دوه شعرونه /دوه شاعران

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالبارى جهانى

"ورکه مینه!"

د ژوندون وحشي بادونو
له آشنا مینې بیل کړی
د زمان یاغي موجونو
بل جهان ته یم راوړی

رایادیږي مې جونګړه
رایادیږي ېې خیالونه
هسې لرې راته ښکاري
لکه ورک ستړي خوبونه

نه د چا پر بیدو شونډو 
څه مرموزه نغمه ناڅي
نه د چا له پټو سترګو
د هوسۍ ترانې پاڅي

نه د چا پر سپینو لیچو
تورې څڼې را خورې دي
نه د مړو کتو یادونو
ویښې کړي د چا شپې دي

نه د چا پر دنګه غاړه 
لونګین په ورو،ورو زانګي
نه مستي د مستو پیغلو
ماتې کړﺉ دي ګلڅانګې

نه هغه د سوما بوټي
نه هغه د غرو لمنې
نه اوښبه نه ېې هی هی دی
نه کیږدۍ دي چیرته پلنې

نه هغه وحشي دښتونه 
نه غاټول پکې غوړیږﺉ
نه شیلې نه ېې باډسکې
نه څپې پکې مستیږﺉ

نه خوشحال له زوره غږ کړه
په ښکاره چې خوله ېې راکړه
نه له بخته فریادي دی
چې ملګرو ورته شا کړه

نه حمید په شنه زړګي کې
خیال د شونډو دی ساتلی
نه فراق د نو خطانو
کرۍ شپه دی ژړولی

نه محفل شته د رندانو
نه قیامت د پایکوبونو
نه د شیخ په لاس عصا ده
نه فریاد له سرکوبونو

نه څه زیری د فردوس دی
نه هوسۍ د کوثرونو
نه څه ویره د ګناه شته
نه وحشت له دوزخونو

نه جنون په خروش راغلی
نه هوښیاره بد مستي شته
نه د عقل لیونتوب دی
نه د بنګو هوښیاري شته

دلته اور د ژوندون نشته
د ساړه جهنم کور دی
دلته هر څه ایرې کیږﺉ
د حیات په نامه ګور دی

دلته هر څه سودا کیږي
دلته هر څه بازاري دي
دلته وینې بیګانه دي
دلته مینې ظاهري دي

زما د جګو غرو سندرې
څوک ېې نشي اوریدلی
زما زیږه پښتنه ژبه
دلته نشي ګړیدلی

زه داستان د بربادیو
زما کیسې په وینو سرې دي
نه له ستوني مې غږ وزي
نه په سور کې زمزمې دي

دلته وژنم خپلې هیلې
بې لمبې سوځم ویلیږم
نه د چا دلارې مل یم
نه د چا مخ ته بلیږم

زما هغه جنت پردی شو
چې مې حورې ورستایلې
زما هغه کورګی تباه شو
چې کیسې به مې کولې

ها نسیم لمبه،لمبه شو
چې ېې وینې ویښولې
هغه جام له زهرو ډک شو
چې مستۍ ېې پاڅولې

زما وروستي بڅري مړه شول 
زما نه مه غواړﺉ اورونه
زما ګونګی احساس مړ شوی
زما نه مه غواړﺉ شعرونه

ویرجینیا- ايالات متحده امريكا

 

د سليما لايق ځوابیه نظم

راته ښکاري دریادیږي
بیا جونګړه لیونی شوې
وطن وړ د عبادت شو
ته ېې پښو ته سپیلنی شوې

لا دې سترګې ښایسته دي
چې په خیال کې وطن ګورې
د خیالونو په زانګو کې 
هغه ښکلی چمن ګورې

دا ته څومره زړور ېې
یادوې ستړي خوبونه
د مغرب په جنتو کې 
دریادیږي لغړ غرونه

دا ته څومره زړورېې
چې په سویو پسې ژاړې
د بیغمو په دنیا کې
د غمونو کیږدۍ غواړې

دا ته څومره زړور ېې
چې د وینو توپان څارې
د اورونو په تالاب کې
بیرته باسې سړې لاړې

ما وېې وار ېې د مزو دی
نڅوي به سپینې نجونه
تخنوي به وحشي بطې
تشوي به ګیلاسونه

ما وېې وار ېې د جنت دی
پریږده،پریږده چې پې موړ شي
ما وېې ډک دی له انګاره
پریږده،پریږده چې لږ سوړ شي

ما وېې نګیري به چې ستر دی
نه ځایږي په وطن کې
ما وېې نګیري به چې ښه دی
تر کابله په لندن کې

ما وې مونږ سپیره وطن یو
دی آباده نړۍ غواړي
دی د وینو په سیلاب کې
د سرو زرو بیړۍ غواړي

ځکه لاړ زمونږ له سیمې
د هوس ویرجینیا ته
دی په خپل هوس اخته شو
مونږ ېې پریښودو مولاته

مونږه اوښکې وینې یو ځای
نذرانه د خپل وطن کړﺉ
مونږ د جنګ خونړي دیو ته
وریتې غوښې د خپل تن کړﺉ

