د ډیورند د جرګه ګۍ خبرتیا

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د ډیورنډ جرګه  ټولو درنو هېواد والو ته خبر ورکوي چې  راتلونکې  یکشنبه  دنومبر په  ۲۸ نېټه د اروپا په  وخت  د شپې  په ۱۰ لسو بجو په  اریانا افغـــانســــتان  تلویزیون کې د ډیورنډ  د نارواکرښې  په  اړوند دریم  تلویزیوني پروګرام  لیدلای شئ همداراز د ډیورنډجرګه په  پلان کې لري چې دډسمبر په ۱۸ نېټه دامریکا په
واشنګټن ښار کې  په  همدې اړوند یوسولیز لاریون  چې  د ترانسپورتي  وسیلومرسته  به  هم  وي  ورسره  تر سره کړي د ډیورنډ جرګې غړي ستاسوهمکاري او مثبتو نظریاتو ته سترګې په لار دي .
یادونــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
ــ د پورتنۍ خبرتیا په اړوند د ډیورنډ جرګې غړي  ښاغلي انجنیر متین له  ما څخه  هیله کړې  وه چې  داخبرتیا په خپلو ویبلاګونو کې خپره کړم  .
ــ موږ بایرن مېشتوافغانانولا درۍ کاله دمخه  دلاریونونو اواحتجاجلیکونو په طرځ کې  دډیورنډ د ناروا کرښې  غندنه کړې او هیڅ  وخت به  دلوی او ګران افغانستان  یوملي متر خاوره هم  بل چا ته ور پرې نه ږدو داچې اوس د ډیورنډ جرګې  په نوم یو نوی خوځښت پیل شوی  موږ  یې په ښه مرغد ګڼو خو هیله من یو چې تر کاسه لاندې نیم کاسه نه  وي  ځکه  چې  په  تېر تلویزیوني  پروګرام کې  د خلیلزاد، ظاهر طنین او ځينو ملېشو تصویرونو موږ  ته اندېښنه  پیدا کړې ده  بل دا چې په اوس وخت کې  د دې  ملي او مهمې مسلې  راپورته کول  خورا ستونځمن کار ځکه دی چې موږ یوملي حکومت نه لرو زموږ ننني دولتي چارواکي په پردیو هېوادونو پورې تړلي کسان دي  له دوی  څخه  د ملي ګټو او ملی هویت  د ساتنې توقع بې ځایه  ده .
یوڅه چې دډیورنډ جرګې له غړوسره یې منلی شوهغه دا ده چې  د ډیورنډ کرښه یوه رسمي پوله نه ده او نه به اوبه څوک په ډانګ بېلې کړای شي ماناهر وخت چې  موږ  په  خپل کابل تسلط وموند او په ملي روحیه سره مو هېواد وال  تیار او نړیوالو ته مو دشرایطو ایښودلو وس وموند بیا نو د ډیورنډ دکرښې تور ښامار له واره وژلی شو .
موږ د ډیورنډ جرګې له غړو څخه  هیله کووچي  په  رښتیني او صادقانه  ډول ، زغم اوهوښیاري سره خپله مبارزه په مخ بوزي ترڅو له نورو بدمرغیو سره مخ نه شو .
بایدزیاته کړم چې له نورو بدمرغیو څخه زموږ هدف دا دی چې په افغانستان کې مهاجم قوتونه  دخپلو اغراضو پر بنا دافغانستان  دتجزیې هڅې کوي له همدې کبله به بهتره داوي چې موږ لمړی  اوسنی افغانستان له تجزیې څخه  وژغورو بیا به  د ډیورنډ د ناروا کرښې غم خورو .
ومن الله توفیق
محمد امین بسمل دافغانستان دژغورنې جرګې په استازیتوب