د ولسی جرګي دټولو کاندیدانوشکایتونه پر ځای دي چې بریالي شوې نه دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
د یوې تیلفوني مکالمې خپریدلو چې د افغانستان د انتخاباتو د کمیسون د یو کارکونکي او یو بل تن چې ویل کېږي د اوبو او انرژۍ وزیر محمد اسمعیل خان تر منځ به وي د انتخاباتو څېړونکې او څارونکې انديښمن کړي دي

که چیری دا تیلفوني مکالمه ريښتیا په همدې بڼه چې ثبت شوې او خپره شوې و اوسي، نو د ولسي جرګې په انتخاباتو کې به د افغانستان د کایینې د یو غړي ښکاره لاس وهنه په ډاګه کړي ، دا به ددې څرګندوی هم وي چې د انتخاباتو په کمیسون کې تقلب او درغلۍ وي او د هغو کاندیدانوشکایتونه پر ځای دي چې بریالي شوې نه دي  
که څه هم د انتخاباتو کمیسون وايي په دې اړه یې څېړنې پیل کړي او لا هم جوته نه ده چې د مکالمې یو لوری د اوبو او انرژۍ وزیر اسمعیل خان دی کنه ؟ خو هغه څوک چې د انتخاباتو له کمیسون څخه خبرې کوي خپل مقابل لورې ته د امیر صاحب لقب په خوله راوړي  
د مکالمې به یو برخه کې بیا هم د انتخاباتو د خپلواک کمیسون کارمند خپل مقابل لورې ته وايي چې ستاسو وزارت ته درغلی وم، په دې معنی چې مقابل لوری د کابینې وزیر دی  
د انتخاباتو خپلواک کمیسون تاييد کړې چې د مکالمې یو لوری ددې کمیسون کارکونکی دی خو وايي د مقابل لورې غږ روښانه نه دی او له څېړنو وروسته به معلومه شي چې د مکالمې مقابل لوری څوک دی
په دې اړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند نور محمدنور د ازادۍ راډیو ته وويل
(( دا مکالمه په غږیز ډول چې دوه تنه په کې د تیلفون له لارې خبرې کوي کمیسون ته رسیدلې، هغه څه چې تر اوسه موږ ته معلوم شوي دادي چې مقابل لوری د انتخاباتو د کمیسون د یو عادي او موقت کارکونکي سره خبرې کوي، خو د مقابل لورې غږ ډېر روښانه نه دی او نه معلومیږي چې دا څوک دی ؟دا هم نه ده معلومه چې داکسان د څه په اړه خپلو کې خبرې کوي، په هر صورت دا یوه سرغړونه ده او د انتخاباتو کمیسون دا غږیزه مکالمه او د کارمند دوسیه د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمیسون ته سپارلي، څو په دې برخه کې جدي څېړنې وشي))
په دې مکالمه کې مقابل لوری چې ویل کېږي د اوبو او انرژۍ وزیر اسمعیل به وي یو اوږد لیست د انتخاباتو د کمیسون کارمند ته سپاري او سپارښتنه کوي چې باید دا کسان د کامیابانو له لیست څخه وویستل شي او پر ځای یې څو نور نومونه ورکوي چې د کامیابانو په لیست کې دې ورزیات شي  
په دې مکالمه کې یو نوم چې اوریدل کېږي هغه د غلام قادر اکبر دی ، نوموړې تر دې مخکې هم شکایت کړی و چې دده د رایو په شمیر کې تقلب شوی دی . نوموړي ازادۍ راډیو ته وویل دا مکالمه یې اوریدلې او هېڅ شک نه لري چې د مکالمې یولوری د انتخاباتو د کمیسون کارکونکی عبدالرشید ارشاد او بل لوری یې د اوبو اوانرژۍ وزیر اسمعیل خان دی  
په دې مکالمه یوازې د یو لیست خبره نه کېږي بلکې داسې هم په کې څرګندېږي چې ګوندې ولسمشر کرزي هم د انتخاباتو د کمیسون کارکونکیو ته د څو تنو یو داسې لیست ورکړی چې باید ولسي جرګې ته لاره پیدا نه کړي  
په دې ډله کې د هرات څخه د ولسي جرګې د استازې احمد بهزاد نوم اخیستل کېږي، ښاغلي بهزاد ازادۍ راډیو ته تایید کړې چې دده پر ضد د حکومت د لوړپوړو چارواکو له خوا اقدامات شوي دي
