غزل

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

فقیر احمد عزیزی غزنوی

زه په مینه کشې د دوو کونو سودا کړم
سر او ځان به ځار د ښکلیو په ادا کړم
ستا د در د غلامۍ کړۍ مې بس ده
چې مې غاړه یا مې غوږ په خوشنما کړم


تورباڼو دې رڼا ورځ را باندې شپه کړه
په ډیوه باندې ګمان لمر د صبا کړم
را نه لاړل دین دنیا دواړه له لاسه
ستا په مینه مې قسم که یې پروا کړم
هنګامه شوه د محشر ورځنې جوړه
چا اخته په دې نارو او په ژړا کړم
خندنی د کور او کلي او کوڅو شوم
آواره دی لکه باد په ورین صحرا کړم
لیونیان د زمانې را پورې خاندي
لیونۍ هسې غمونو د آشنا کړم
عزیزی یم په ډګر د عاشقی کشې
ساری نه لرم په ډاګه دا وینا کړم
فقیر احمد عزیزی غزنوی
تورنتو کانادا