وروستۍ شیبې

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هره ورځ غم او ماتم دی

وړ او ځوان په وینو رنګ دی

انسانان دلته چاودېږي

غم راوړی کوم فرنګ دی

هره خوا ځوان او سپين ږيري

په سرو وینو کې په رنګ دی

دغه ځوان سوری سوری دی

د آسمان سره په جنګ دی

لاس او پښې خوځوی نه شي

وايي  خدایه  داهم ژوند دی

له دې ژوند مو څه لیدلي

چې دا شر او دا غوبل دی

په ګناه خپل هيڅ پوه نه شوم

ولې تل پر موږ محشر دی

له ټپو يې وینې تللې

درد يې زیات له وس او زغم دی

لاس او پښې يې لا رپېږي

لا له ژوند سره په جنګ دی

شونډې خوري ماته ګوري

د کوم څه شي هیله مند دی

زه نژدې شومه ترې واورم

خو د ژبې ځواک يې کم دی

خو له سترګو يې پوهېږم

د کوچني ماشوم په غم دی

چې د پلار لارې به ساري

 چې راوړی يې قلم دی

د پلار غېږ ته به ور دانګي

له هر ځای ورته په امن دی

نن به چاته غېږ ته ورشي

چې پلار پروت په سور کفن دی

نور به څوک اوښکې ور پاک کړي

چې بې پلار او بې همدم دی

نور به چاته دادا وايي

نور يې څوک له زړه خبر دی

پر اندام يې لړزه راغله

چې د مور حال يې ابتر دی

دا کور ټول په ده راټول  ؤ

د مېرمن سر نن ببر دی

په څپېړو مخ وهلی

څير کمیس او هم  ټټر دی

په سر خاورې بادوینه

ولې دلته مدام شر دی

دلته ورور مسلمان وژني

وايې دین ته لوی خطردی

کلی کور او ښار ویجاړ کړي

وايي دا اسلام او شرع دی

هره ورځ وینې بهيږي

هره ورځ په هر کور غم دی

دا چې څوک ښه او خراب کړی

ددې کار قاضي خو خدای دی

د جنت تګ په زور نه شي

څوک د خدای په کار اګاه دی

دلته ډېر ټيکه داران دي

څوک د دین او څوک د قوم دی

په دې کور يې اور بل کړی

څوک جاسوس او څوک غدار دی

هره ورځ فتنې ډېريږي

ډارولی دوی شیطان دی

ځه خپل دین عقیده سم کړه

د هر چا قبر جدا دی

هر څوک خپل ځواب به وايې

د هر چا قاضي الله دی

ځوان نري څو ځګېروي وکړل

له سړو نه په عذاب  دی

ښکلي سترګې يې شوې پټې

له دنیا زیاتي بېزار دی

زما اوښکې توفاني شوې

ما ویل دا عجب انصاف دی