سیاسي فاحشې په کابل او اسلام آباد کې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

فاحشې هغه چاته ویل کېږي چې د مجبوریت له مخې او د یوې مړۍ ډوډۍ د تر لاسه کولو دپاره ځان او خپل بدن پلور ته وړاندې کوي خو سیاسي فاحشې هغه کسان دي چې خپل روح، ضمیر او وجدان پلوري  او یو ویاړلې ملت د بدمرغۍ تورې کندې ته ګوزاروي.

له بده مرغه زموږ ګران هیواد په تېره نیمه پېړۍ کې د همداسې شیطاني کړیو په تور جال کې رانغښتل شوی دی. او دغه تورو کړیو په وار وار پر هیواد او د هيواد پر سوکالۍ او نېکمرغۍ مرګوني ګوزارونه کړي دي. همدا اوس په دې وروستیو پېښو او وروستیو شيبو کې ، د سیاسي فاحشو دغې کرغېړنې ډلې ، د هیواد سیاسي سیستم چې د یوې لسیزې تباهۍ وروسته بیا د درېدو په حال کې ؤ  ، له پښو وغورځواوه او   په چټکۍ سره د خپل بادار د انعام د تر لاسه کولو دپاره اسلام آباد ته ورسېده او هلته د افغانستان د لا تباهۍ دپاره د آی اس آی د نویو پرورو د پلي کولو دپاره د ذلت ورځې او شپې تېروي  اود همدغې تورې کړۍ بله ډله په کابل کې لا په خپلو شیطاني کړنو بوخته ده او غواړي د وطن ضد ناورین توره نقشه بشپړه کړي ، دوی د رذالت او شیطانت اوخیانت مثلث رامنځ ته کړ او دغه خونړۍ مثلث ته يې  د امن د درې کسیز مثلث نوم ور کړ.

ولې زه دغه کرغېړنه ډله فاحشه او لولۍ بولم؟ زموږ په ټولنه کې او په به هره ټولنه کې دغه کار ته خلک په سپکه ټيټه سترګه ګوري. خو ددوی دوو ترمنځ لوی توپير موجود دی ځکه لومړنۍ ډله یوازې ځان او خپل بدن خرڅوي او ددوی کار تر دویمې ډلې ډېر سپک او ټيټ دی ، ځکه لومړۍ ډله خپل بدن د نورو د خوښۍ او لذت دپاره وړاندې کوي او له دې لارې  لږې پیسې تر لاسه کوي،  ددوی کړنې  بل چا ته زیان نه رسوي ، چاته چې زیان رسېږي هغه همدوی په خپله دي ، خو دویمه ډله  یو ملت تباه کوي، له یو ملت څخه خوښي او نېکمرغي غلا کوي. دوی میلیونونه انسانان د نیستۍ او بربادۍ کندې ته ګوزاروي ، دوی خلک د ویر او ساندو پر تغر کېنوي. دوی د نورو د بدمرغه کولو له لارې  ځان ته هوساینه او خوشحالي او نېکمرغي تر لاسه کوي. دوی د خپلو تورو هيلو د پوره کولو دپاره له هيڅ راز جنایت او انساني ضد عمل څخه ډډه نه کوي، دوی کولی شي ډله ایزې وژنې وکړي، دوی کولی شي خلک د دین او عقیدې په ګناه له منځه یوسي ، دوی کولی شي د ژبني او قومي تعصبونو پر بنسټ نسل وژنه وکړي، دوی د ځان د رضایت دپاره د هر چا د غلامۍ جغ په غاړه اچوي. موږ په خپل ګران هیواد کې دوه ځله ددغه لولیو د وحشتناکه ناورینونو شاهدان یو. په نویومو کلونو کې دغه تورو شیطاني کړیو د خپلو کرغېړنو غریزو د پوره کولو دپاره د هېواد پلازمېنه لوټې لوټې او تباه کړه. دوی د خپلو تورو مخو د پوره کولو دپاره د امریکې تر واکمنۍ شل کاله د هیواد د چور او تالان تر خوا ، پر هیواد د هر راز وسلو او د خلکو د وژلو څخه ډډه او سپما ونه کړه، په زرګونه خلک يې په بې پروايۍ مړه او له منځه یوړل او په میلیونونه خلک يې له هیواده بهر تللو ته اړ ایستل او په زرګونه خلک يې په زندانونو کې واچول. دوی میلیاردونه ډالره دننه په هیواد او له هیواد بهر غلا او پټ کړل. دوی شل کلونه خلک په ولږه او تنګسه کې وساتل خو دوی او ددوی کورنۍ په سترو او پرتمینو ماڼیو کې پر عیاشي او فساد ځانونه بوخت کړل. ددوی حرص هېڅکله پوره کېدونکی نه ؤ او نه دی ، ددوی ژوند له فساد او جنایت سره غوټه دی ، دوی خپل دوام په جنایتونو او ناورېنونو کې ویني. نو ځکه دغه بې وجدانه پردي پاله ګوډاګیانو د هیواد د دښمنانو په لمسه بیا توره کودتا په لاره واچوله ، څو خپل کرغېړن ژوند نور هم اوږد  کړي. دوی چې د ملیونونو وګړو قاتلین دي ، نن یی بیا ځانونه د نویو واکمنانو خدمت ته وړاندې کړي دي. دوی چې تر پرونه يې طالبانو ته د وحشي تروریست او ترهګر خطاب کاوه او د هغوی وژل يې روا ګاڼه  او په ټولې بې رحمۍ سره يې د هغوی د وژلو حکمونه صادرول نن يې خپل ورورونه بولي ! خو پوښتنه داده چې  نن څرنګه او د چا په مټ هغه وحشي تروریستان ددوی وروڼه شول؟

