د افغان روڼ اندي سره دزړه خواله

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد آصف خواني

پرمختللوولسونو کیهان تسخیر کړاو اروپا سرحدونه مات کړل. جرمنیان، ویتنامیان او یمنیان له څوکلوبیلوالي وروسته بیرته سره یوشول. داځکه چې نورملتونه دخپلې راتلونکې په هکله فکرکوي دخپلوهیوادونو دپرمختګ لپاره ګډې هلې ځلې کوي اودامسئله ورته مطرح نده چې ګاونډی یې دکوم ګوندغړیتوب لري  ، دا یا هغه لیکوال کومه سیاسي عقیده لري اودا سیاستوال دکوم قوم اوسیمې دی ؟ دپرمختللوټولنوسیاستوال اوروڼ اندي سیال اومخالف سیاسي ګوندونه اوغړي یې دښمنان نه ګڼي او

هغوی ته سیالي اومخالفت دښمني نه بریښي. ژوندي ولسونه  دملي ګټودخونديتوب اوپه ګواښمنوبیړنیوحالاتوکې سیاسي مخالفتونه یوې خواته ایږدي اوګډ دریځ غوره کوي. دنوروولسونو دسیاستوالو اوروڼ اندو لپاره مهمه خبره داده چې هیوادوال او ګاونډی یې دوطن دآبادۍ اودولس دښیرازۍ لپاره نن څه کوي نه چې پرون یې څه کړي دي؟ همدالامل دی چې په پرمختللوټولنو کې سوله او ثبات واکمن دی ، د پرمختګ لوړو پړاوونو ته رسیدلې ،ولسونه یې د نیکمرغه اوپتمن ژوند څخه برخمن دي ، په خپلوبریاووویاړي اوحق هم لري چې پرې وویاړي. خوپه افغانستان کې هرڅه بل ډول دي ته به وایي چې دا هیواد دځمکې برخه نه ده ، یاافغانان د نورو انسانانوپه څیرنه دي اویا دا چې اوسیدونکي یې له بلې سیارې څخه راغلي دي. نن چې په افغانستان کې پردۍ لښکرې دېره دي اودلیونۍ جګړې اورونه بل دي. داهیواددومره خوار اومحتاج دی چې دهیواد د ساتونکو( پوځیانو) تنخوایې هم پردي ورکوي چې دادهرافغان لپاره دشرم یوه خبره ده. دترهګرۍ سره دمبارزې په نامه یې پردي کلي اوبانډې بمباروي ، پاکستان یې په توغندیو ولي ، ایراني فرهنګ په خورا قوت سره په ټولنه کې رواج مومي ، دپښتون او غیرپښتون دبیلولو خطرناکه پروژه هم پخپل زورسره پلې کیږي . په همدې ورځوکې مختلفو منابعو دامریکایي مقاماتوله قوله افغانانواو نړیوالوته داڅرګندپیغام«طالبان دي خبر وي له افغانستانه نه وزو» خپورکړ. دا پیغام ددې ښکارندوی دی چې روانه لعنتي جګړه اودافغانانو دوژنې روان ناتاربه همداسې جاري وي.    

