بڅرکی

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


فقیر احمد عزیزی غزنوی

پاس په سر د جهان غرونه ایښودل
له ختیزه تر لویدیزه ځغلېدل

را ایستل په غاښو ځیرمې د پولاد
پرهارونه د ناسور په ځان منل


پرې کول کاڼي په څوکو د باڼو
په ویښته درانده بارونه جګول

په لیمو کې ځایول د اور بڅرکي
د دوزخ په سرو لمبو کې سوځیدل

هومره نه دي راته ګران ای عزیزانو
چې ناکس ته ترلاس لاندې اوسیدل

فقیر احمد عزیزی غزنوی
تورنتو        کانادا