نجيبه سارا بياباني

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

{slide=ملنګ جان ته}

اې عشقه نامراده تا څه په غمو سر کړم 

عالم د زيست روزګار کا زه تل خون ځيګر خورم

هو!
ما د هوا څپو کې ښکلی غزل اورېدو
د سندرغاړي غږ کې درد سره مل اورېدو
دغه کلام کې د شاعرد مينې يوه انتها ښکارېده
داد خلوص بېلګه ېې د لمر رڼا ښکارېده
ماته لدې غزله شوې شل پوښتنې پيدا
سوچ مې کاوه چې چانه واخلم ځواب هويدا
تکل مې خپل کړو په پوښتنو سر شوم
ځواب ته ځانله په قبرونو سر شوم
ومې مونده يو زيارت
چې ېې جنډه د عزت
په سرولاړه رپېده وئیل ېې
فضل کړې ربه لړزېده وئیل ېې
زه د ملت آواز وم
هڅه وم تاخت او تاز وم
د لوی ټبر پرواز وم
د خپل هېواد ځلمو ته
ملي هويت وم ساز وم
افغانو پېغلو ته زه
سالم غرور وم ناز وم
زه وم ملنګ د وطن غليم ته سنګ د وطن
له مانه اوس څه غواړې؟
زه يم د خاورو څلی
ما پنځوس کاله مخکې د سوال ځواب درکړی
په بر او لره کې مې مخکې له تلو ليکلی
د کومې دعا لپاره زما زيارت ته راځې؟
د کومې هيلې خواست ته زما اصليت ته راغلې
ما وېل چې زه لتا پوښتنه لرم
ستا له ويناؤ نه ګروېږنه لرم
چې ستا نظر تراوسه ولې نظر پاتې شو؟
ده وېل تر اوسه لا چا زه پېژندلی نه يم
دومره کلونو کې لا چا تر تا لوستلی نه يم
ژوند ته په ښکلو سترګو لا چا کتلی نه يم
هېچا په غور سره زه اورېدلی نه يم
زما د نظر بدرګه صرف د لاسو پړقا وه
خو له محفله وروسته هېچا پوښتلی نه يم
ما د ملنګ کچکول کې خير د وحدت غوښتلو
خو د خانانو وره ته چا پرېښودلی نه يم
زه د فطرت له وجې دومره مجبوره ومه
چې زه ملنګ په عشق کې سائل ورغلی نه يم
ما خو له لروبرو د افغان خير غوښتلو
وجه پښتو وه ځکه چې په شا تللی نه يم

