دبیان آزادي دچا لپاره ؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

آصف خواتي

ډیری داسې فکرکوي چې دطالبانو وروسته واکمنۍ یوازینۍ محسوسه لاسته راوړنه دبیان آزادي ده اوافغانستان په سیمه کې دبیان دآزادۍ له امله مخکښ هیواد دی اوپه اسلامي نړی ځانګړی ځای لري. خوکه چیرې داحساساتو، عواطفواو سیاسي ملحوظاتوپرته په هیوادکې درسنیو نني  وضعیت ، درسنیوله لارې دهغوواقعیتونواظهارول چې په دولتي اداروکې دشته فساد اوخلکوته دخدمتونوپه نه رسولوڅرخیږي اودهغو په وړاندې دواکمنۍ دهیڅ اړین مثبت

غبرګون څرک نه لګیږي اوضمنآ رسنۍ ملي اتلان سپکوي ، په تاریخ موملنډې وهي ، په څرګندډول قومي اوژبنیو دښمنیوته لمن وهل کیږي اوخبره انارشي ته رسیدلې ده  دامثبته اوغوره لاسته راوړنه نه بلکه منفي اوخورا ګواښمنه لاسته راوړنه ده چې پرهغې ویاړل نه داچې دمنلووړنه دي بلکه دغندلو وړهم دی. کله چې په رسنیو کې دخپلواکې ګټونکي ته دډارن اوفراري خطاب وشي، دمعاصرافغانستان بنسټ ایښودونکي ته سپکاوی وشي، یوځواکمن والي مرکزي حکومت ته دخوب دحرامولو پیغام صادرکړي اوداهم ووایي چې څوک هغه دولایت څخه نشي ګوښه کولی دا دبیان  ازادي نه بلکې دخپل هیواد تاریخ ته سپکاوۍ اودڅرګند انارشیسم ښکارندوی دی. خوپربله خوا لیدل کیږي چې یوژورنالست اولیکوال چې دسولې لپاره هلې ځلې کوي اودحکومت دتش په نامه دسولې په تګلاره اودسولې په عالي شورا نیوکې لري هغه زنداني کیږي اوهغه چې غازي امان الله خان دادخپلواکۍ پلار اوروشن ضمیره پاچا ته سپکاوی کوي آزادګرزي اوخپلوسیاسي فعالیتونوته چې هغه هم دقومونوترمنځ بې باوریواودښمنیوته لمن وهل دي ادامه ورکوي. داڅه بیانوي اودادبیان آزادي دچالپاره ده ؟  داددې ترخه واقعیت ښکارندوی ده چې دادبیان آزادي د یوموټي افغانستان ددښمنانو، دلنډه غرو او دفاسدوپردی پالوځواکمنوډلولپاره ده نه ددې هیواد دسولې اوسوکالۍ دلیوالولپاره. پدې هکله بیلګې لږنه دي خودلته غواړم دیوه ځوان ژورنالست اولیکوال ( نظرمحمد مطمئن) زنداني کیدوڅرنګوالي ته ګوته ونیسم. نوموړي څه موده مخکې په کابل کې پوهنتون ته دتګ پرمهال تری تم شو. دتري تم کیدووروسته یوه جعلي فیسبوک پاڼه دملاعبدالجلیل په نامه دانټرنیت په مجازي نړۍ کې راوزیږیده اونوموړي ملاعبدالجلیل دمطمئن دتښتولو پړه ومنله چې ګواکې هغه دطالبانویوې ډلې اختطاف کړی دی. خودمطمئن کورنی اودهغه ملګرود مطمئن مدعي اودښمن پیژاند چې هغه حکومت دی. هماغه دي چې دهغه پته یې وموندله چې نوموړی دملي امنیت سره بندي دی . دنوموړي خپلوان اودوستان پدې باوردي چې هغه هیڅ بل کوم جرم نلري اویوازینی جرم یې دادی چې هغه دسولې فعال لیکوال اوشنونکی دی اودحکومت دسولې تګلارې ته دشک اوتردیدپه سترګه ګوري اوهمدا دحکومت تګلارې ته دشک اوتردید کتنه اوپرهغې توندې نیوکې ددې سبب شوې دي چې هغه زنداني شي اویوځل مخکې هم دملي امنیت دتوقیف مزه څکلې وه  خو حکومت ته داپته لګیدلې چې مطمئن له خپل دریځ څخه ندی اوښتی اوبیا یې دزندان د تورومیلوشاته واچاوه. آیا دحکومت په تګلارو نیوکه اویایې سیاستونوته دشک اوتردیدپه سترګه کتل اودوسلوالومخالفینوسره خواخوږي جرم دی ؟ آیا دوسلوالومخالفینوسره خواخوږي سترجرم دۍ یا داچې هغه سیاسي فعال ( لطیف پدرام ) چې سیاسي فعالیتونه یې دټولنې په ویش ( پښتون اوغیرپښتون ) څرخیږي لوی مجرم دی ؟ نن مهال په افغانستان کې داډول دبیان آزادي ده چې لطیف پدرام باید آزادوګرزي اومطمئن بندي شي اوځورول شي.