د مچې يا ښکلولو په اړه يو څو په زړه پورې حقایق

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

ښکلول د بدن کالوري سوځوي او د انسان دفاعي سیستم غښتلی کوي. خو پر ګټو سربیره، مچي یا مچو روغتیايي ستونزې هم زیږوي او ګڼ شمیر هیوادونو په عام محضر کې پرې بندیز هم وضع کړی دی

.

۱. یوې تایلنډۍ جوړې وکولی شول چې تر ټولو د اوږده مچي کولو ریکارډ په خپل نامه کړي. دوی وکولی شول چې د ۵۸ ساعتونو، ۳۵ دقیقو او ۵۸ ثانیو له پاره یو بل ښکل یا مچو کړي. دوی د ډوډۍ د خوړلو، څښاک او ان د تشناب د استفادې پرمهال هم یو بل مچو کړي وو.

۲. یو عادي مچو په یوه دقیقه کې د انسان ۶،۴ کالوري سوځوي. په دې ترتیب سره ټایلنډي جوړې ۲۴ زره ۱۹۸،۴ کالوري سوځولوي دي.

۳. نن ورځ یو عادي مچو شاوخوا ۱۲ ثانیې دوام کوي. په ۱۹۸۰م کلونو کې بیا د یوه مچو دوام شاوخوا ۵،۵ ثانیې وو.

۴. د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونو په عامه محضر کې پر مچي کولو بندیز وضع کړی دی. د امریکا متحده ایالاتو په میشیګن او کونیکټیکټ ایالتونو کې د یکشنبې په ورځ په عام محضر کې مچي کول منع کړل شوي دي. د ترکیې د انقرې ښار تر ځمکې لاندې په اورګاډو کې سپرلۍ باید اخلاقي نورمونو ته پام وکړي. د امنیتي کامرو له لارې تر موندلو وروسته یوې ترکي جوړې ته چې یو بل یې مچو کول، رسمي خبردار

۵. تر سویډین یوه نمره وروسته په آلمان کې هره ورځ یو کس په اوسط ډول ۴ ځله مچو اخلي. فرانسويان او ایټالويان بیا په دې ډله کې مخکښ دي او په اوسط ډول د ورځې ۷ ځله یو بل مچو کوي.

۶. هغه کارپوهان چې مچي کول تر څیړنې لانډې نیسي، د ساینس په ډګر کې فیلیماتولوژي ورته ویل کیږي. دغو څیړونکو موندلې چې له هرو دریو څخه دوه تنه یې د مچو کولو پرمهال خپل سرونه یوې خواته کږوي.

۷. د روغتیا د برخي کارپوهان بیا په دې باور دي چې مچو د انسان دفاعي سیستم غښتلی کوي او د انسان د زړښت لړۍ آهسته کوي.

۸. مچو کول ان د ترافیکي پیښو په مخنیوي کې هم ګټور ثابت شوي دي. څیړونکو موندلې چې هغه کسان چې تازه یې مچو اخیستي وي تر نورو عادي موټر چلونکو کم غوسه وي.

دوی وايي چې دغه کار د کمو ترفیکي پیښو سبب ګرځي. دغه څیړونکي بیا خبرداری ورکوي چې د موټر چلونې پرمهال بیا مچو کول ډیر خطرناک ثابتیدلی شي.

۹.د نړۍ په شاوخوا ۹۰ سلنه هیوادونو کې مچو کول عام دي او په هر هیواد کې د مچو کولو ډول او دلیل توپیر کوي. د بیلګې په توګه  په فرانسه کې پر مخ باندې درې ځله مچو کول یو عادي ښه راغلاست دی خو په جاپان کې بیا خلک هغه وخت یو بل مچو کوي چې کله جنسي اړیکو ته علاقه ولري.