دوی چې د څېرو په بدلولو کې پوره مهارت او استعداد لري ،خپلو شیطاني مخو ته د رسېدلو په خاطر او د خلکو د تېر ایستلو په خاطر نوي نقابونه پر مخ راکاږي او په پوره امن او امنیت کې خپلو کرغېړنو کړنو ته دوام ورکوي.   څرګنده ده چې دوی د سیمه ایزو او نړېوالو ستخباراتي شبکو د ملاتړ تر چتر  او ضمانت لاندې خپل شتون او فعالیت ته دوام ورکوي.

دوی ته د فاحشې خطاب فاحشو ته توهین او سپکاوی دی ځکه بدن پلورنکي یوازې ځان پلوري. خو هېڅکله هم ځان د وطن پردښمنانو نه پلوري. کله چې په دویمه نړېواله جګړه کې المان پر فرانسې برید وکړ د فرانسې فاحشو د الماني سرتېریو تر وړاندې همداسې یو دريځ غوره کړ، هغوی پر آلماني سرتېریو د خپل بدن له پلولو ډډه وکړه ځکه دا ددوی د وطن ددښمنانو سرتېري ول. دا په مانا چې دوی لږ تر لږه یو څه اخلاق لرل، او د وطن دښمنانو ته يې له خدمت ډډه وکړه. دوی له هغې ګټې تې شول چې د وطن دښمنانو ترې خوند اخیسته او ويې ښودله چې دومره ټيټ نه دي چې د وطن د دښمنانو خدمت وکړي.

موږ وليدل چې د هيواد دغه کرغړنې سیاسي کړۍ څومره ټيټ ، بې ضمېره او بې وجدانه دي ، څنګه يې د هیواد غرور او حیثیت د وطن د دښمنان د کرغېړنو هيلو قرباني کړ. څرنګه يې د سولې پتمنې هلې ځلې شنډې کړې ، څرنګه دوی په هیواد کې د نظم او قانون له پلي کيدو څخه مخنیوی وکړ او څرنګه يې په سختو او حساسه شیبو کې د شا له خوا د هیواد د ملا پر تیر مرګوني ګوزارونه وکړل او دا ویاړلی  هیواد يې د غلیمانو پښو ته پر ګونډو کړ. موږ وینو چې د وطن دښمنان بیا هم دوی د خپلو راتلونکو تورو نقشو د پلي کولو دپاره د سیاست په ډګر کې فعال ساتلي. دوی خپل بادران تل راضي ساتي ځکه ددوی ژوند د دوی د بارانو په لاس کې دی.

زموږ ګران هیواد چې د سترو زبرځواکونو ماتونکی دی او تل يې د آزادۍ او خپلواکۍ بېرغ رپاند ساتلی او د سترو قربانیو په ورکولو سره يې له خپلو هیواد او د هغې د ځمکې له تمامیت څخه دفاع کړې ، نن د ددغه سیاسي کرغېړنو کړیو د خیانتونو له امله د وطن د دښمنانو تر وړاندې زهیر او کمزوری شوی.
 
نن د افغانستان خلک ددغه جهادي مافیايي د تورو کړیو تورې څېرې پېژني . د هيواد خلک به دغه منافقین چې د وطن قسم خوړلي دښمنان دي ، ډېر ژر به د هیواد له پاکې لمنې ورک کړي . دا بدکاره فاحشې د فرانسوي فاحشو په پرتله په سلو کې یو وجدان نه لري.