د زړه دردونه

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ایسار ی می کړی اوښکی چې له سترگو نه تویږی
اوبه چی توفانی شي په  بندو نه ایسارېږي


یو هیله می تل دا  وه ددی وران ویجار وطنه
وږمې د کندوالو یی تر مدفن  مې و رسیږي


بی شمېره دلیلونه د وطن د بربادی دي
ناخوالې دومره  ډیر دي په کلونو نه رغېږي


د مړینې تورجامونه شپه او ورځ په کې کړنگېږی
په دغه بدمستۍ کې هسک سرونه دي رژیږی


بېشمېره  مو ډيوې د علم او پوهی تیارو ډوب کړل
پر دغه لوی ماتم مو پتنګان شپه ورځ ژړېږي


برجونه  د پوهنې د شیطان په لاس  نسکور شول
د خړ اسمان له وریځو تور غمیزی تل وریږي


ها ښکلي په زړه پاک ها گلالي خلک مو څه شول  
د سولې لارویان لکه گلان داسې  رژیږي


زما له خوا درود هر یو شهید ته د وطن وي
هر ویاړ ددې وطن شیهده تاسې ته  رسيږي


تر څو به  دا مېچنې پر وطن  ځوانانو زغمئ
زموږ زغم او طاقت ته دا آسمان هم نه ژړېږي

نن اوښکې لېونۍ شوې  بیا جاري زما له سترګو

دا څه شوي پر خلکو له دردونو نه صبریږي

غلیم چې پر وطن د سرو اورو غونډاري ولي

زما د زړه دردونه د قلم له خولې غږېږي

 

هر توری هره کرښه زما د زړه درانه غمونه
که نه شي را بهر زړه له دردونو را پړسېږي

زموږ د خوشحالو وختونه چور بې وخت خزان کړه

پوه نه یم له وطنه دا تیارې کله ختمېږي