې پر وخت پاکستان ځندي کار اخلي او له بلې خوا د تره گرۍ په وړاندي په جگړه کي يې بهرني ځواکونه د سترو ستونزو سره مخامخ کړي دي. امريکا همېشه پر پاکستان فشار راوړی دی چي په دغو سیمو کي د وسله والو توندلارو پر ضد سخت گامونه پورته کړي
شمالي وزيرستان چي د حقاني د ډلې مرکز بلل کيږي په افغانستان کي امريکايي ځواکونو په بريا کي لوی خنډ بلل کيږي. د حقاني ډله چي د افغانستان د وسله والو طالبانو او د القايدې سره اړیکي لري د متحده ايالتونو ستره دښمنه ډله بلل کيږي. دا چي پدغه سيمه کي د پاکستاني پوځ لخوا د پوځي عملياتو غوښتنه د امريکا لپاره څومره مهمه ده ښايي آصف علي زرداري به يې د راتلونکې اونۍ د امريکا د سفر پر وخت احساس کړي. اټکل کيږي چي و امريکا ته د زرداري د سفر پر وخت به اوباما پر هغه فشار واچوي چي په شمالي وزيرستان کي ژر تر ژره پوځي عمليات پېل کړي.
د اټومي واک پاکستان په هکله هغه وخت د لوېديځوالو اندېښنې بيا راتازه سوې کله چي په اسلام اباد کي يوه اسلامپاله کس د پنجاب ايالت ليبرال والي سلمان تاثير وويشتی. په رسنيو کي داسي انځورونه خپاره سوه چي وکيلانو د محکمې څخه دباندي و قاتل ته د گلونه امېلونه ورپه غاړه کول او د هغه د خوشي کېدو غوښتنه يې کوله. په پاکستان کي د اسلامپاله توندلارۍ په هکله په لوېديځ کي زياتي اندېښنې موجوده دي چي دا نه چي د پاکستان اټومي وسلې د توندلارو په لاس ورسي
د دې تر څنگ د پاکستان هيواد د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی. دغه ستونزې هغه وخت لا زياتي سوې کله چي يو ستر سيلاب پدغه هيواد کي تر لسو بليونو ډالرو څخه زيات تاوانونه رامنځ ته کړل. د خپل گاونډي هيواد هند سره هم د پاکستان اړيکي خړي پړي دي او ښايي وضعه هغه وخت لا زياته کړکېچنه سي که د گواښ سره سم پاکستاني توندلاره ډلې يو ځل بيا په هند کي تره گر بريدونه تر سره کړي
د افغان حکومت سره هم د پاکستان اړيکي ندي ښې ولي چي افغان حکومت پر بعضو پاکستانيو کړيو تور لگوي چي د افغانستان د وسله والو مخاليفينو سره مرستي کوي. پدې ترځ کي کرزي د ناټو څخه هم غوښتنه کړې وه چي په پاکستان کي د وسله والو ځالۍ په نخښه کړي
همدا رازد امریکا لوی درستیز مایک مولن وړمه ورځ په واشنګتن کی په خپلو خبروکی پاکستان د نړیوال تروریزم د ثقل مرکز وباله خو ډاډه دی چې د پاکستان پوځ پوهېږي چې د دغه خطر د ختمولو لپاره باید څه وکړي،مولن په عین حال کی ویلې دې چی په افغانستان کی د بریالیتوب لپاره باید په پاکستان کی دترهګرو خوندي پناه ځایونه له منځه یووړل شې مونږ په افغانستان کی تر هغو نه شو بریالی کیدای چی دامر کزونه له منځه نه وی تللی .مایک مولن داهم ویلی دې چی په افغانستان کی به روان میلادی کال ناکرار او ډیر خونړي وې دا باید دیوی ستونزی په توګه ومنو چی مونږ باید په را روانو میاشتو کی نورو تلفاتو ته اماده اوسو دافغانستان په ځینو سیموکی به تاوتریخوالی ډیر زیات وې
دافغانستان له سفره وروسته د امریکا د ولسمشر بارک اوباما مرستیال جوبایډن په اسلام اباد کې د پاکستان له سیاسي او پوځې مشرانو سره وکتل،بایډن په اسلام اباد کی دخبری کنفرانس په ترڅ کی چی دپاکستان صدراعظم هم حضور در لود وویل چی دبنسټ پا لو پر ضد مبارزه باید زور واخلي بايدن همدا راز ویلي دې چی سخت دریځی یواځی دامریکا او نړی لپاره  نه بلکی دپاکستان لپاره هم یو لوي ګواښ دې،القاعدی که په امریکا کی ۳۰۰ تنه بی ګناه خلګ وژلی دې نو په باکستان کی یی هم په زرګونو خلګوته مرګ او ژوبله اړه ولی ده پاکستان باید په دی پوه شی چی بنسټ پالو په باکستان کی پناه ځایونه جوړ کړی دې او خوندی مر کزونه لري،بايډن پاکستان دامریکا ډیر نژدی دوست او له همکارو هیوادو ځخه بللي دې نوموړې دپاکستان سره دمالی مرستو یادونه هم کړې ده
دواشنگټن اېگزامېنر ورځپاڼه دراپور پراساس د ٢٠٠١ م کال د سپتمبر د ١١می نه راو روسته دامرېکا متحده اېالاتو پاکستان ته تر 15 بلیونو ډالرو نه زیاته مرسته ددې لپاره ورکړېده چی په سېمه کې له ترهگری سره مبارزه وکړی،تیر کال داوباما اداری تر ۵۰۰ میلونه ډالرو نه زیاته مرسته پاکستان ته ددې لباره ور کړله چی دپاکستان له خلګو سره نژدی او دوستانه آړیکی پیدا کړې
خو دواشنگټن اېگزامېنر ورځپاڼه لېکی چې سره له دې هم کله چې د افغانستان او پاکستان ستراتېژي د سپېنی مآڼی له خوانه د تېرکال په ډېسېمبرکې خپره شوله، په هغی کې دا لېکل شوی وو چې تراوسه پورې لاهم د پاکستانېانو په منځ کې دامرېکا په هکله بې اعتباری او کرکه په پراخه کچه موجوده ده،همداراز دسیاسی چارو ډیر کارپوهان په دی نظر دې چی پا کستان ته به دا ډول سفرونه او مرستی ولو په هره سطح او اندازه وی هیڅ ګټه ونه لرې تر ځو چی دپاکستان څار ګره نظامی اداره (ای،ایس،ای) په افغانستان کی له مداخلو لاس وانه خلې،او دپاکستان دملکی اداری دمقاناتو خوشبنیو ډکی څرګندونی او تعهدات دهغه هیواد په نظامی استخباراتو (ای،ایس،اي) په ناوړه دریځ باندی هیڅ نوع تا ثیر نه لرې.پا ي سلام خان