د څارنوالي دپریکړو نه ننګه او ملا تړپکا ردی .

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
انګار وطنپال
ګرانو وطنوا لو ، څرنګه چی تاسو ته پوره څرګنده ده لوی څارنوالي او ستره محکمه د افغانستان د اسا سي قا نون له مخی د دولت د هغه دریو ارګانونو دجملی نه یو با صلا حیته او پیژندل شوی ار ګان دی چه د هر نوع جرمنو، بی امنیتیو، بی عدا لتیو، فساد، درغلیواو داسی نورو کړنو په مقا بل کی چه د وطن د ملي ګټو سره په ټکرکی وا قع کیږی
، د جزا د قوانینو د تطبیق او پیا ده کولوپه برخه کی پوره واک او اختیار لري او څارنوالی کولای شي ددولت د قضايْ قوی سره په ګډه د بی عدالتي او بی ثبا تي په مقا بل کی خپل غبرګون وښيي ، نو هر هغه څوک او یا کوم بل ارګان چی ملي خیانت ته لمن وهی او د مظلوم ا ولس د تبا هي سبب ګرزي، پس لوی څارنوالي کولای شي دداسی ناوړو پیښومخنیوی وکړي او هر هغه څوک چه دقا نون نه سر غړونی کوی هغوی با ید دقانون منګلو ته وسپاري او مجزات يي کړی.
ګرانو، اوس چی کومه پریکړه لوی څارنوالي (چه په راس کی جناب محترم الکو صاحب قرارلری) د نا ځانګړي انتخا باتو کمیسون په مقا بل کی کړی ده ، دا پریکړه یو پرځای پریکړه ده ځکه چه علاوه دلوی څارنوالي نه د افغانستان ټولو ولسونوته دا په ډاګه څرګنده شوه چه سږکال د ولسی جرګی ټاکنی د درغلیو او فساد نه ډ کی ټاکنی وی او پدی ټا کنو کی د افغانستان د مظلوم ولس اوپه خاصه توګه د پښتون ولس واقعي نما یند ه ګان پکی وجود نلري ، او ټول هغه نما یند ه ګان پکي شامل دي چی د ایران د مدا خله ګردولت په ما لي مرسته ولسي جرګی ته لاره پید ا کړی ده ، نو هر هغه نما ینده چه دبیګا نه هیواد اجیر�ت وي نو په هیڅ وجه نه اولس ته او نه دولت ته دمنلو وړدی.
وطنوالو ، دا انتخا بات هغه وخت د شک او تردید سره مخامخ شول کله چه د نا مستقل کمیسون مشراو د شما لي ټلوالی متعصب غړی ملا صا حب معنوي و ټاکل شو، بلا خره معنوي دپخوانیو تعصبون په نظر کی لرلو سره د افغانستان د مظلوم ولس خصوصآ د پښتون قوم په مقا بل کی چه پدی دری لسیزو کی د زیاتو کړاونو او بدبختیو سره مخا مخ وو یوه لویه جفا وکړه او د پښتون مظلوم ولس حقه حقوقو ته يي په سپکه سترګه و کتل . اوس چی لوی څارنوالي د ولسي جرګی ددرغلیواو بی عدا لتیوکوم اسناد او شواهد په لاس کی لری کولای شي د افغان ولس په ملاتړپه خپلوپریکړو او دریځنو ثا بت پاتی شي او مجرمینو ته هغه جزا
( اعدام) چی دوی تعین کړی با ید عملي شي البته پدی کار سره به د ولس درد یو څه نا څه دوا شي او نورو ملي خاینا نو ته به یو ښه عبرت وګرځی او نوی ولسي جرګه باید عاطل او باطل اعلان شي او بیا دی د یو واقعی ولسي جرګی دپاره د سره انتخابات وشي.
خوږو ورونو ، راځی چی په ګډه سره او په یواوازد محترم الکو صاحب د پریکړو په ټینګه ننګه او ملا تړ وکړو او دده نه دا هیله څرګنده وو چی په خپله پریکړه تر اخره قا یم پا تی شي او د ثابت صاحب په شان په شا لاړ نشي ، او که ده دا پریکړه عملي کړه نو ممکن الکو صاحب به د ۲۱ پیړی یو قهرمان و ګرځي او دده نوم به د افغا نستان په تا ریخ کی په یوه ځلانده کرښه ولیکل شی او په آ ینده کي به دپښتون اولس نوری هیلي او ارزوګانی لا زیاتی شي او پښتون ولس به ده ته د یو ستر مشر په سترګه ګوري ، او په اخرکی دا وایو چی چه معنوي صاحب ، او ښ خو دی د بار سره په بډه وهلی وومخکی خودی نوراو رفعت په
برخه وو خو اوس دی د څارنوالي په پریکړی سره رحمت په برخه شه.
په درنښت . انګار وطنپا ل