د موقت حکومت پلویانو ته تسلیت

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ګلرحمن رحماني
کله چې د امریکا او طالبانو تر منځ د افغان سولې په رابطه په قطر هیواد کې د خبرو نهم پړاو پای ته ورسید دواړه لورو تایید کړه چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې یوابتدایه هوکړه لیک لاسلیک شوی چې له مخی به یې د ۱۳۵ ورځو په شاوخوا کې د ۵۴۰۰ امریکایې سرتیري له افغانستان څخه ووځی تر څو بین الافغانی خبرو ته لاره هواره شی
.
د امریکا او طالبانو تر منځ د افغان سولې په رابطه لس میاشتني مذاکرات چې هیڅ وطندوسته افغان ته د منلو وړ نه وو او په همدې خاطر یې ولسمشر غني پر وړاندې مقاومت وکړ، بالاخره د متحدو ایالتونو د ولسمشر ټرمپ له یوه ټویټ سره له منځه ولاړل.
ولسمشر غني لا د وخته دا درک کړې وه چې وسله وال طالبان او امریکا په خپل منځ کې په داسې جوړجاړي او مذاکراتو بوخت دي چې پایلې به یې د افغانانو لپاره بوږنونکې وي، حتی افغان سیاسیون او د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندان هم له وسله والو طالبانو او امریکا سره په دې کې همغږي وو او په دې خاطر خپله نوماندانو او د کرزي په ګډون یو شمېر سیاسیونو په ښکاره د ټاکنو مخالفت وکړ او د سولې د خبرو د رامنځته کېدو تاکید یې کاوه.
د دوی موخه دا وه چې د پردې تر شا داسې جوجاړی او حکومت رامنځته کړي چې یو ځل بیا ټولو خواوو ته په کې ونډې ورسېږي، ځکه دوی په ټاکنو کې له خپلې بریا څخه نهیلي وو. د ولسمشرۍ نوماندان او طالبان په اوسنۍ جګړه کې د اوسني حکومت له منځه وړل او پر ځای یې موقت حکومت منځ ته راوړل تر څو د ولس له خوښې پرته واک تر لاسه کړي ، د امریکا او طالبانو تر منځ په قطر هیواد کې د سولې په ابتدایه هوکړه لیک کې د ځینو ولسمشریزو نوماندانو له خولې طالبان او امریکا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له منځه وړل او په ګډه نوي ځواکونه منځ ته راوړل.
دا یو خوب وو، یو خیال و او جنون و، ځکه دوی دا هېره کړې وه چې له چا سره مخامخ دي؟ په همدې خاطر ورته ولسمشر غني کرښه کش کړه او ورته وې ویل چې زموږ ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواکونه او جمهوري نظام زموږ لپاره سره کرښه ده او په دې ډول هیڅوک بحث نشي کولای او نه هم دا ارزښتونه د معاملې وړ دي.
وسله والو طالبانو، افغان سیاسیونو او امریکایانو د جمهوری نظام پرځای پر موقت حکومت جوړولو باندې شفاهي هوکړه کړې وه او ټولو دا ګڼله چې په دې ډول به ولسمشر غني له صحنې څخه بهر کړي په دې کې د افغانستان ګاونډي هیوادونه چې تل یې د افغانستان له منابعو څخه ناوړه او وړتیا ګټه اخیستې موافق وو.
سره له دې چې طالبانو په ښکاره دا ردوله چې دوی دې د حکومت په جوړښت او موقت حکومت بحث کړی وي. هغوی وایې چې موږ په افغانستان کې د موقت حکومت غوښتونکې نه یو بلکې په اوسنی نظام کې چې کومی ستونزی موجودې دي د هغو حل کول غواړو . مګر د موقت حکومت له مړ کېدو سره د دغه حکومت ټول پلویان خواشیني شول چې تسلیت ورته وایم.