لویدیځ څېړونکي او څارونکې په دې باور دی چې دا غږیزه مکالمه د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د حکومتي چارواکو او زورواکو د لاس وهنې ښکاره نمونه ده او ددې انتخاباتو د شفافیت په اړه یې اندېښنې او پوښتنې زیاتې کړي دي
د آمریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې هم خپل د نومبر د ۱۰ مې نیټی په ګڼه کې لیکلي دي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون یوه مسول په ټلفون کې بالمقابل ته د جلالتماب خطاب کوي او دغه کس چې دجلالتماب خطاب ورته کیږی د انتخاباتو د کمیسون یادشوي مسول ته وايي چې په پارلماني انتخاباتو کې کوم کسان باید بریالي شي
ورځپاڼه لیکي چې په صوتي ټیپ کې چې مطبوعاتو ته په لاس ورغلی دی د انتخاباتو یادشوی مسول وارخطا ښکاري او وايي چې د هدایت سره یې سم د رایو په اصطلاح غم خوړلی دی خو وايي چې د انتخاباتو کارکونکي هره ورځ په تلو راتلو کې تلاشي کیږی
ورځپاڼه لیکي چې دغه صوتي ټیپ د سې شنبې په ورځ د افغانستان په تلویزون کې خپور شو او یوه کاپی یې واشنګټن پوست ترلاسه کړې ده
که چیري دغه ټیپ دقیق وي نو د افغانستان د حکومت د اوبو او برېښنا د وزیر اسمعاعیل خان او د انتخاباتو د یوه مسول ترمنځ دغه راز خبري به د افغانستان د سپتمبر د ۱۸ مې نېتې د اننتخاباتو په باب یو لړ نوي پوښتنې راوپاروي
ورځپاڼه لیکي چې ټاکل شوې وه چې د انتخاباتو وروستي نتایج به روانه اونۍ اعلان شي خو دغه لړۍ وځنډیده په داسي حال کې چې د ټګۍ برګۍ د جعلي رایو د کارتونو په باب تورونه او د رشوت خوریوو شکایتونه ثبت شوي دي
ورځپاڼه لیکي چې هغو کاندیدانو چې په انتخاباتو کې بریالي شوي نه دي یو لړ مظاهرې یې په لاره اچولي دي او ویلي یې دي چې دا کار امکان لري قومي شخړو ته لمن ووهي
ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان لویې څارنوالۍ د انتخاباتو د کمیسون د څو کارمندانو په باب د تحقیقاتو دوسیې پیل کړي دي
ورځپانه لیکي چې د صوتي ټیپ له مخې ویل کېږي چې د انتخاباتو نوموړی کارکونکی چې د اسمعاعیل خان سره په ټلفون کې خبري کوي عبدالراشد ارشاد دی. د هرات د ولایت نه پارلمان ته یو کاندید حاجي غلام قادر اکبر وايي چې که چیري اسمعاعیل خان مداخله نه وای کړې نو هغه به انتخابات ګټلي وای
ورځپاڼه د کاندید حاجي اکبر له قوله لیکي چې وايي زه وړونکی وم خو د جنګ سالار اسمعاعیل خان د مداخلې په نتیجه کې بریالی نه شوم اکبر زیاتوي چې دغه کسان غواړي چې په افغانستان کې دیموکراتیکي پروسې ته صدمه ورسوي
ورځپاڼه لیکي چې په ثبت شوي ټیپ کې اسمعاعیل خان اکبر ته د بشپړ لیوني خطاب کوی او وايي چې هغه باید د بریالیو کاندیدانو له ډلې نه وایستل شي
ورځپاڼه لیکي چې د لومړنیو نتایجو پر اساس اکبر په هرات کې په ۱۱ درجه کې راغلی و په داسي حال کې چې ټول هرات ته ۱۷ څوکۍ ځانګړي شوي وې چې دا نسبتاْ بده لاسته راوړنه نه وه خو وروسته بیا د انتخاباتو مسولینو هغه ته وویل چې هغه ۱۹ درجې ته لویدلی دی
ورځپاڼه لیکي چې کله مو د اسمعاعیل خان د سکرټر سره تماس ونیوه نو د تبصرې دپاره پیدا نه شو او نه ارشاد پر چا چي تور دی، د تبصرې دپاره پیدا شو. ورځپاڼه د انتخاباتو د مستقل کمیسون د یوه کمیشنرې مومنې یاري له قوله لیکي چې وايي ارشاد د داسي کار صلاحیت په اصل کې نلري
هغې وویل چې ارشاد یو موقتي کارمند دی چې د عامه اړیکو په ډیپارټمنت کې کار کوي هغه د رایو ډیټابیس ته هیڅ لاس رسی نلري. هغې وویل چې سل په سلو کې به نن د هغه په باب تحقیات پیل شي او د هغه پرضد به لازم اقدامات وشي.سلام خان