حیات الله ستومان

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

{slide=غزل}
تا ته چې راغلی غلی غلی یم
تا په زړه داغلی غلی غلی یم

زه د خوږو سترګو په تکل اشنا
کلي نه وتلی غلی غلی یم

مخې ته مې ودرېده خو ستون نشوم
ډېر به یې کنځلی غلی غلی یم

زه به راژوندی شم تا به ووژنم
څنګه دې وژلی غلی غلی یم

ته چې د ستومان په زړه کې زړه شولې
زړه کې دې ساتلی غلی غلی یم

امریکا یوټا
د مارچ ۴مه ۲۰۱۲ زېږدیز

حیات الله ستومان

{/slide}‍‍‍‍‍‍‍‍

{slide=غزل}
پکې ورک شوی یمه لار لټوم
ترې نه خلاصون ترې نه مدار لټوم

دا لېونی زړګی مې چیرې یوسم
دیار په خوا کې ورته کار لټوم

چې څه کوې پروا یې نه کړم اشنا
ګوره خو زه هم ځان ته وار لټوم

ټول پښتانه په یوه ټغر ټولوم
ورته ژوندون ورته کرار لټوم

زما په سترګو کې تصویر د ستومان
زه ورک له ځانه ځان دیار لټوم

امریکا
یوټا
دجون ۴مه ۲۰۱۱ زیږدیز‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍

{/slide}‍‍‍‍‍‍‍‍

{slide=پټه مینه}
په ژوندانه مې درته ونه ویلې
له پښتنو سترګو دې شرم راته
وه د پښتو مینې جذبه راسره
وم پښتونخوا کې
د پښتون په کلي
په زنکدن کې مې نارې کړې یاره
دا لېونی ستومان په تا مین دی
خو
ته
له سیندو
له
لوړو غرو وې پناه
او
ستاسې
کډه پښتونخوا کې نه وه

