ایا ډاروین تېروتی و؟ د انسان د پرمختګ اته حقیقتونه

طبیعي علوم
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د شمپانزي او ګورېلا د پرمختګ په لړ کې له کابو شپږو میلیونو کلونو راهیسې دا ژوندی تګلوری منحرف غوندې ښکاري.
د انسان د پرمختګ د نظریې په اړه ډېر ناسم معلومات خپاره شوي. د انسان د تاریخ او راتلونکې په اړه کوم حقیقتونه دي؟ د بي بي سي رادیو ۴ کې ډاکټرې هیلین آش د انسان د پرمختګ معما ته لنډه کتنه کړې، چې دلته یې اته مهم ټکي را اخلو
.
۱- بیزوګان زموږ پلرونه نه وو
د هغې مفکورې برعکس، چې وايي انسان د بیزو له نسله دی، ګڼ اوسني انسانان د بیزو له نسله نه دي، د "هومو سابینس" په نامه مشهور او هوښیار انسان د اوسنیو ژوندیو بیزوګانو له انسله نه و، خو موږ او دغه پخواني انسانان په نسل کې سره شریک یو.
د شمپانزي او ګورېلا د پرمختګ په لړ کې له کابو شپږو میلیونو کلونو راهیسې دا ژوندی تګلوری منحرف غوندې ښکاري.
 
له دې کبله موږ له ډېر پخوا پېړیو راهیسې له بیزوګانو لیرې یو، که څه هم زموږ او د دوی د ډي اېڼ اې ورته والی کابو ۹۰ سلنه ورته والی لري، خو په وروستیو پېړیو کې هم له دوی سره موږ کوم نسلي نژدېوالی نه لرو.
۲- ته اوس څه کم نیم انسان یې
زموږ کابو ۴۳ سلنه جسمونه له بشري ژونکو جوړ شوي. خو نور د باکتریا او ویروسونو ګډوله ده، چې زموږ خاص 'مایکروبیوم' ترې جوړېږي.
۳- ډاروین تل په سمه نه و
چارلز ډاروین په خپل کتاب "د ډولونو اصل" کې د پرمختګ په نظریې مشهور شوی، خو د انسان په اړه هم ډېرې نورې نظریې لري، چې کوم ملاتړی دلیل نه لري.
په بل کتاب کې د عقلي ذکاوت او د بوی حاسې په څېر صفتونه لیکل شوي، چې په قوت کې له یوه نژاد نه وبل ته توپیر لري.
دی په دې هم باوري دی چې "د سړي متوسط ذهني توان د ښځې پرتله لوړ دی". دا ټولې نظریې دي چې تر اوسه یې سموالی نه دی ثابت شوی.
۴- زموږ جسمونه د پرمتختګ ډېر پاتې شوني لري
پرمتختګ ښايي یو ورو بهیر وي او ځینې وخت تر نسلونو پورې صفتونه همداسې پاتېږي، ان که راتلونکي نسلونه اړتیا هم ورته ونه لري.
دا پاتې شوني په انسانانو کې موندل کېدای شي.
Image caption
زموږ بشري جنس له ۳۰۰ زره کالو راهسې راڅرګند شوی
۵- بې ګټې ریږدېدل
کله چې زموږ د پلرونو پر بدنونو وېښتان ډېر و، ساړه یې کېده، د دوی د بدنونو غبرګون د غړو چوملکېدل وو، وېښتان بدن ته د سړې هوا د ننوتلو مخه نیوله او بدن یې تړم ساته.
لاهم د انسان بدن همدارنګه غبرګون لري، خو بدن مو تودو جامو اغوستلو ته اړتیا لري، کټ مټ لکه د تودو شیانو په اړه سوچ کول.
۶- میندوارۍ کې کانګې
د انسان د پرمختګ سفر کې د میندوارې ښځې کانګې زړه تنګوونکی کار دی، خو کله چې میندواره ښځه ځینې ځانګړي خواړه وخوري، کانګې کوي.
کله چې موږ له یخچاله سړه غوښه او هګۍ را اخلو او پخوو یې، پخواني نسلونه به ددې خوړو په خوړلو سره د تسمم له خطر سره ډېر مخامخېدل، په تېره بیا د میندوارۍ په لومړیو ورځو کې.
اوسني څېړونکي پر دې باور دي چې د ځینو خوړو پر وړاندې د قوي وقایوي غبرګون پرمختګ سره له جنین نه په لومړي پړاو کې ډېرې ناروغۍ لیرې کېږي.
Image caption
څېړونکي پر دې اند دي چې د میندوارې ښځې کانګې له جنین نه په لومړي پړاو کې ډېرې ناروغۍ لیرې کوي
۷- زموږ بشري جنس له ۳۰۰ زره کلونو راهیسې
د انسان د اصل کیسه د کشفونو له دوام سره بدله شوې ده.
په ۲۰۱۷ کال، د انسان تاریخ کابو سل کاله ډېر شو!، هغه هم وروسته تر هغه چې په مراکش کې د انسان تر ټولو لرغونې کوپړۍ کشف شوه او په ایتیوپیا کې د تر ټولو لرغونې کشف شوې کوپړۍ له تاریخ یې لرغونتوب ډېر و.
اوس دا غوره ګڼل شوې، چې د انسان د پرمختګ یوازې یوه "زانګو" وه، چې غالباً لومړنیو انسانانو د افریقا په بېلو سیمو کې پر یوه وخت پرمختګ کړی، چې موږ یې په اړه پوهېدو ته لا ډېرو کشفونو ته اړتیا لرو.
۸- زموږ پرمختګ لا بشپړ نه دی
موږ لاهم له خپل چارچاپېر او ګاونډ سره د هم مانیزه کېدو په درشل کې یو. د بېلګې په توګه، په وروستۍ پېړۍ د برتانیانو ترمنځ د شیدو او لبنیاتو په تولیداتو کې د انسان له بدن سره د لاکتوز خوږې همغږي تر ډېره نورمال حالت ته رسېدلې، چې اوس ډېری برتانویان د غواګانو شیدې څښي.