   څلورلسیزې دافغانستان په نامه سیاسي جغرافیا کې دپردیو نیابتي جګړه پرمخ ځي خوبیا هم افغان روڼ اندی نه دی توانیدلی چې ددې اوږدې جګړې څخه دعبرت درس واخلي، ترې زده کړه وکړي ، دې پایلې ته ورسیږي چې داجګړه زموږنه وه اوزموږنه ده بلکه افغان روڼ اندی هماغه دپرون ( دسړې جګړې ) نغمې زمزمه کوي او دپرون ببولالې تکراروي . داډله افغان روڼ اندي چې هرڅه په پرون کې ویني اوننی پیښې هم په پرونۍ تله تلي پخپله په پرونیو مرداریو کې داسې نښتي اوبندپاتې دي چې ځان نشي ترې را ایستلی. دوی د پردیو دزړونغموزمزمې ته روشنګري او یاد واقعیتونو دبیانولو نوم ورکوي . افغان روڼ اندي ته په کارده چې دمتمدن جرمني ولس څخه وطنپالنه او ولسپالنه زده کړي.میړنیواوهوښیارو آلمانیانو هغه کانکریټي دیوال ونړاوه کوم چې پردیو دا واحد ملت  دکمونیسم او دموکراسۍ په نامه جلا کړی و. ددې دیوال په نړولو سره جرمنیانوبیرته یوموټي آلمان را ژوندی او جوړکړاوتریوې جنډې لاندې یې سوله ئیز ژوندپیل کړ. خوڅوک به دیوه آلماني څخه  ددوی پرونۍ نغمې وانه وري اوخپل کوم جرمن هیوادوال به د هغه له پروني دریځ له امله ونه غندي اوتورې زنګ وهلې تاریخ ته سپارل شوې ټاپې به پرې ونه لګوي. دې ته وایي  رښتینې وطنپالنه او ولسپالنه  اودابیا دیوه میړني ، ژمن اوهوښیار ملت انځورنندارې ته ایږدي . جرمنیان ولې په پرونیونغموشخوندنه وهي ځکه چې روڼ اندو او سیاستوالویې خپل رسالت درک کړی دی چې باید دراتلونکې په هکله فکروکړي. دراتلونکې په هکله فکرکول دستروخلکو اوپه ماضي کې نښتل دکوچنیووګړو ځانګړتیا ده. خوډیری اوحتی په لویدیځ کې میشت افغان روڼ اندي د پردیو دنیمې پیړۍ مخکې نغمې  په خورا شوق اومینه غږوي او ویاړي هم چې زه دخپلو خلکولپاره لیکم ، دوطن اوخلکوپه هکله فکراوژوندکوم اودده په شان نور دخپل ځان او جهان څخه بیخبره اومتعصب کسان یې ستایي اوهڅوي یې هم چې پخوانۍ نغمې چې اوریدونکي ته دخوښۍ اوآرامۍ پرځای غمونه ، کرکه اوکینه لیږدوي دطوطي په شان تکرار کړي. نن سبا زموږ په تیاروکې ساتل شوي ،جګړوځپلي اودپردیو دزهرجنوتبلیغاتو څخه اغیزمن شوي ولس سترګې  خپل روڼ اندي ته اوښتې دي اوله هغه څخه داتمه لري چې دخپل هیوادترخه واقعیتونه او ددې ولس دغمیزې او بدمرغۍ لاملونه ورته بیان کړي اودژغورنې لاره ورته وښيي. خووینوچې افغان روڼ اندی پخپله دپوهې او سوادڅخه بې برخې ولس په شان دروانې غمیزې دواکمنیدو، ژوریدو ،پراخیدواو دوام د لاملونوڅخه بیخبره دی اوپرهغه څه باورلري چې دسړې جګړې دپرمخ وړونکودستر تبلیغاتي ماشین تولیدات دي، هغه لا تبلیغوي اوخپل دې کارته روشنګري او ویښتیايي هدفمن کار وایي. پدې ډول ولس ته غلطې نسخې وړاندې کوي، دبې باورۍ او دښمنۍ تخمونه کري اوپه بل شوي اور تیل اچوي. همدا دلیل دی چې دوخت په تیریدوسره په هیواد کې دناامنیواو جګړولمن پراخیږي، هیوادوال پکې سوځي ،هیوادورانیږي ، شته یې پردي لوټوي اودمیشت وروڼو قومونوترمنځ واټن زیاتیږي. که داوضعیت همدا ډول دوام ومومي یووخت به راشي چې دځمکې لاندې  شتمنۍ به مولوټ شوي وي اوهیواد به مودټوټې ټوټې کیدوله جدي ګواښ سره هم مخامخ وي. دجرمنیانودوطنپالنې څخه یادونه وشوه چې هغه باید افغان روڼ اندي او سیاستوال ته دلارښودیوه څرګنده بیلګه ګرزیدلې وای خوموږپخپله سیمه په ګاونډي تاجکستان کې هم ورته بیلګه لرو. تاجکانو دشلمې پیړۍ په وروستۍ لسیزه کې دکمونیسم، دموکراسۍ اواخوانیزم ترنامه لاندې دیوبل خلاف مورچلونه ونیول اودتاجک وژنې اوریې په ټاټوبي کې بل شو. خوډیرژر تاجک روڼ اندو اوسیاستوالو دادرک کړل چې ددوی داډول دریځ دیوې   غمیزې پرته بله پایله نلري هماغه دي چې خبرواتروته یې مخه کړه اوجګړې ته یې دپای ټکی کیښود او نن بیا همدا تاجک روڼ اندي دایراني فرهنګي یرغل په وړاندې دغره په شان ودریدل. خویوشمیرافغان ړندوقومي متعصبینو ایرانی فرهنګي یرغل ته سرونه ټیټ کړي دي اودایران دافغاني ضدستراتیژیوپلي کونکي هم دي. تاجک روڼ اندي داوړتیا اوهوښیاري لري چې دژبې اوګډفرهنګ په نامه دایراني آخوندانو هژمونیستي نخښې اوټګي برګي درک کړي. له بده مرغه دافغانستان یوشمیر دري ژبي روڼ اندي چې دوی ځانله پارسي ژبې وایي  ددې وړتیااوهوښیارۍ څخه بې برخې دي. پربله خوا بله ډله روڼ اندي مودسیاسي رواني ناروغانو په شان پخپلوپرونیو او ننیو سیالانواودمخالف نظرخاوندانوباندې دنیمې پیړۍ مخکې زنګ وهلې ټاپې لګوي. هغوی ددې پرځای چې دهیواداوخلکوننیوبیساره ستونزو،هیوادته شته ګواښونو ته په کتنې سره ولس همغږۍ ،پوهاوي اویوالي ته راوبولي ،بې باوریو، مخامختیا او دښمنیوته لمن وهي. دهیوادنني ترینګړي اوګواښمن حالات داحکم کوي چې افغان روڼ اندي  داحساساتواو عواطفو پرځای دعقل اوتدبیرڅخه کارواخلي، دخپلو اوږو څخه دسړې جګړې دمهال دروند پیټي لري کړي ، سیالۍ اومخالفت چې دټولنې دپرمختګ او  ودې لامل دی دښمني ونه ګڼي څرنګه چې پرون موهمدې سیالۍ اومخالفت ته دښمني وویله اودپردیودارادې له مخې مودیوبل دبدنامولو ،ځپلواوله منځه وړلو خلاف  دتورونواوتمتونو،وسلې اوزندان څخه کارواخیست اوپایله یې ننی ویجاړ افغانستان اودهغه داوسیدونکو له شرمه ډک حالت دی. 

یابه یوکیږو ګنې ورکیږو