د سرو وینو باران راغی
رانه لارې ورکې نه شوﺉ
حجرې ډوبې شوې په وینو
خو هیڅکله سپکې نه شوﺉ

په تیارو کې مو رڼا کړل
د پیړیو څراغونه
په افغان مو باوري کړل
هم شرقونه هم غربونه

زمونږ جونګړې که هم سوځي
لا زمان پکې بهیږي
د ایرو په توده غیږ کې
نوې، نوې ګلان زیږي

هر یو څاڅکی ګلستان دی
د شهید په سره ګوګل کې
هر سنګر خوني تاریخ دی
په کابل کې، په زابل کې

لمر هغه دی تا لیدلی
مونږ ېې سوځو په لمبو کې
وطن سر تر پایه سوی
مونږ ېې ناست یو په ایرو کې

د ټوپکو نلۍ کاندي
په هر ناو کې غځونې
د شپیلیو په بدل کې
د راکټ سندرې پلنې

په بدل کې د ژوند ورکو
میندو نور زمن روزلي
وطن غیږه د ورورۍ شوه
مرور ېې رابللي

ما وې زه به تاته لیږم
د تاوده زړه آوازونه
ما وې زه به تاته ښیم
دا د ننګ ختلي غرونه

ما وې یو ځای به خوځیږو
په پیچلو واټنو کې
ما وې یوه لاره به باسو
په دې تتو ترږمو کې

ما وې ګډ به عشق ته وایو
مونږ ته راکاندي وزرې
په یوه دمه به وردانګو
هم په لوړې ، هم ژورې

ما وې یو شعر به لولو 
ویښولو د بیدیا ته
ما وې یو دریاب به بیایو
اوبولو د صحرا ته

ما وې یو ځای به ېې ګالو
د تاریخ پاتې غمونه
ما وې یو ځای به رابولو
دا پاشلي ولسونه

زمونږ بیړۍ ټوټه،ټوټه شوه
د توپان په ټکرو کې
مونږه ورک شو یو له بله
د څپو په غلبلو کې

آسمان غږ کړ خیر نشته
په دوه ګونو خطا لارو
مونږ پې وخندل په سپکه
سره ورک کړو نفسي چارو

راشه مخه کړو ساحل ته
لا دریاب مونږ ته غږیږي
لا څپې بولې سندرې
لا بادونه پې غوریږي

لا آسمان د ښکلا کور دی
د لمر وړانګې پې خوریږي
لا د خاورې له تاوده زړه 
سره ګلونه راخوټیږي

لا د ځمکې غیږ پرانیستې
قبلولو د مردۍ ته
لا تاریخ تړلی نه دی
د مردانو قربانۍ ته

لا څپرې وریځې ګرزي
پاس په څوکو د خیبر کې
لا زمونږه خنجر بریښي
د پیړیو په ګذر کې

لا په دښتو کې خواره دي
صحرايي عطر د ترخو
لمر ختو کې لا ځلیږي
په ځوځانو تاج د پرخو

لا د غرونو شپه هغه ده
هیبتناکه، وحشتناکه
لا د سین سندرې باسي
عاشق زړه له خپله واکه

لا په پراخو دښتو ځغلي
د بریښنا د اور لړونه
لا په کاڼو کې زړه چوي
پاس د تالندو غږونه

لا د شرق بادونه خوځي
د بابا د غرو په تړو
لا د غرو اوچتې څوکې
ډوبې،ډوبې دي په لړو

لا راخیږي لمر په تالو
لا غوړیږي سره ګلونه
باد وهلې اوبه سپړي
د سپوژمۍ سپین تنابونه

لا چوپتیا خوره په دښتو
لا خالي وحشي رغونه
لا ایلبند هغه ایلبند دی
سپینې واورې ګڼ ګلونه

لا عاشق زمونږه زړونه
په دې ړنګو، ړنګو کلیو
لا ژړانده زمونږ سترګې
د وطن په سر بایللو

لا هغه آزادي نه شته
چې مونږ وې ګوندې به راشي
لا هغه محتسب ګواښي
چې مونږ وې ګوندې رسوا شي

لا هغه ملا غصه دی
چې وطن ېې سوځولی
لا هغه واکدار د دین دی
چې جومات ېې نړولی

د پنجاب یزید هغسې
په مورچه باندې راخوځي
لا د جنګ په تناره کې
د افغان هډوکي سوځي

ما خپل ایښي پرهارونه
د عاشق زړګي د پاسه
خپل غمونه پکې څښمه
که ېې ګورې یو وار راشه

راشه،راشه چې در یاد کړم
غم وهلي کړاوونه 
راشه،راشه چې در وڅښنم
دا د زهرو ګیلاسونه

راشه،راشه چې ورګډ شو
د سرو وینو په ګرداب کې
راشه،راشه ماڼوګان شو
د اورونو په دریاب کې

راشه،راشه دمه ورکو
دې لار ورکي ویښ انسان ته
راشه نوې وینه ورکو
دې ننګي افغانستان ته

راشه دغه جهان وران کو
چې د غم په ورځ آباد دی
راشه دا تقدیر بدل کو
چې زمونږ په نامه یاد دی

کابل- افغانستان