ما وېل!
نو ولې لرې له ترږمۍ نه نشول
د هيلو لارو ته سم له نهيلۍ نه نشول؟
ده وېل ، ددوی هيلو ته بس همدا څلی پاتې
د پخوانو په تاريخ وياړي دا هيلې پاتې
د احساساتو عقل ترمنځه پاتې افغان
د اتفاق مزی لنډ له پښتونوالې پاتې
نه اراده روزو موږ او نه مو يون ښکلی دی
نه مو د زغم توان شته او نه مو ژوندون ښکلی دی
ما پنځوس کاله مخکې دوست او دښمن وروښود
د هروګړي غوږ ته مې رسا غږ رساوه
د هر کاروان د جرس غږ به ساروان اورېده
په محافظه کې به هم له ملي غږ لړزېده
خو د نااهلو پلرو د بې وصولو سولوک
نشل ارجله ځوا شو د دربارو په ملوک
ټول ېې ويده ساتلي په الاهو د پردو
هر يو خوړله ژبه چې وه هر کور کې بلوک
ما وېل موږه د قلم خاوندان درلوده ډېر، اوس هم لرو ښه پوهان
ده وېل چې مه وايه بې رنګه قلم
د ځان شهرت پسې نن ګرځي صنم
په مورنۍ ژبې ېې رنګ نه ښکاري
په همدردۍ کې مې همدم نه ښکاري
له جهالته راويښ شوي ندي
د پوهې لار ې ته سيخ شوي ندي
د ناپوهانو مې لښکرې ګرځي
په دوه سيالانو کې سريښ شوي ندي
آرمان آرمان افغان پښتون څوک دی ؟
چې په رڼو سترګو ويده زبون څوک دی؟
په پنځوس کاله چې ما ويښ نشو کړای
يه يويشتمې صدۍ ړوند و کوڼ څوک دی؟
په غوږو کوڼ په سترګو ړوند پروت دی
پردي فرهنګ کې په خولې ګونګ پروت دی
ګوانتنامو کې په زنګون پروت دی
قائيده طالب ټاپو ته لکه مجنون پروت دی
کله عرب کله عجم له لاسه
کله د غرب کله د چم له لاسه
کله ېې يوروپ کله ېې روس ګډوي
تر څو غږ نه باسي د بم له لاسه؟
وايه ترڅو به دغه حال وي زموږ ؟
مرګ به ددوی لخوا ، وبال وي زموږ؟
د ناپوهۍ توره بلا ولاړه
لور مو نالوستې ده ترخوا ولاړه
ځوی مو ټوپک اخلي قلم ماتوي
خونه د پلار تالا والا ولاړه
شاته مو کلي کې لالا ناست دی
نالوستي غږ ته د ملا ناست دی
د روپۍ ټک د مړۍ کپ ته ګوري
علم پېری دی پټ په غلا ناست دی
که مې نارې که مې سورې وکړې
که مې د پوهې مسئلې وکړې
که په پښتو مې فيصلې وکړې
پخپلې ژبې مې جرګې وکړې
هېچا مې غږ په غوږو وانه ورېدو
که مې له درده شوګيرې وکړې
پوښتنې مکوه دردېږمه
په تورلحد کې لاکړېږمه
پخپل ملت باندې ژړېږمه
د مينې اور باندې سوزېږمه
کله به پوه شي چې تر اوسه لا ويښ شوي ندي ؟
په مخ څپېړې له غليمه خوري سيخ شوي ندي ؟
که اوس هم ويښ نشي کمېږي به
که يو کړۍ نشي ورکېږي به
لکه دا زه ملنګ چې خاورې شومه
يو يو به مات کړي خارې کېږي به

ما وېل !
عشقه نامراده ملنګ جان په غمو سر دی
لا تر اوسه آرام ندی زموږ له حاله ېې هډ خبر دی
بس کړه نور ملنګه ستا په غزل پوه شومه
اوس د وطن له مينې ستا په اجل پوه شومه
د عشق طواف ته به دې زه زليخا جوړه شم
يوسف ته لاره نيسم ، د خير په پل پوه شومه
د آزادۍ د مينې اصلي رنګ تاراوښود
د شاه جهان د مينې په تاج مهل پوه شومه
د نادانۍ له جهله ته د خلاصون بېلګه ېې
نن په قلم او توره دواړو په چل پوه شومه
روح دې ارام کړه انتظار ولره
پخپلو هيلو کې قرار ولره
زه ويښه شوې يم نور ويښوم
تر څو ژوندۍ يم کلی کور ويښوم
د هر افغان کره جرګې ته ورځم
لراوبر دواړه لکه مور ويښوم
لکه ملاله به پرې غږ وکړمه
د هر پښتون شعور او شور ويښوم
د قلم توره به په لاس کې ورکړم
د رقيب ورکې ته به ېې زور ويښوم
بيا به ورکو شؤو د جرګو قانون برسېره کړمه
هر يو افغان به په انصاف کې زه سرتېره کړمه
زيارت مې وکړ ستا عزت غواړم
له الله تاته مغفرت غواړم
زه هم چې د ځوان نسل غيرت غواړم
پوهې کې علم او صداقت غواړم
د اتحاد او اتفاق روزنه
پښتنې مور ځينې خدمت غواړم
په افغانيت د پښتونوالې سره
د هر يو پلار نه ېې وصيت غواړم
چې شي ملاتړی د جهان سيالۍ ته
لوړه ېې پوهه په هروخت غواړم
خالقه خدايه پښتانه اوچت کړې
پدې نړۍ کې ېې د علم چت کړې
چې نوروګړي ېې د سيوري لاندې
په زده کړې بوخت شي هر يو کس د بخت کړې
روح دې ښاد شه د وطن د عشق ملنګه
ستا کچکول سارا اخيستی اوس هم تش ندی له ننګه


نجيبه سارا بياباني

{/slide}