د "بېلتون" ليکنه
په کويټه کې د پښتنو روانه نړيواله څېړنغونډه کې د ګډون لپاره تلونکي افغاني ليکوالان، شاعران او ژورنالستان د پاکستان د امنيتي ځواکونو لخوا وهل شوي،
ټکول شوي، بنديان شوي او بېرته افغانستان ته شړل شوي دي چې دا د "پاک افغان دوستۍ" يو ډېر په زړه پورې انځور دى. اګر چې وهل، ټکول، ورانول او سپکول د پاکستان پخوانۍ پاليسي ده ځکه چې که د پاکستان تاريخ وکتل شي پر دغو څلورو ټکو برسېره به پنځم ټکى "شرمېدل" وي، مانا دا چې په خپلو دغو کړنو بيا شرمېدلى هم دى خو پند اخيستل د پاکستان په کتاب کې هيڅ نشته. او هغه په دې مانا هم چې پاکستان تل په ډېره سپين سترګۍ سره دغو کړنو ته د "دوستۍ" نوم ورکوي، بيا دا ببولاله هم پکې ووايي چې زمونږ دين يو دى، زمونږ کلتور يو دى، زمونږ پولې ګډې دي، زمونږ عقيده يوه ده، زمونږ ګاونډ دى نو لدې امله مونږ له پکار دي چې دوستان واوسو. خو تل خپله دوستي په دښمنۍ سره روانه ساتي. دغه دښمني په يو رنګ هم نده، رنګونه يې بېلابېل او هر رنګ د دښمنۍ نوى اړخ دى. لکه که وګورئ په يو رنګ او يو اړخ کې پاکستان د افغانستان منلى، محترم، معزز، مسلمان او پښتون سفير ملا عبدالسلام "ضعيف" په اسلام اباد کې نيسي او پر امريکايانو يې پلوري خو په بل رنګ او بل اړخ کې همدغو طالبانو ته پيسې او وسلې ورکوي، پالنه او روزنه يې کوي او بيا يې افغانستان ته د ورانکارۍ او ترهه ګرۍ لپاره استوي او په ډېره بې شرمۍ سره وايي چې دا جهاد دى. په يو رنګ او يو اړخ کې پاکستان په خپل هېواد کې پښتنو سره د غلامانو په څېر وضعه کوي، په پنجاب کې چې څومره بوديجه د زده کړو لپاره ځانګړې کېږي په پښتونخوا کې هماغومره بوديجه د ترهه ګرو د وژلو او وهلو لپاره ځانګړې کوي او په بل رنګ او بل اړخ کې د پښتنو په سيمو کې عرب او نور بهرني ترهه ګر د دې لپاره پالي او روزي چې بيا ورباندې پښتانه ووهي. د پاکستان د پوځ د خېټې څخه زېږېدلي ملايان قاضي حسين احمد او فضل الرحمان په يو رنګ او يو اړخ کې د خپلو مدرسو تنکي ماشومان او ځوانان افغانستان ته د ورانکارۍ لپاره استوي او دې ته جهاد وايي خو پر لبنان د اسرايلو د تيري په ضد جوماتونو کې چنده هم نشي کولى. د پاکستان يو رنګ دا دى چې افغانستان سره د تلپاتې دوستۍ نارې وهي او ترڅنګ ورسره دا خبره هم کوي چې افغانستان دې هند سره خپلې اړيکې نه زياتوي خو بل رنګ يې دا دى چې هند سره پولې خلاصې ساتل او د افغانستان په پوله بمونه ښخول غواړي. او اوس پکې دا هم راغله چې پاکستان د افغاني ټولنې تر ټولو زيات امنيت خوښوونکي، مينه ويشونکي، لارښودونکي، فکر او نظر جوړونکي ليکوالان وهلي او غير انساني وضعه يې ورسره کړې ده. دا نو بېخي د مسلمانۍ، انسانيت، سړيتوب او ګاونډيتوب سپکاوى دى او د بې غېرتۍ اخري درجه ده.
زه د دې پېښې په سختۍ سره غندنه کوم او وايم چې پاکستان د دې څخه زياته بې غيرتي نشي کولى. که د بې غيرتۍ په دې اخري درجه کې هم افغانستان او افغانان خپل ځانونه نه پېژني نو دغه هم بشپړه بې غيرتي ده. افغانان بايد چې بيا د غيرت او شهامت خبره ونکړي، بلکې دغه ټکي دې د خپلو کتابونو څخه وباسي او د خوشحال شاعري دې په سيند لاهو کړي، ځکه چې:
دا به منې چې درواغ هم څه په کمال وايو
چاکري هم کوو او شعرونه د خوشحال وايو
(رياض تسنيم)
زه د ټول افغان ملت څخه غوښتنه کوم چې د دې پېښې په شدت سره غندنه وکړي او د ولسمشر جناب حامد کرزي څخه هيله لرم چې نه دې يواځې د افغاني ليکوالانو د سپکاوي په سختو ټکو کې غندنه وکړي بلکې د پاکستان د پوځي ډکټيټر پرويز مشرف څخه دې هغه بلنه هم بېرته واخلي چې په دې وروستيو کې يې ورته د افغانستان د سفر لپاره ورکړې ده او افغانستان ته دې د هغه سفر په سپکاوي سره منسوخ کړي. د سپکاوي ځواب چې په سپکاوي او د سوک ځواب په سوک ورنکړاى شي، پنجابيان نه سمېږي. مونږ د پنجاب سره دوستۍ ته هيڅ اړتيا نلرو، او پاکستان د پنجاب دوهم نوم