د اسلامی امارات د مسوولینو د توجه وړ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عزیز الله سراج الدین
تولو ته څرګنده ده چی د اسلامی امارت هغه اول وقت کی  چی د امریکا په وړاندی د جهاد غږ راپورته کړ او مسلحانه مبارزی ته مخه کړه  د ورستی کالونو په تناسب یی  د مجاهدینو شمیر کم  وه ، د بن له کنفرانسه راولاړشوي حکومت د جوړیدو ورسته  د جنګسالارانو او پخواني بګیل شویو قوماندانانو پاټکیانو  بیرته راتګ  د دولت چوکات ته  او دهغوی له لوری نا خوالي کول 

،د شخصي ملکیتونو  غصب ، ظلم ، دقانون نه رعایت کول  او په دولتی ادارو او محکمو کی  د عدالت نه پلی کول هر یو پخپل ذات کی د دی باعث وګرزیدل چی خلک نا راضه او د حکومت څخه  فاصیله ونیسی او له ملاتړ یی لاس  واخلي ، د هر بیځایه بمبارد ، د هرشپي د چاپې اچولو او د هر هیوادوال په شهیدولو ، ستاسو له لوری په معقول ډول تبلیغولو  سره اسلامي امارت د جنګیالیو  لیکي او صفونه تقویه کیدلې  ،او پلاخره دومره تقویه شو ویی کولي شو  هغه نظام  چی د نیمی نړی د زیاتو هیوادو له ملاتړ څخه برخمن وه  چپه او سقوط ورکړي .
اوس  چی اسلامی امارت جوړ شوی او کابینه هم تکمیله شوي   ستاسو نوبت دی ، هغه ولس  سره چی دا شل کاله یی تاسو سره  سخت تکلیفونه وګالل ، کور کی ځای درکړ ، ډوډۍ یی درکړه د حکومت د بمباري او چاپي اچولو د ترس برسیره  ستاسو ملاتړي  پاته شول  شه  خدمات وړاندي کړي ، عدالت تامین ، دقانون څخه معافیت شخصیتونه ونلري ، د هر ډول ظلم په وړاندی د مظلوم ملاتړی پاته شي هیڅوک ونه ځورول شي ،د اسلامی  امارت له لوري د عفوي کول  چی لوی ستر زغم  سره ملګری دی  شي لاسته راوړنی لری پدی عمل سره  تاسو نړیوالو ته ثابته کړه  چی د امارت مجاهدین که دسترو قوتو سر جنګیدلی شی  د سولي په لاره کی دعفوي دومره ستر کار هم په بیمثاله توګه عملي کولي شي 
  په هر حال اوس  غلیم په کمین کی  درته  ناست دی، ستاسو کړنو ته نتنها چی داخلی مخالفین په ذربین کی ګوری بلکی نړیوال هم ستاسو کړنو ته په تلیسکوپ کی ګوری . ستاسو له لوری  دیره وړي اشتباه څخه دګناهونو لوی غر جوړوي.  او ستاسو له لوری د هر ناروا کړنی  (خدای دی ونکړی ) څخه خپل تبلغاتی کمپاین جوړوي
د خپل نړیوال مشروعیت د تر لاسه کولو لپاره د نړیوالو  مشروع او  روا غوشتنی منل د اسلامی امارت مشروعیت او تینګښت لپاره مشروع عمل  دی .
ملی ارزشتونه زموږ فرهنګی میراثونه نباید تخریب وتخریش  شی  چی له یو لوری د ولسونو د زړه بدی عامل کیږی او له بل لوری  د امارت  مخالفین په نړیوال ستیج هغه تبلغوي .
د شخو ازادي  د اسلامي شرعیت سره سم د نړیوالو شرایطو په نظر کی نیولو سره باید رعایت شي . دا چی ټول په یو غږ همدا وایو  :په اسلام کی  د شځو دتعلم په وړاندی خنډونه نشته نو ولی د مکتبونو په شروع کولو کی تاخیر راوستل  شی ، دا نن د اسلامی امارت د رسمیت نه پیژندلو لپاره  همدا  یو دلیل پاته دی ، که څه هم دیرو ولایتونو کی د نجونو لیسی فعالی شوی خو مرکز کی هم د فعالولو هدایت ورکول د نظام  سره  همکاری   او د ولس غوشتنو ته مثبت ځواب د نړیوالو دقاعت موجبات برابروی .