امریکا،یوټا
د می ۲۲مه ۲۰۱۱ زیږدیز

{/slide}

{slide=غزل}
زه خو د جانان سترګو ته شپې کوم
کله د ارمان سترګو ته شپې کوم

ژوند کې مې یو وارې هم ونه لیدې !
خوب کې دیزدان سترګو ته شپې کوم

دا محراب مې نور په کاڼو مه ولئ!
زه پکې دځان سترګو ته شپې کوم

وخته یاري وکوه او مل مې شه!
ګوره د قران سترګو ته شپې کوم

څنګ پکې سندرې مستې ولیکم
زه چې د هجران سترګو ته شپې کوم

کړي به ما هم و چې پښتون نه وم
ژونده د وجدان سترګو ته شپې کوم

زه چې د غیرت په لار ستومانه شوم
کله د ستومان سترګو ته شپې کوم

د فبروري ۱۸مه ۲۰۱۱
امریکا، یوټا

{/slide}

{slide=غزل}
زما سندریزه ماښامونه لمبه
تا مې کړه واړه ارمانونه لمبه

د ګل له سیوري کډه چیرې یوسم
دلته ګلپاڼې او ګلونه لمبه

قسمته څه کوې په کومې درومې
شو مې سپرلي شو مې رنګونه لمبه

نیمه خوا پاتې شومه ولوېدمه
ورپسې تلم کړمه غمونه لمبه

ستومانه تانه لرې تللې نشم
پرته له تا مې شي هډونه لمبه

امریکا
یوټا
دجنوري ۴ مه ۲۰۱۰ زیږدیز

{/slide}

{slide=غزل}
چې راته ګورې اشنا غلې غلې
بلې لمبې کړې په ما غلې غلې

له پښتنې مینې دې ځار شم اشنا
راله تر غاړې شه بیا غلې غلې

په هر قدم دې ډېر ګلونه کرم
ځار شه ګلپاڼې له تا غلې غلې

سبا مې وژني ستا په سر جانانه
ګوره چې نشې په شا غلې غلې

که یې په څلي شي ورپېښه کله
ستومان ته وکړه دعا غلې غلې

امریکا
یوټا
د جنوري ۲مه ۲۰۱۱ زیږدیز

{/slide}

{slide=غزل}
یمه حیران دبېلتانه تر څنګه
سره یو نه شول پښتانه تر څنګه

له ما ژوندون له ما سکون تښتوي
یوه دانه د ژوندانه تر څنګه

هغه د مینې پوروړې زما
زه هره شپه د ځنګانه تر څنګه

زما ژوندونه وایه څو پورې به
ژوند تېروې د بارانه تر څنګه

د نیمو شپو مزل ستومانه کړمه
یمه راغلې د شپانه تر څنګه

۸ مه د نوومبر ۲۰۱۰ زیږدیز
امریکا ، یوټا

{/slide}

{slide=غزل}
ددې باروتو د لمبو په کلي
مینه کرمه د ایرو په کلي

ستا د بڼو په لار ګلونه شیندم
شیندم ګلونه د ازغو په کلي

پرېږده چې مینه وکړي ژوند وکوي
جنګ مه راوړﺉ د پښتنو په کلي

د وطن غیږ کې نفرتونه سېزم
عشقه راځه نور د جنګو په کلي

درنه یې وداړلم ویې خوړم
غیرت چې نه کړې د پلرو په کلي

درنه مې وژني او په تا مې وژني
پخپله خاوره د نیکو په کلي

ستړی ستومانه لالهنده دې کړم
جنګ جوړوې به نوترڅو په کلي

امریکا ، یوټا
۸-۱۲-۲۰۱۰ زیږدیز

{/slide}

{slide=غزل}
مینه په مینه کړې رښتیا یاره
څومره بلا کوې بلا یاره

زما پوښتنه دې له ځانه وکړه
کلی څه نه وایي زما یاره

چې دې په پښو کې په سجده پرېوځم
درځمه نور له امریکا یاره

راځه چې دا وطن پخپله جوړ کړو
وکړو یوه بل سره سلا یاره

تر تا ستومانه شوه راپرېوتله
په لاس یې وویلې تر بیا یاره


امریکا یوټا
دسالټلک ښار
۲۵.۱۱.۲۰۱۰

{/slide}

{slide=غزل}
رابه شي یوه شپه د ژوندانه زما
مړه به شي ډیوه دژوندانه زما

تا نه پرته کله تېره شوېده
داسې یوه شېبه د ژوندانه زما

زه به یې په مینه هم اباده کړم
تا لره کعبه د ژوندانه زما

خیر که لېونی شوم خو پوره مې کړه
دا یوه وعده دژوندانه زما

منډه به راواخلې زه به نه یمه
وي به جنازه د ژوندانه زما

ته به یې په سر جانانه باد کړې زر
خاوره او ایره د ژوندانه زما

ژوند پکی ستومانه یاري نه کوي
کومه ده مزه د ژوندانه زما

۲۲-۱۰-۲۰۱۰ زیږدیز
امریکا یوټا
د سالټ لک ښار

{/slide}

{slide=غزل}
که ژوندی پاتې شومه ستا په غېږ کې
تا به رانغاړم د وفا په غېږ کې

مونږه د مېنې پیروان یو ځکه
مینه تل ستایو د دنیا په غېږ کې

یاغي خیالونه رانه شو اشنا
ته چې راپرېوتې زما په غېږ کې

یه سوداګرې یه رنګېنې مینې !
غېږ ته مې راشه دبېګا په غېږ کې

غاړه غړۍ مې غېږ کې ولوېدله
ستومانه شوې دجفا په غېږ کې

۱۳۸۲ وری ۲۸مه
لره پښتونخوا

{/slide}

{slide=غزل}
تصویر دمینې ګورم م اباسین مې خیال ته راشي
دخیال څپه مې ډوب کړي تاترین مې خیال ته راشي

دنیا راته اور اور شي او عقبی راته اور اور شي
اشنا ته چې نارې کړمه یاسین مې خیال ته راشي

جنون راسره مل شي فلسفه دمېنې یون شي
د یار دخال یو کلی سپین جبین مې خیال ته راشي

کاروان راځنې لاړ شي یکتنها پاتې شم ولې ؟
ضمیر چې مې پرېښانه شي آیین مې خیال ته راشي

نور تښتمه لا تښتمه چې ځان مې کناره کړم
زاهد ته چې نږدې شمه ستا دین مې خیال ته راشي

دا نن چې داشنا کلي کوڅو کې رټل کېږم
رقیبه ستا ښېرا دبل آمین مې خیال ته راشي

د مینې په شېبو کې چې ستومانه زما خیال شي
یو ښکلی شان تصویر د نازنین مې خیال ته راشي


۹-۳-۲۰۰۲
لره پښتونخوا

{/slide}

{slide=غزل}
زړه کې مې لمبې دي لمبې مړې نه دي
څنګه پښتنې دي په وعدې نه دي

څنګه درباب تارونه وچیړم
مل راسره اوښکې دي نغمې نه دي

دلته پسرلی کله راغلی دی
دلته خو دغرو لمنې شنې نه دي

داچې نڅاګرې دي پښتو وایي
دا خو زیږولې پښتنې نه دي

لوبې مې په زړه کې له خاپوړو شته
مانه هېرې شوې افسانې نه دي

ژونده یوه ورځ به درته پړ شمه
وړې پر اوګو مې جنازې نه دي

ماته ځنکدن کې ستومان وویلې
مړې دپښتنو مستې جذبې نه دي

دزمري ۲۸مه ۱۳۸۹لمریز
امریکا،یوټا

{/slide}

{slide=څلوریځه}
غمونو نور مې پرېږدیءرقیبانو کره لاړ شیء
زما د پاکې مینې دښمنانو کره لاړ شیء
داکله خدای څښتن به خپل ملکو ته ووایي
دسولې ډولۍ واخلیءافغانانو کره لاړ شیء

{/slide}

{slide=غزل}
څنګه په سر مې ګزارونه کوې
په لر او بر مې ګزارونه کوې
دپښتنو کور دې لمبه لمبه کړ
آه په خیبر مې ګزارونه کوې
لاس دې ګرېوان ته اچولی نشم
چې په ځیګر مۍ ګزارونه کوې
له کومې راغلې او دڅه لپاره
دزړه په ور مې ګزارونه کوې
په جنګ دې ولړلم جنګ دې کړمه
په دې هنر مې ګزارونه کوې
تالاترغه دې کړمه چور دې کړمه
په سیمه او زر مې ګزارونه کوې
وماته سوله زما په مرګ کې وینې
په سمه او غر مې ګزارونه کوې
ځوی دخالد یم تا نه هیر لا نه دی
څنګ په عمر مې ګزارونه کوې
زه لوی پښتون یم سوله نه غواړمه
چې په ټټر مې ګزارونه کوې
ستومان پښټون درته سینه نیولې
په لوی ټبر مې ګزارونه کوې
حیات الله ستومان

{/slide}