ولسمشر زما د پرانیستي لیک په ځواب کې!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دوه اونۍ وړاندې مې د افغانستان جلالتمآب جمهور رییس ته یو پرانیستی لیک واستاوه؛ له نېکه مرغه چې جلالتمآب جمهور رییس زما د لیک په ځواب کې هغه کار وکړ چې د ټول افغان ملت په ځانګړې توګه د هېواد د یوه لوی ټبر (پښتون) غوښتنه وه.

په دې هیله چې ولسمشر نور په خپله کابینه کې د غلو، ناروغانو، مفسدینو او متعصبو اشخاصو مخه ونیسي او نور په خپله کابینه کې داسې کسانو ته ځای ورنه کړي.

ولسمشر زما د لیک په ځواب کي: (((حکم رئيس جمهوری اسلامی افغانستان


در مورد توظیف معین تعلیمات عمومی وزارت معارف
به حیث وارسی‌کننده آن وزارت برعلاوه وظیفه فعلی شان

الی تعیین و معرفی کاندید وزیر جدید به ولسی جرگه شورای ملی وارسی از امور وزارت معارف به محمد ابراهیم شینواری معین تعلیمات عمومی آن وزارت سپرده می‌شود.
از خداوند متعال (ج) توفیقات مزید در اجرای امور محوله برای‌شان استدعا می‌نمایم.

محمد اشرف غنی
رئیس جمهوری اسلامی افغانستان(((

1396/8/6 زابل ـــــــ افغانستان/ شرف الدین کاکړ

د افغانستان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني ته پرانیستی لیک

ښاغلی جمهور رییس!

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته؛

زما ښه په یادېږي کله چې د پوهنتون د دویم ټولګي محصل وم، پوهنتون ته ستاسو د غونډې د بلنې کارت راغی او پکې لیکل شوي وو چې سبا په شهزاده شهر هوټل کې چې کابل پوهنتون ته څېرمه دی؛ ستاسو لپاره د پکتیا د اوسني والي ښآغلي شمیم خان کټوازي له لوري غونډه نیول شوې ده. په کارت کې له رسمي مجلس وروسته د ټنګ ټکور یادونه هم شوې وه.

دا پروګرام ستاسو د ټاکنیز کمپاین پیل و. خدای شته ډېریو محصلینو د ټنګ ټکور په پار ستاسو بلنې ته لبیک ووایه، څو د خپل زړه پړاس وباسي؛ خو ډېر شمېر نور محصلینو په دې موخه ستاسو د ټاکنیز کمپاین په لومړني پروګرام کې برخه واخیسته چې تاسو یې د یوه علمي کادر او د نړۍ د دویم مفکر په توګه پېژندلی.

ماسپښین دوه بجې وې، یو شمېر محصلینو حتا خپل درسونه پرېښودل؛ خو ستاسو په دغه پروګرام کې د ګډون په موخه د هوټل پر لور روان شول. سیدالله سلام چې دا مهال د سرحدونو او قبایلو چارو په وزارت کې د سلاکار په توګه دنده پر مخ وړي، د پروګرام د سټېج چارې پر مخ بیولې.

تالار ته ستاسو له داخلېدو سره سم، د سټېج ویاند تاسو د خوشحال په یو شعر او د ناستو کسانو په چکچکو بدرګه کړی، تاسو دواړه لاسونه په سینه نیولي وو او خلکو ته مو د تعظیم او درناوي تمثیل کاوه. کله چې سټېج ته ستاسو د بلنې وخت را ورسېد، نو د ویاند له لوري په داسې ستاین نومونو او د ناستو کسانو له  خوا په مستو چکچکو د سټېج سر ته بدرګه شوئ او خپله وینا مو پیل کړه.

پرته له بسم الله او ښه راغلاست ویلو؛ ستاسو ټولې وینا شعاري بڼه غوره کړه، تر ډېره بریده مو په وینا کې احساسات نغښتي وو، له یوې خوا ستاسو احساساتي وینا او له بلې خوا په تالار کې د ناستو کسانو چکچکو ټول تالار لړزاوه. ستاسو د وینا څو مهم ټکي چې لا هم زما په ذهن کې دي او کله چې اوس تاسو له هېواد والو سره بیاځلي ژمنه تازه کوی، نو ماته مو همغه پخوانۍ وینا سترګو ته ودرېږي.

دا چې تاسو د پوهنتون محصلینو ته وینا کوله، نو تر ټولو ډېر ټینګار مو د هېواد په پوهنیز نظام په ځانګړې توګه د هېواد پر پوهنه او لوړو زده کړو کاوه. تاسو وویل چې د هېواد د ژغورنې یوازنۍ لار پوهنه ده او په دغه برخه کې مو ځوانو محصلینو ته داسې غوړې ژمنې ورکړې چې په پلي کولو سره به یې واقعاءً د ګران هېواد په پوهنیز نظام کې ستر انقلاب رامنځته شوی وای.

ښاغلی جمهور رییس!

په ډېر تأسف سره باید ووایم چې تاسو هغه مهال په خپله احساساتي وینا او هوایي شعارونو د هېواد تر ټولو پاک نسل یعنې محصلین وغولول. له کومې ورځې چې تاسو د واک واګې په لاس کې اخیستې دي، هره ورځ د ګران افغانستان لپاره سور ناسور ګرځېدلې او ولس هره کړۍ خپل مرګ ته شېبې شماري.

تاسو محصلینو ته په وینا کې د ګران هېواد د پوهنیز نظام د پیاوړتیا او د با کیفیته معارف ژمنه ورکړه، خو نه یوازې چې تاسو کړې ژمنې عملي نه کړې، بلکې پخوانۍ لاسته راوړنې مو هم له خارو سره خاورې کړې. تاسو په ځلونو ځلونو ویلي وو چې که مې نن په اساسي قانون معامله وکړه، نو سبا به ستاسو د اولادونو پر سر هم معامله کوم. د اساسي قانون پر سر خو دې په لومړۍ ورځ معامله وکړه؛ ځکه حکومت دې د سیاسي معاملې او له اساسي قانون سره په ټکر کې جوړ شو.

موږ بیا هم څه ونه ویل، داسې مو انګېرله چې ولسمشر ملامت نه دی، د مجبوریت له مخې یې دا کار وکړ؛ خو کله دې چې د ګران هېواد د معصومو اطفالو پر سر معامله وکړه، نو موږ پوه  شوو چې ستا د خبرو او عمل تر منځ واټن زیات دی؛ ځکه د هرې ژمنې برعکس عمل کوې.

د سیاسي معاملې له مخې دې د ګران هېواد د معصومو اطفالو حقوق داسې پایمال کړل چې تصور یې نه کېده، د ښوونځیو دروازې یې دې پر مخ بندې کړې، کتابونه دې ترې واخیستل، قلم یې دې له ګوتو کش کړ، لنډه دا چې د پوهنې نظام دې له داسې ناوړه برخلیک سره مخ کړ چې ټپونه به یې یوه پېړۍ وروسته هم ونه رغول شي.

جلالتمآب جمهور رییس!

ستاسو له راتګ سره د ولس هیلې نغښتې وې؛ خو متأسفانه چې د ولس دغه هیلې مو د خاورو خوراک کړې. د سیاسي وېش له مخې مو د ګران هېواد یو شمېر مهمې او برخلیک ټاکونکې ادارې داسې بې کفایته او متعصبو ناروغانو ته وسپارلې چې نه یوازې د کار کولو وړتیا یې نه درلوده، بلکې ټولې هغه لاسته راوړنې چې پخوا یادې ادارې ته جلب شوې وې، هم له خاورو سره خاورې شوې چې تر ټولو ښه بېلګه یې د پوهنې وزارت ګڼلی شو.

دغه وزارت د سیاسي وېش له کبله داسې متعصب او بې کفایته مریض ته سپارل شوی چې له توطیو او غلا پرته یې بل کار نه درلود. نوموړي تېر دری کلونه صرف د وزارت د موجود اوسنیو او پخوانیو کارمندانو لپاره د توطیو پر جوړولو او د خپل کاذب امپراطور پر خوشحاله ساتلو تېر کړل، تر څو د خلکو توجه د خپلو شومو اعمالو څخه تېر وخت ته جلب کړي او په خوارو مامورینو کې ویره خپره کړي چې د ده هېڅ عمل چلینج نه شي کړای او پر وړاندې یې ونه درېږي. د معارف ټولې پخوانۍ لاسته راوړنې یې له خاورو سره خاورې کړې، کومې مرستې چې بهرنیو ډونرانو له دغه وزارت سره کړې وې د وزیر د بې کفایتۍ، فساد، اقربا پروري، تنظیم پروري او مریض مدیریت له کبله یې تعلیق او یا هم ټولې بېرته وګرځول شوې؛ د هېواد پوهنیز نظام دا مهال له یوه ناوړه برخلیک سره مخ دی، د معصومو اطفالو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې دي، خو د خلاصون په موخه یې هېڅوک نه لاس په کار کېږي.

تېره ورځ له فساد سره د مبارزې او څار یوې ګډې کمېټې یا (MEC) د پوهنې وزارت په تړاو له شرمه ډک داسې یو راپور خپور کړ چې اورېدو یې هر واقعي افغان د درد او نا هیلۍ احساس وکړ؛ په راپور کې راغلي وو چې د پوهنې په وزارت کې فساد داسې کچې ته رسېدلی چې حتا د ښوونکو بستونه پلورل کېږي، په ښوونځیو کې پر یو شمېر ښځینه ښوونکو جنسي تېري کېږي، په یاد وزارت کې ټولې ګومارنې د اړیکو پر اساس کېږي نه د لیاقت او وړتیا پر اساس، د پوهنې په برخه کې د انکشاف او پرمختګ څرک نه لګېږي او.... نه پوهېږم تاسو نور کومې معجرې ته په تمه یاستی، صرف دا پاتې دي چې یو آسماني پیغام هم د پوهنې د اوسني سیاسي، متعصبې، فاسدې، بې کفایته رهبرۍ په اړه درته راشي.

ښاغلی جمهور رییس! د زابل د یوه غریب اوسېدونکي په توګه هیله کوم چې نور دغه روان ناورین او بدنامۍ ته د پای ټکی کېږده. په زابل ولایت کې ۲۴۰ بابه ښوونځي دي چې له دې جملې ۱۰۲ ښوونځي ولسوالیو او مرکز کلات ته څېرمه  فعال دي، نور ټول د بېلابېلو دلایلو له کبله د معصومو اطفالو پر مخ تړل شوي دي؛ هېڅوک یې د خلاصون په اړه  حتا فکر نه کوي.

د خدای روی ومنه، د زابل او ټول افغانستان پر معصومو اطفالو ورحمېږه، د پښتنو په اولادونو ورحمېږه، د پښتون د نسل د ژغورلو په پار لاس را بډې وهه او دغه متعصب او بې کفایته مریض وزیر چې یو کال وړاندې د ولس د استازو له لوري بې واکه شوی او هره ورځ کورني او بهرني څړنیز بنسټونه د ده د فساد او بې کفایتۍ په تړاو راپورونه خپروي، ګوښه او پر ځای یې داسې یو علمي او اکاډمیک شخص وګوماره چې یو ځل بیا د ګران هېواد په ګوټ ګوټ کې د پوهنې رپانده بیرغ ورپوي.